لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۵۹﴾ قَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۶۰﴾ قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي ضَلَالَةٌ وَلَكِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۱﴾ أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنْصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۶۲﴾ أَوَعَجِبْتُمْ أَنْ جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَلَى رَجُلٍ مِنْكُمْ لِيُنْذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۶۳﴾ فَكَذَّبُوهُ فَأَنْجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا عَمِينَ ﴿۶۴﴾
یقیناً لیږلی دی مونږنوح علیه السلام قوم دهغه ته پس وی وئیل اوقومه ځما بندگی خاص کړئ اللّه تعالٰی لره نیشته تاسولره څوک مددگار سیوا د اللّه تعالٰی نه یقیناً ویریږم ځه په تاسوباندی دعذاب دورځی لوی نه ﴿۵۹﴾
اوئیل غټانو دقوم دهغه یقیناً مونږوینوتالره په گمراهئ ښکاره کښی ﴿۶۰﴾
اوئیل هغه ای قومه ځما نیشته په ماباندی گمراهی لیکن زه رسول یم د رب العٰلمین نه ﴿۶۱﴾
رسوم تاسوته پیغامونه درب خپل اوخیرلټوم ستاسو اوپوهیږم دطرف د اللّه تعالٰی نه په هغه څه چه تاسوپری نه پوهیږئ ﴿۶۲﴾
آیا تعجب کوئ تاسو چه راغلی ده تاسوته وحی دطرف درب ستاسونه په یوسړی باندی ستاسونه دی دپاره چه اویروی تاسو اوچه بچ شئ دشرک نه اودپاره ددی چه رحم اوکړی شی په تاسوباندی ﴿۶۳﴾
پس دوی دروغژن اوئیل هغه ته پس بچ کړومونږده لره اوهغه څوک چه دهغه سره وؤ په کشتئ کښی اوغرق کړل مونږه هغه کسان چه دروغژن کړی وؤ آیاتونه زمونږیقیناً دوی وو قوم ړانده ﴿۶۴﴾
[۵۹] ددی آیت نه واقعات دشپږوانبیاء علیه السلام ذکر کوی چه تعلق لری د دری واړودعوؤ دسورة سره لیکن اول دری ښکاره تعلق لری ددریمی دعوی سره چه اثبات دتوحید دی - اودهری قصی خلاصه دری امور دی اول دعوت دنبی تکذیب دقوم دریم نزول دعذاب په هغوی باندی (إِلَى قَوْمِهِ) دادلیل دی چه نوح علیه السلام دټولو انسانانودپاره رسول نه ووصرف دخپل قوم وؤ لیکن هغه وخت په ټوله ځمکه صرف دغه خلق وؤ نورڅوک نه وؤ دی وجی نه مشهوره ده چه هغه هم ټولوخلقوته مبعوث وؤپه حقیقت کښی داخصوصیت زمونږدنبی اخرالزمان ﷺ دی -
[۶۰] په دی آیت کښی تکذیب دقوم ئی ذکرکړو (إِنَّا لَنَرَاكَ) یعنی توحید ته دعوت کول اودپنځو (ود، سواع، یغوث، یعوق، اونسر) دبندگئ نه منع کول داگمراهی ده نواهل حق ته دگمراهئ اودکم عقل والی وغیره بدنسبتونه دزړوکافرانوعادت دی (الْمَلَأُ) دقوم غټان اومالدار نسب دارخلق چه په هغوی سره مجلسونه ډک ښکاری یاهغوی ډک وی ددنیاپه مالونواواقتدارسره -
[۶۱] دجواب دی دنوح علیه السلام دطرف نه قوم ته لیکن په ډیرنرمی طریقی سره (ضَلَالَةٌ) په جنس باندی دلالت کوی په خلاف دلفظ دضلال - نونفی دجنس سره نفی کامله راځی (وَلَكِنِّي رَسُولٌ) دتوحید دبیان سره دادعویٰ درسالت ده -
[۶۲] داهم په جواب کښی داخل دی په ذکرددری احوالو درسول سره اول ابلاغ دوهم نصیحت (خیرخواهی او اخلاص) دریم علم دوحی (مِنَ اللَّهِ) دلیل دی چه علم دنبی صرف د اللّه تعالٰی دطرف نه وی (مَا لَا تَعْلَمُونَ ) اوعلم دنبی دامت نه زیات وی ځکه چه په وحی سره وی -
[۶۳] دمخکښی نه دمنکرینوپه ذهن کښی داوه چه درسالت اوبشریت په مینځ کښی منافات دی نوداوهم ددی قوم هم وو بلکه ددوی داقول په سورة مؤمنون (۲۴) کښی هم ذکر دی اودا عقیده اوس هم په باطل پرستوکښی شته دی چه دنبی دبشریت نه انکارکوی لیکن موجوده منکرینونبی نه دی لیدلی نووائی نبی وؤ خوبشرنه وؤ اومخکنوخلقو خوانبیاء لیدلی وؤ اوورته معلومه وه چه دابشردی نودهغوی دنبوت نه ئی انکارکوؤ نوسبب دانکار دټولو یودی چه هغه منافات دی په مینځ دبشریت او نبوت کښی اوداکفردی -
[۶۴] په دی آیت کښی دوام دتکذیب ذکرشو یعنی تَمَادَوْا (همیش والی اوکړودوی په تکذیب باندی) - (وَالَّذِينَ مَعَهُ) ددوی تعداد کښی ډیراقوال دی راجح داده چه شپږ کسان وؤ دری ځامن دهغه سام، حام، یافث اودری دهغوی بیبیانی وی (الَّذِينَ كَذَّبُوا) دالفظ دلیل دی چه طوفان دوخت دنوح علیه السلام په ټوله ځمکه باندی وؤ صرف دهغه قوم په علاقه باندی وؤ اوهغه علاقه دعراق وه ځکه چه په هغه وخت کښی په ځمکه باندی نورخلق آباد نه وؤ ماسیواددغه قوم نه نوداخبره چه مشهوره ده چه طوفان په ټوله ځمکه باندی راغلی وؤ مراد دادی چه هغه ټوله ځمکه (چه انسان پری آبادوؤ) اودارنگ چاچه اثار ددی طوفان موندلی دی نوصرف په ځمکه دعراق کوه ارارات دموصل سره نزدی ئی موندلی دی -