قَالَ الْمَلَأُ ۳۸۲ الأنفال

ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَنْ يُشَاقِقِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۱۳﴾ ذَلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابَ النَّارِ ﴿۱۴﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ ﴿۱۵﴾ وَمَنْ يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۶﴾

دا په دی وجه چه دوی خلاف کړی دی د اللّه تعالٰی اود رسول دهغه نه اوچاچه خلاف اوکړو د اللّه تعالٰی اود رسول دهغه نه پس اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکوونکی دی هغه لره ﴿۱۳﴾
داعذاب ستاسوپس اوڅکئ دا (په دنیاکښی) (اوپوهه شئ) چه یقیناً کافرانو لره عذاب داور دی ﴿۱۴﴾
ای ایمان والو: کله چه مخامخ شئ تاسودکافرانو سره په وخت دجنگ کولوکښی پس مه گرځوئ هغوی ته شاگانی ﴿۱۵﴾
اوچاچه اوگرځوله په دغه ورځ کښی دوی ته شا خپله مگرکه هنوکوونکی وی دپاره دجنگ یایوځای کیدونکی وی د‌ډلی خپلی سره پس یقیناً اخته شو دی په غضب د اللّه تعالٰی اوځای دورتللو دده جهنم دی اوبدځای دی دگرځیدو (داجهنم) ﴿۱۶﴾

[۱۳] دی آیت کښی سبب ذکردی دپاره دوژلو دکافرانو چه هغه شقاق دی شقاق په اصل کښی دی ته وائی چه دوه ټکړی جوړی شی اودیوبل په مقابله کښی وی - علماؤ لیکلی دی چه هرمشرک اومبتدع مشّاق د اللّه تعالٰی او درسول دی ځکه چه دهغوی په خلاف کښی ئی دین جوړکړی دی -
[۱۴] دا خطاب کافرانو ته دی اوپه دی کښی اشاره ده قتل او قید اوذلت دکافرانو ته په بدرکښی - (فَذُوقُوهُ) داپه طریقه داستهزاء سره ئی ذکرکړی دی ځکه چه ذوق په خوږو څیزونو کښی ذکرکیږی - وَاَنَّ نه مخکښی لفظ د واعلمو پټ دی -
[۱۵] دا اول قانون دی مجاهدینولره چه دمیدان جنگ نه تیخته اونه کړی اودا تیښته کول گناه کبیره دی - لفظ د أَدْبَارَ، دکارپه قباحت باندی دلالت کوی (زَحْفًا) په اصل کښی خړپوسی کولو دبچی ته وئیلی شی یعنی دلښکر دډیروالی د وجی نه په دمه دمه ځی - اودارنگ زحف نزدی کیدلو ته وئیلی شی یعنی په وخت دجنگ کښی یوبل ته نزدی شی -
[۱۶] په دی کښی ذکردعذاب اخروی دی په تیخته کولوباندی لیکن دوه حالتونه ئی دهغی نه مستثنیٰ کړی دی یوهنراوطریقه جوړول دپاره دجنگ چه دشمن ته شا اوگرځوی اوناساپه واپس شی او حمله پری اوکړی دوهم دادی چه دخپلی ډلی نه یواځی شوی وی نوځان هغی یابلی ډلی ته رسوی - دپاره دامداد حاصلولو نوپه دی دواړه حالتونو کښی شاگرځول شته لیکن په اراده دتیښتی کولو سره نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>