يَعْتَذِرُونَ ۴۵۲ يونس

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُمْ بِإِيمَانِهِمْ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۹﴾ دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰﴾ وَلَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ فَنَذَرُ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۱﴾

یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعمل کوی په طریقه دپیغمبر اوبه رسوی دوی لره جنت ته رب ددوی په سبب دایمان ددوی چه بهیږی به لاندی دبنگلوددی نه ولی اوسی به په جنتونودنعمتونوکښی ﴿۹﴾
بلنه ددوی به په دی جنت کښی داوی چه پاکی ده تالره ای اللّه تعالٰی اوپیشکشی ددوی به په جنت کښی سلام وی او آخری بلنه به ددوی دا وی چه ټول صفتونه دخدائیتوب د یو اللّه تعالٰی دی چه رب دعالمینودی ﴿۱۰﴾
اوکه زررسولی اللّه تعالٰی خلقو ته تکلیف (په وجه دغوښتلوددوی) په شانتی د زرغوښتلوددوی خیرلره (چه هغه زرقبلوی) خامخا پوره شوی وی به ددوی نیټی پس پریږدو مونږ هغه کسان چه نه لری عقیده دملاقات زمونږ په سرکشئ ددوئ‌ کښی گډوډ به وی ﴿۱۱﴾

[۹] دا زیری اخروی دی دپاره دمنونکو (يَهْدِيهِمْ رَبُّهُمْ بِإِيمَانِهِمْ) یومعنیٰ داده چه کوی دوی لره هدایت په سبب دایمان ددوی سره - دوهمه معنیٰ داده چه جنت بوځی دوی لره رب ددوی په سبب دایمان ددوی په اوله معنیٰ سره هدایت په معنیٰ توفیق داعمال صالحه دی اوپه دوهمه معنیٰ سره هدایت په معنیٰ درسولو دی جنت ته (مِنْ تَحْتِهِمُ) مراد ددی لاندی دبنگلو او دمحلونو ددوی نه -
[۱۰] داهم په زیری کښی داخل دی مطلب دادی چه کله دوی څه شی غواړی دجنت دنعمتونونه نوآوازبه اوکړی په سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ سره اوکله چه ختم کړی خوړل څښکل نووائی به الْحَمْدُ لِلَّهِ، یامراد ددی چه هروقت کلام ددوی په شروع کیږی به په سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ سره او ختمیږی ب په الْحَمْدُ لِلَّهِ سره (وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ) یو معنیٰ داده چه پیشکشی ددوی د اللّه تعالٰی دطرف نه لفظ د سلام به وی بله معنیٰ داده چه سلام کول ددوی یوبل ته یا دملائکودطرف نه مبارکی به وی په سلامتیاسره دعذاب نه - نوپه اوله معنیٰ سره سلام په خپله معنیٰ مشهوری سره دی اوپه دوهمه معنیٰ سره سلام په معنیٰ دمبارکئ دسلامتیاسره دی -
[۱۱] ددی تعلق د (۲) سره دی یعنی کوم خلق چه تعجب کوی درسالت ددی رسول نه اوهغوی دځان دپاره عذاب غواړی لکه په انفال (۳۲) کښی دی لیکن اللّه تعالٰی ددوی اجابت نه کوی دارنگ ددی آیت تعلق دلفظ رب العالمین سره دی یعنی دربوبیت په وجه سره اللّه تعالٰی ددوی خیری زرنه قبلوی اودا زورنه منکرینوته مطلب ئی دادی چه کله دوی دځان دپاره خیرغواړی او اللّه تعالٰی ئی ورله زرورکوی اودارنگی دوی دځان دپاره عذاب غواړی لیکن اللّه تعالٰی دادعا زرنه قبلوی - که اللّه تعالٰی زرقبلولی نودوی به ئی تراوسه هلاک کړی وی - ابن قتیبه وئیلی دی چه په دی کښی داخل ده بعضی انسان په وخت دغصه کښی خپل ځان ته او بال بچ وغیره ته خیری کوی اومرگ او هلاکت غواړی لکه عامو اوقاتوکښی څرنگ چه رحمت او روزی او صحت وغیره غواړی نو اللّه تعالٰی ددوی دعاگانی دخیر زرقبلوی لیکن که خیری ددوی اللّه تعالٰی زرقبلولی نودوی به زر هلاک شوی وؤ لیکن انسان له خیری کول په ځان اواولاد باندی په حدیث کښی منع دی هسی نه چه داسی وخت سره برابری اوخوری چه په هغی کښی دعاگانی قبلیږی نوبیابه پښیمانه وی (فَنَذَرُ) هرکله چه زرئی نه هلاکوی نومهلت ورکوی - (طُغْيَانِهِمْ) ددی نه مراد شرک اوکفراو گناهونه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>