سُبْحَانَ الَّذِي ۶۷۴ بنی إسرائيل

قُلْ لَوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَائِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لَأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الْإِنْفَاقِ وَكَانَ الْإِنْسَانُ قَتُورًا ﴿۱۰۰﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءَهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَوْنُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَى مَسْحُورًا ﴿۱۰۱﴾ قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنْزَلَ هَؤُلَاءِ إِلَّا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ بَصَائِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا فِرْعَوْنُ مَثْبُورًا ﴿۱۰۲﴾ فَأَرَادَ أَنْ يَسْتَفِزَّهُمْ مِنَ الْأَرْضِ فَأَغْرَقْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ جَمِيعًا ﴿۱۰۳﴾

ته اوایه که تاسو شئ اختیارمند دخزانو درحمت درب ځما نودغه وخت خامخا تاسوبند کړئ‌ دویری دخلاصیدلونه اودی انسان ډیرتنگ زړی ﴿۱۰۰﴾
اویقیناً ورکړی دی مونږ موسیٰ علیه السلام ته نهه معجزات ښکاره پس تپوس ئی اوکړه د بنی اسرائیلو نه کله چه راغی موسیٰ علیه السلام دوی ته پس اوئیل هغه ته فرعون یقیناً زه گمان کوم په تاباندی ای موسیٰ جادوکړی شوی ﴿۱۰۱﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام یقیناً ته پوهه ئی چه نه دی نازل کړی دآ آیات مگررب دآسمانونواود ځمکی دلیلونه دښکاره کولو دتوحید اویقیناً زه گمان کوم په تاباندی ای فرعونه تباه کړی شوی ﴿۱۰۲﴾
پس اوغوښته فرعون چه اوباسی دوی لره (په زور) دملک مصرنه پس غرق کړومونږ دی او دده ملگری ټول ﴿۱۰۳﴾

[۱۰۰] تیرشوی آیت کښی قدرت داللّه تعالٰی ذکرکړی شو نوپه دی آیت کښی عجزاو ضعف دمخلوقاتو ذکر کوی چه دوی سره دخزانو ملک او اختیارنیشته اوکه بالفرض دخزانو مالکان شی نوخرچ نه شی کولی ددی د ویری نه چه داخزانی خوبه خلاصی شی - اودا آیت رد دی په هغه چاباندی چه انبیاء‌ او اولیاء اللّه دخزانو اختیارمند گنړی - نوپه دی آیت کښی هم دلیل د توحید دی -
[۱۰۱] ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری څلورمه حصه ده په دی کښی څلورم سبب دعذاب ذکرکوی چه هغه استهزاء بالرسل ده اوددی مثال ئی ذکرکړی دی په واقعه دفرعون اود موسیٰ علیه السلام د (۱۰۱) نه تر (۱۰۴) پوری اوبیا ترغیب دی قرآن ته په (۱۰۶،۱۰۵) کښی، بیا دلیل نقلی دی داهل کتابو سابقینونونه (۱۰۹،۱۰۸،۱۰۷) کښی بیا اختتام دسورة دی په (۱۱۱،۱۱۰) کښی په توحید سره - په دی (۱۰۱) کښی مراد د آیات نه نهه معجزات د موسیٰ علیه السلام دی چه په سورة اعراف (۱۳۳،۱۳۰) کښی ذکرشوی دی او بعضی مفسرینوددی نه نهه احکام اراده کړی دی اوهغه په حدیث دصفوان بن عساکرکښی ذکرشوی دی لیکن ابن کثیروئیلی دی چه دا حدیث منکردی او د عبداللّه بن سلمة راوی په حفظ کښی نقصان دی - او ددی آیت ربط دماقبل سره دادی چه فرعون سره اگرچه ډیری خزانی وی لیکن دهغی په سبب سره دعذاب د اللّه تعالٰی نه بچ نه شو نومعلومه شوه چه دی اختیارمند دخزانو نه وؤ اوپه هغی باندی دوجی داستهزاء‌ نه په رسول پوری عذاب راغی (مَسْحُورًا) په خپله معنیٰ سره دی یاپه معنیٰ دساحردی لکه مفعول په معنیٰ دفاعل سره راځی معجزات د موسیٰ علیه السلام نورهم ډیروؤ لکه چه سورة بقره کښی ذکر دی لیکن دفرعون په ژوند کښی غټ معجزات صرف نهه وؤ -
[۱۰۲] دا خطاب دی د موسیٰ علیه السلام فرعون ته اودلیل دی په دی خبره چه فرعون په زړه کښی حق پیژندو لیکن په ژبه ئی عناداً‌ انکارکوؤ لکه سورة نمل (۱۴) کښی دی (مَثْبُورًا) هلاک شوی او ناقص العقل اولعنتی -
[۱۰۳] په دی آیت کښی بل ظلم دفرعون ذکرشوی دی چه هغه هم سبب دعذاب شو (فَأَرَادَ) په معنیٰ دکوشش کولو دی اوبیا عذاب ذکرشوی دی - اوپه دی آیت کښی تصریح ده چه فرعون دغرق نه بچ شوی نه دی -