سُبْحَانَ الَّذِي ۶۸۰ الکهف
إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا ﴿۱۰﴾ فَضَرَبْنَا عَلَى آذَانِهِمْ فِي الْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا ﴿۱۱﴾
کله چه پناهی واخسته ځوانانوغارته پس دوی اوئیل ای ربه زمونږ راکړی مونږته خپل طرف نه کلک والی اوآسانه کړی مونږ ته زمونږ ددی کارنه کامیابی ﴿۱۰﴾
پس تپول اوکړه مونږپه غوږونو دهغوی په غارکښی یوڅو کلونه دشمار ﴿۱۱﴾
[۱۰] په دی آیت کښی عجزداصحاب کهفو ذکردی په هجرت کولوسره غارته اوبیادعا دهغوی ذکر ده په طلب درحمت اودرشد سره اودا په دین دنصرانیت کښی (په یوقول سره) جائزده چه رهبانیت اختیار کړی اوغارکښی ژوند تیروی -
فائده: دا دلیل دی په دی خبره چه هجرت کول دپاره دحفاظت ددین په وخت دخوف دفتنوکښی دا سنت داولیاؤ او دانبیاؤ دی اودا غارته تلل ددوی دلیل دهغه پیرانودپاره نشی کیدی چه بغیرڅه دویری دفتنی اودفساد نه په غارونوکښی چیلی اوباسی اودعوت ددین او جماعت د صلٰوت سره دقدرت او دطاقت نه پریږدی -
[۱۱] په دی آیت کښی احتیاج د اصحاب کهف اللّه تعالٰی ته په خوب راوستلوکښی ذکرکړی دی - یعنی هرکله چه دوی ددین په دعوت ستړی شوی وو نو اللّه تعالٰی دوی له آرام ورکړو په خوب سره او آذان ئی ذکرکړو ځکه چه کمال دخوب هله راځی چه غوږونه د خبرو اوریدلونه بند شی اودارنگ په دی کښی اشاره ده چه دا اوده کول شفقت د اللّه تعالٰی ووپه دوی باندی لکه څنگه چه مور دشفقت دوجی نه دبچی غوږونه ټپوی په وخت داوده کولو کښی -