وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَى كَثِيرٍ مِنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۵﴾ وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ ﴿۱۶﴾
اویقیناً ورکړی وؤ مونږ داؤد علیه السلام او سلیمان علیه السلام ته خاص علم او دوی وئیل ټوله ستائینه (دخدائی) اللّه تعالٰی لره دی چه غوره والی ئی راکړی دی مونږته په ډیرو دبندگانو دهغه نه چه مؤمنان دی ﴿۱۵﴾
او نائب شو سلیمان علیه السلام د داؤد علیه السلام نه اواوئیل هغه ای خلقو خودلی شوی دی مونږته خبری دمارغانو اوراکړی شوی دی مونږته دهرڅه نه یقیناً دا خامخا فضل (د اللّه تعالٰی) ښکاره دی ﴿۱۶﴾
[۱۵] ددی آیت نه دوهمه قصه ده دسلیمان علیه السلام تر آیت (۴۴) پوری په دی کښی ډیرحکمتونه دینی اوسیاسی موجود دی اوداټول حکمتونه په قدرت اوپه علم د اللّه تعالٰی سره دی په دی کښی هم لوئ حمکت اظهار ددی خبری دی چه سلیمان علیه السلام عالم الغیب نه وؤ اوشهادت د دوؤ گواهانو ئی په هغی باندی پیش کړی دی یو نملة (میږی) دوهم هُدهُد (عِلْمًا) نکره ده بعضی خاص علمونه ترینه مراد دی چه هغه نبوت دی اود مارغانوپه خبری باندی پوهیدل اوتسبیح دغرونو اوریدل اوتسخیردشیاطینودی داپه علماً کښی داخل دی - په دی آیت کښی حکمتونه دادی (۱) په علم دانبیاؤ علیهم السلام کښی صفت فاضله دی (۲) عالم باندی لازم دی چه دنعمت دعلم شکرادا کوی (۳) اوعقیده دی ساتی اگرچه دی افضل دی د ډیروخلقونه لیکن دده نه هم بعضی خلق افضل شته نوتکبربه نه کوی (۴) اوافضل علم هغه دی چه د اللّه تعالٰی دطرف نه نازل شوی وی (۵) او انبیاء علیهم السلام په علم کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -
[۱۶] مراد وراثت نه قائم کیدل په ځای دپلار په نبوت او بادشاهئ کښی اوداد طرف د اللّه تعالٰی نه دی ځکه نوراولاد ته ئی نه دی ورکړی شوی - حکمتونه ددی آیت (۱) علم میراث دپیغمبرانو دی (۲) په انبیاؤ علیهم السلام اظهار دمعجزاتو واجب دی ځکه اعلان ئی اوکړو يَا أَيُّهَا النَّاسُ (۳) معجزات دوه قسمه دی روحانی چه علم د منطق الطیردی اوظاهری چه عجیبه بادشاهی ده (۴) مارغان هم خبری کوی اوپوهیدل په هغی باندی معجزه ده نوبغیر دعلم دوحی نه څوک دا دعویٰ نه شی کولی چه فلانی مرغئ فلانی خبری کوی - نوکومو مفسریتو چه تفصیل دخبرود مارغانو لیکلی دی هغه صحیح نه دی ځکه چه حدیث مرفوع صحیح سره ثابت نه دی (۵) نطق په انسان پوری خاص نه دی لکه چه منطقیانو دعویٰ کړی ده اودنطق نه قوت د ادراک اخستلی ديره بعیده خبره ده (۶) معجزات په اختیار دانبیاؤ کښی نه دی ځکه چه علمنا او اوتینا مجهول صیغی ئی اوئیلی اوفاعل ئی معلوم دی چه اللّه تعالٰی دی (۷) بادشاهی ددنیا په طریقه دخرق عادت چه ددین دپاره استعمالیږی داهم فضل د اللّه تعالٰی دی (كُلِّ شَيْءٍ) ددی نه مراد هغه څیزونه دی چه دباشاهئ دقوت سره مناسب وی اودی ته استغراق عرفی وئیلی شی هرڅیزمراد نه دی ځکه چه ډیرڅیزونه (لکه مملکت سبا) خوهغه نه وؤ ورکړی شوی - علمنا او اوتینا جمع صیغی ئی ځکه ذکرکړی چه سلیمان علیه السلام سره دتابعدارانو نه مراد دی -