سُبْحَانَ الَّذِي ۶۶۳ بنی إسرائيل

قَالَ أَرَأَيْتَكَ هَذَا الَّذِي كَرَّمْتَ عَلَيَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۶۲﴾ قَالَ اذْهَبْ فَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَاؤُكُمْ جَزَاءً مَوْفُورًا ﴿۶۳﴾ وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا ﴿۶۴﴾

هغه اوئیل خبر راکړه چه دا هغه سړی دی چه تاعزت ورکړی دی ده ته په ماباندی که چیری تا ماله مهلت راکړو ترورځ دقیامت پوری نو خامخا په خپل قابو کښی به راولم اولاد دده سیوا دلږو کسانونه ﴿۶۲﴾
اوئیل اللّه تعالٰی ځه پس چاچه ستا تابعداری اوکړه ددوی نه پس یقیناً‌ جهنم سزا ستاسو ده سزا پوره ﴿۶۳﴾
او اخویه هغه څوک چه ستا وس پری برشی دوی نه په مالونوکښی او اولاد کښی او وعدی کوه ددوی سره او وعده نه کوی ددوی سره شیطان مگر ددهوکی ﴿۶۴﴾

[۶۲] دی آیت کښی اشاره ده چه ابلیس حسد اوکړو دوجی د عزت د آدم علیه السلام نه چه اللّه تعالٰی ورکړی وؤ (لَأَحْتَنِكَنَّ) دا د حنک نه دی اوحنک په معنیٰ د بیخکندئ‌ راځی نو معنیٰ داشوه چه زه به دده د اولاد د ویخ اوباسم او ویخ ویستل دادی چه په شرک او کفرکښی ئی اخته کړی اودوهم معنیٰ دحنک د آس په خوله کښی واگی اچول وی چه مقصد دهغی نه منع کول وی نو معنیٰ داشوه چه منع به کړم زه اولاد دده دتوحید نه -
[۶۳] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی ابلیس او تابعدارو دهغه ته (اذْهَبْ) کښی اشاره ده دهغه مهلت ورکولو ته لکه په سورة اعراف (۱۵) اوسوره حجر (۳۷) اوسورة ص (۸۰) کښی دی (مَوْفُورًا) په معنیٰ د وافرسره یاپه معنیٰ داسم مفعول سره یعنی پوره کړی شوی دی څه کمی په کښی نه وی اوداسی سزا دکافر او مشرک وی ځکه دمؤمن په سزا کښی دعفو او مغفرت دوجی نه کمی کیدی شی اوداسی په سورة اعراف (۱۸) او سورة ص (۸۵) کښی دی -
[۶۴] په دی آیت کښی د گمراه کولو دابلیس خلقو لره څلورطریقی ذکرشوی دی، اوله طریقه، دهوکه ورکول خلقو ته په آواز دابلیس سره اود آواز نه مراد هرهغه داعی دی چه دعوت کوی هغه معصیت د اللّه تعالٰی ته اوپه دی کښی دعوت وشرک وکفر او بدعت او غِنا وغیره داخل دی دا ابن جریر غوره کړی دی او دوهمه طریقه (وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ) مراد ددی دادی چه ددوی دگمراه کولو دپاره خپل ټول کیدونه استعمال کړه اوداخل دی په دی کښی هرهغه څوک چه په سورلئ‌ باندی گرځی یا پیاده گرځی په معصیت د اللّه تعالٰی کښی داد ابن عباس رضی اللّه عنهم او مجاهد نه نقل دی - او دریمه طریقه (وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ) اومراد دشراکت نه په مالونوکښی نذر کول دمال دپاره د غیراللّه دارنگ مال خرچ کول په شرک او بدعت او رواجونو کښی او تحریم د غیراللّه اوپه حرامه طریقه کسب کول هم په دی کښی داخل دی اود شراکت فی الاولادنه نسبت کول د اولاد دی غیراللّه ته چه دا اولاد فلانکی ولی رابخلی دی اونوم کیښودل دهغی نبی بخش، عبدالحارث او عبدالعزیٰ او عبدالرسول بنده علی اوپیربخش وغیره اودارنگ اولاد ته طریقی د کفراوشرک خودل اومشابه کول دهغوی د کافرانوسره په لباس او په شکل کښی - اوڅلورمه طریقه (وَعِدْهُمْ) مراد ددی نه وعدی کول دی دثواب او دکامیابئ په شرک او بدعت کولو کښی -