قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلِ اللَّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ يُتَّبَعَ أَمَّنْ لَا يَهِدِّي إِلَّا أَنْ يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿۳۵﴾ وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۳۶﴾ وَمَا كَانَ هَذَا الْقُرْآنُ أَنْ يُفْتَرَى مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۷﴾
ته اوایه آیا شته ستاسو دمددگارونه چه رَسَوَل کولی شی حق ته (نیشته) ته اوایه اللّه تعالٰی رَسَوَل کوی حق ته آیا پس هغه څوک چه رَسَوَل کولی شی حق ته حق دار دی ددی چه تابعداری اوکړی شی دحکمونودهغه یاهغه څوک چه نشی موندی لار مگرهغه وخت چه ده ته خودنه اوشی پس څه دلیل دی ستاسو څرنگ فیصلی کوئ بی دلیله ﴿۳۵﴾
اونه کوی تابعداری (په شرک کولوکښی) ډیرددی خلقونه مگردگمان یقیناً گمان فائده نه ورکوی دحق په باره کښی هیڅ یقیناً اللّه تعالٰی پوهیږی په هغی چه دوی څه کوی ﴿۳۶﴾
اونه دی دا قرآن چه جوړکړی شی دطرف دماسیوا د اللّه تعالٰی لیکن (نازل کړی شوی دی) دپاره د تصدیق دهغه کتابونو چه دده نه مخکښی دی او دتفصیل دپاره دفرض شؤو حکمونو نیشته هیڅ شک په دی کښی دطرف درب العٰلمین دی ﴿۳۷﴾
[۳۵] داهم رد دی په مشرکینوچه ستاسو شرکاء حق طرف ته رَسَوَل نشی کولی حق ته رَسَوَل صرف اللّه تعالٰی کوی نوهغوی موپه څه وجه اللّه تعالٰی سره شریکان کړل - مخکښی آیت کښی رد دی په مشرکین بالعبادالصالحین باندی اوپه شرک فی الالوهیه باندی اوپه دی آیت کښی رد دی په شرک فی الحکم باندی چه مشرکین بالاحباروالرهبان دی یعنی ستاسوشرکاء چه پیران او ملایان گمراه دی حق طرف ته هدایت نشی کولی بلکه هغوی په اهتداء کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی او دلیل په دی باندی لفظ د أَنْ يُتَّبَعَ دی ځکه چه هدایت او اتباع دبتانودشان سره مناسب نه ده (إِلَى الْحَقِّ) او لِلْحَقِّ کښی فرق دادی چه اول نه مراد حق طرف ته لارخودل دی اودوهم نه مراد په حقه لارباندی روانول دی - داسی په تفسیردهدایت کښی په سورة فاتحه کښی تیرشوی دی - بیااول قسم خومخلوق کولی شی اودوهم قسم مخلوق نشی کولی ددی وجی نه ئی دشرکاء سره اِلیَ او د اللّه تعالٰی سره لام ذکرکړو (كَيْفَ تَحْكُمُونَ) یعنی اتباع ددین د اللّه تعالٰی پریږدئ اواتباع دگمراهانو کوئ -
[۳۶] مخکښی آیت کښی رد وؤپه صرف تقلید دگمراهانوباندی چه دا د اهل ضلالت کاردی نواوس رد کوی په اتباع دظنیاتوباندی چه داهم دگمراهانوکاردی چه هغوی سره دلیل صرف ظن دی یقینی دلیل ورسره نیشته اوپه گمان سره یقین نه شی ثابت کیدی (أَكْثَرُهُمْ) اکثرئی ددی وجی نه اوئیل چه بعضی خوپه (هَوا) (خواهش) پسی روان وی - اواکثرپه ظن پسی روان وی یا ددی اکثرنه مراد ددوی مشران دی داسی خازن ذکرکړی دی حاصل دادی چه دامشرکان چه خپل مبعودان شفعاء گنړی اودهغوی بندگی کوی نوداظن دی ځکه چه په وحی کښی په دی باندی هیڅ دلیل نیشته دلته مراد دظن نه شک دی (بی دلیله خبری) یامراد دظن نه دلیل ظنی دی اگرچه شرعی وی اودحق نه مراد عقیده ده اوپه دلیل ظنی شرعی سره نوراحکام ثابتیږی لیکن عقیده په هغی سره نه ثابتیږی اوداسی په سورة نجم (۲۸) کښی ذکردی -
فائده: دادلیل دی په دی خبره چه دلیل ظنّی په باب دعقائدو کښی نه کافی کیږی داسی تفسیرقرطبی کښی لیکلی دی -
[۳۷] په دی آیت کښی صدق دقرآن پاک دی په ذکردپنځه صفاتوسره اول داچه دا افتراء نه ده، دوهم داچه تصدیق دی دمخکښی کتابونو دریم دا چه تفصیل دی داحکام ضروریو، څلورم داچه بی شکه دی، پنځم داچه د اللّه تعالٰی دطرف نه دی اوربط ئی دمخکښی آیت سره دادی چه ظنیات پریږدئ اودلیل یقینی ته راشئ چه قرآن کریم دی (تَصْدِيقَ) ددی نه مخکی لفظ د کان یا انزل پټ مراد دی -