يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۱۱۸﴾ هَا أَنْتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۱۱۹﴾ إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ ﴿۱۲۰﴾
ای ایمان والو: مه نیسئ دوست راز دار سیوا دستاسو دایمان والو نه کمی نه کوی دوی په نقصان ستاسوکښی خوښه وی هغه چه تکلیف کښی اچوی تاسو یقیناً ښکاره شویده کینه دخولو ددوی نه اوهغه چه پټوی سینی ددوی ډیرزیات دی ، یقیناً بیان کړی دی مونږتاسوته نښی ددوی که تاسوعقل لرئ ﴿۱۱۸﴾
خبردار تاسو (ای مؤمنانو) مینه کوئ ددوی سره اودوی مینه نه کوی تاسوسره اوایمان لرئ تاسو په ټول کتاب باندی اوکله چه دوی مخامخ شی تاسوسره وائی دوی ایمان راوړی مونږ اوکله چه دوی لاړشی ستاستونه چکونه لگوی په تاسو باندی په سرونو دگوتو دوجی دغصی نه اوایه مړه شئ په غصه خپله باندی یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبروچه په سینوکښی دی ﴿۱۱۹﴾
که اورسی تاسو ته خوشحالی خفه کوی دوی لره اوکه اورسیږی تاسو ته تکلیف خوشحالیږی دوی په هغی سره اوکه صبراوکړو تاسو اوپرهیزگاری اوکړه ضرربه درنکړی تاسوته چلونه د هغوی هیڅ ضرر، یقیناً اللّه تعالٰی ددوی عملونولره راگیرؤونکی دی (په علم اوپه قدرت کښی) ﴿۱۲۰﴾
[۱۱۸] په دی آیت کښی پنځم اصل ذکر دی چه دکافرانو مشرکانوسره رازداری مه کوئ هغوی په خپل خاص امورو کښی مه شریکوئ اوددی دپاره لس وجی ئی بیان کړی دی (بِطَانَةً) رازدار دوست بلکه منشی ددفترهم داخل دی (وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ) غواړی (خوښوی) هغه څیز چه تاسوپه تکلیف کښی غورځوی (قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ) یعنی بی اختیاره ددوی دخولو نه دبغض خبری راوځی (الْآيَاتِ) مراد ددی نه دلیلونه او علامات ددشمنئ دهغوی دی -
[۱۱۹] په دی کښی نور وجوه ذکرکوی دپاره دقطع تعلق ستاسو، محبت دادی چه تاسو د هغوی خیرخواهی کوئ او هغوی ستاسو خیرخواهی نه کوی (وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ) ددی بل طرف پټ دی یعنی دوی د عناد د وجی نه ستاسو په کتاب (قرآن) باندی ایمان نه لری (عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ) یعنی د غصی د وجی نه اول خو گوتی په خوله کښی کیدی بیا چه غصه ډیره شی نوپه هغی باندی غاښونه کلک کړی نوپه ځان باندی چک اولگوی (مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ) یعنی د مؤمنانو عزت او ترقی به همیشه وی نو د منافقانو غصه کیدل به په هغی باندی همیشه دی -
[۱۲۰] په دی آیت کښی نوروجوه ذکر کوی اواشاره ده چه په صبراوتقویٰ سره ددشمنانودمکرونونه امن حاصلیږی -