قَالَ أَلَمْ ۷۱۰ الکهف
الَّذِينَ كَانَتْ أَعْيُنُهُمْ فِي غِطَاءٍ عَنْ ذِكْرِي وَكَانُوا لَا يَسْتَطِيعُونَ سَمْعًا ﴿۱۰۱﴾ أَفَحَسِبَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ يَتَّخِذُوا عِبَادِي مِنْ دُونِي أَوْلِيَاءَ إِنَّا أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ نُزُلًا ﴿۱۰۲﴾ قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا ﴿۱۰۳﴾ الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا ﴿۱۰۴﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا ﴿۱۰۵﴾
دا هغه کسان دی چه وی ددوی سترگی په پرده کښی د ذکرځمانه او ؤو دوی چه وس ئی نه لرلو د اوریدلو دحق ﴿۱۰۱﴾
آیا گمان کوی کافران چه اونیسی بندگان ځما ځما نه سیوا مددگاران یقیناً تیارکړی دی مونږ مونږجهنم کافرانولره میلمستیا تیاره ﴿۱۰۲﴾
اوایه آیا خبردرکړم تاسوته په باره دتاوانی عمل والو ﴿۱۰۳﴾
داهغه کسان دی چه برباد دی عمل ددوی په ژوند دنیا کښی اودوی گمان کوی چه یقیناً دوی ښائسته عمل کوی ﴿۱۰۴﴾
داهغه خلق دی چه کفرئی کړی دی په آیاتونو درب خپل اوپه پیش کیدلو دهغه ته نوبرباد دی عملونه ددوی نواوبه درؤو دوی دپاره دقیامت په ورځ هيڅ تول ﴿۱۰۵﴾
[۱۰۱] په دی آیت کښی سبب دعذاب ذکردی چه هغه دادی چه دضد او دتعصب دوجی ددوی سترگی دحق ددلیلونو ړندی وی او غوږونه ددوی دحق داوریدلونه کانړه وو (لَا يَسْتَطِيعُونَ) ئی ځکه اوفرمائیلو چه په دوی باندی حق خبره داسی بوج وو چه دهغی پورته کولو طاقت ئی نه لرلو -
[۱۰۲] ددی ځای نه ترآخر دسورة پوری خاتمه ده - په دی کښی زجر او تخفیف شدید دی مشرکین بالعباد لره چه په سبب دتیرشوی شبهاتو دوی د اللّه تعالٰی سره شریکان جوړوی هغه عباد فقیران (اصحاب کهف) دی اوپیغمبران (موسیٰ او خضر علیهما السلام) دی او بادشاهان دی (لکه ذوالقرنین) د (۱۰۲) نه تر (۱۰۶) پوری اوبشارت دی توحید والوته په (۱۰۷) او (۱۰۸) کښی بیا رد دی په شرک فی العلم باندی (۱۰۹) کښی بیا اختتام دسورة دی په ذکرد ارسال الرسول اودتوحید سره (۱۱۰) کښی هرکله چه شبهات دمشرکینو تفصیلاً دفع کړی شول چه بندگان او جنات قدرت او تصرف الوهیت نه لری نواوس په دی آیتونو کښی تفریع ده په رد شرک فی التصرف اولاً اوبیارد شرک فی العلم سره - اوپه دی (۱۰۲) کښی لفظ دعبادی صریح دی چه ډیرمشرکانود اللّه تعالٰی سره بندگان شریک جوړکړی دی اوپه دی آیت کښی په داسی خلقودکفر حکم دوه کرته کړی شوی دی -
[۱۰۴،۱۰۳] په دی آیت کښی رد دی په هغه خلقو چه اعمال دشرک اوبدعاتوکوی اودعویٰ دا کوی چه دا نیک اعمال دی اوپه هغی کښی ډیر محنت کوی لیکن دغه اعمال ددوی د اللّه تعالٰی په بیزبرباد دی نودوی ته تاوان والا وئیلی شوی دی اوپه دی آیتونوکښی ټول اهل شرک اوټول مبتدعین داخل دی چه عملونه دشرک اودبدعت سبب دثواب اواجرگنړی -
[۱۰۵] په دی کښی دریم کرت سره حکم دی په کفرددغه کسانو، اواشاره ده چه داکفر سبب دحبط دعملونوددوی دی (فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا) په دی کښی دوه توجیه دی اول داچه ددوی به څه قدر اوعزت نه وی اواجروثواب ئی نیشته اوحدیث صحیح کښی دا مضمون ذکرشوی دی چه دقیامت په ورځ به غټ سورب سړی راوستلی شی اود اللّه تعالٰی په نیز به دماشی دوزر سره هم برابر نه وی دوهم قول دادی چه ددی کافرانو حسنات به نه وزن کیږی ددی وجی نه چه حسنات ئی برباد دی اوپه دی کښی اشاره شوه چه دبعضی کسانودپاره میزان به نه وی اوبغیردوزن داعمالونه به جهنم ته داخلیږی لکه د مؤمنانو بعضی کسان به بغیر دحساب نه جنت ته داخلیږی -