سُبْحَانَ الَّذِي ۶۶۶ بنی إسرائيل

وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۷۲﴾ وَإِنْ كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لَاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا ﴿۷۳﴾ وَلَوْلَا أَنْ ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدْتَ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا ﴿۷۴﴾

او هغه څوک چه دی په دی دنیا کښی ړوند (بی دلیله) پس هغه به په آخرت کښی ړوند وی اوزیات بی لاری دی ﴿۷۲﴾
اویقیناً غواړی دامشرکان چه واړوی تالره دبیان دهغی خبری نه چه وحی کړی ده مونږتاته دی دپاره چه اوتړی په مونږباندی ددی نه بغیر او دغه وخت به اونیسی دوی تالره په دوستانه ﴿۷۳﴾
اوکه مونږنه وی کلک کړی تالره یقیناً نزدی وه چه کوږ شوی به وی دوی ته لږ غوندی ﴏ۷۴﴾

[۷۲] په دی کښی تخویف اخروی دی او د (أَعْمَى) اول نه د زړه ړوندوالی مراد دی یعنی چه بی دلیله تقلید کوی د باطل، اودوهم اعمیٰ په خپله معنیٰ سره دی یا ددی نه مراد هم بی دلیله دی لکه فعمیت علیهم الانباء‌ قصص (۶۶) اوددی وضاحت په سورة طٰهٰ (۱۲۴) کښی دی -
فائده: که شبه اوکړی شی چه نورو آیتونو کښی تصریح ده چه دوی به د ورځ دحشر سترگی لری لکه سورة ق (۲۲) کښی او مریم (۳۸) کښی چه ذکر دی جواب دادی چه په ورځ دقیامت کښی مختلف مقامات دی، بعضی مقاماتوکښی به اعمیٰ وی اوپه بعضوکښی به روغ وی اولفظ حشراوبعث کښی هم فرق دی بعث دقبر نه پورته کیدل دی اوحشرپه میدان کښی راجمع کیدل دی نو اعمیٰ ئی په حشرکښی ذکرکړی دی نه په بعث کښی (وَأَضَلُّ سَبِيلًا) یعنی ددوی گمراهی په پوره ښکاره شی یامراد دسبیل نه لار دجنت ده -
[۷۳] په دی کښی تحذیردی دمداهنت کولونه، یعنی مشرکان اونور باطل پرست په اهل حق باندی کوشش کوی چه دحق په بیانولو کښی نرم شی، مثلاً مشرکانو رسول اللّٰه ﷺ ته وئیل چه ته زمونږ اِلٰهَه شُفعاء اومنه نومونږتاسره ملگری یو - اوپه لفظ د (لِتَفْتَرِيَ) کښی اشاره ده چه چا وحی (قرآن اوسنت) پریخودله نوضروربه په اللّه تعالٰی باندی افتراء کوی (وَإِنْ كَادُوا) ان مخفف دی دمثقل نه نوپه اصل کښی انَّهُ دی ـ كَادُوا په معنیٰ داراده کولو اوکوشش کولو سره دی (الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ) مراد ددی نه توحید دی ځکه چه دشمنی ددوی توحید سره ده لکه چه په (۴۶) کښی تیرشوی دی او (غَيْرَهُ) نه مراد شرک دی (خَلِيلًا) هغه دوست وی چه د زړه حاجت ورباندی سرکیږی یاهغه دی چه دهغی دمینی دپاره زړه د نورو محبتونونه خالی وی مراد ترینه قریبی او مخلص دوست دی -
[۷۴] دادلیل دی چه پیغمبر مشرکانوسره هیڅ مداهنت نه دی کړی بلکه معصوم وو اوپه عصمت او تثبیت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وو اوپه دی کښی ډیرتاکیدات دی یو کِدتَّ دوهم تَرکَنُ دریم شیئاً (په اثبات کښی) څلورم قَلِیلاً دی -