قَالَ الْمَلَأُ ۳۸۰ الأنفال

إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ ﴿۹﴾ وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَى وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾

کوم چه فریاد کووتاسورب خپل ته پس قبوله ئی کړه دعا ستاسوچه زه امداد کوم ستاسوسره په زر (۱۰۰۰) ملائکو سره چه راځی به یودبل پسی ﴿۹﴾
اونه دی گرځولی اللّه تعالٰی (داملائک رالیږل) مگرزیری اودی دپاره چه کلک شی په دی سره زړونه ستاسو اونه ده غلبه مگردطرف د اللّه تعالٰی نه یقیناً زوروردی حکمت والادی ﴿۱۰﴾

[۹] دادریم علت دی دپاره د اولی دعوی حاصل دادی چه رسول اللّٰه ﷺ قبلی ته مخ کړو اولاس ئي اوږده کړل اودعا ئی غوښتله په هغی کښی دا الفاظ دی (اللهُمَّ أَنْجِزْلِیْ مَا وَعَدْتَنِي ، اللهُمَّ اتِنِیْ مَا وَعَدْتَنِي، اللهُمَّ إِنْ تُهْلِكْ هَذِهِ الْعِصَابَةَ مِنْ أَهْلِ الْإِسْلامِ ، لَا تُعْبَدْ فِي الْأَرْضِ) نودا دعا اللّه تعالٰی قبوله کړه اویوزر (۱۰۰۰) ملائک ئی راولیږل اوپه هغی سره غنیمت حاصل شو - نوپه هغی غنیمت کښی اختلاف مه کوئ (إِذْ تَسْتَغِيثُونَ) دغوث نه اخستلی شوی دی اوغوث فریاد او طلب مدد ته وئیلی شی اودا آیت ښکاره دلیل دی چه استغاثه په رب پوری خاص ده (مُمِدُّكُمْ) مدد کښی معنیٰ دنصرت اود زیادت دواړه ماخوذ ده (مُرْدِفِينَ) جماعتونه دملائکو په یوبل پسی راتلل اوپه داسی راتللوسره ډیررعب پریوځی په دشمنانوباندی داطریقه د راتللو دملائکو وه په بدرکښی اوپه سورة العمران (۱۲۴) کښی دهغوی نازلیدل ذکردی اشاره ده چه آسمانی ملائک وؤ اوپه اوپه سورة العمران (۱۲۵) کښی دهغوی فوجی علامات ذکروؤ په مسوّمین سره -
[۱۰] یعنی ظاهری امداد کښی دوه فائدی دی یود زړه اطمینان بل اثار د خوشحالئ‌ په مخ باندی په دی کښی جواب دسوال دی یعنی که څوک گمان اوکړی چه مدد دملائکو په قدرت کښی دی نوجواب اوشو (وَمَا النَّصْرُ) ددی دوه معنی دی اول لاندی داسبابونه دادمخلوق صفت دی لکه سورة العمران (۵۲) اوپه دی سورة (۲۲) کښی - دوهم پورته داسبابو نه دی هغه خاص دی په اللّه تعالٰی پوری اوهغه په معنیٰ دغلبی سره دی په دی آیت کښی مراد دی داسی آیت په سورة العمران (۱۲۶) کښی ذکردی فرق ئی دادی اول په هغی کښی لکم ذکردی اودلته نیشته دوهم فرق هلته بهِ دقلوبکم نه روستو ذکرکړی دی اودلته مخکښی ځکه چه دلته دالو امداد ذکردی (چه زرملائک دی) اودا سبب اول دی نوپه بهِ سره ئی اول سببیت ذکرکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>