أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۷ القصص
وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ ﴿۸۰﴾ فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِنْ فِئَةٍ يَنْصُرُونَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِينَ ﴿۸۱﴾ وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلَا أَنْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۲﴾
او اوئیل هغه کسانو چه ورکړی شوی دی هغوی ته علم تعجب دی په تاسوباندی ثواب د اللّه تعالٰی غوره دی هغه چالره چه ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی برابر دسنت سره اونه ورکیږی داخصلت مگرصبرناکوته ﴿۸۰﴾
نو خخ کړو مونږ ده لره او کورونه (خزانی) دده ځمکه کښی پس نه وه ده لره هیڅ ډله چه مدد ئی دده کړی وی سیوا د اللّه تعالٰی نه اونه وؤ د بدله اخستونکو نه ﴿۸۱﴾
اوصبا کړو هغه کسانو چه ارمان ئی کړی وؤ دحالت دده پرون وئیل ئی عجیبه ده یقیناً اللّه تعالٰی فراخوی روزی هغه چالره چه اوغواړی د بندگانو خپلونه اوتنگوی، که چیری احسان نه وی کړی اللّه تعالٰی په مونږباندی خامخا خخ کړی به ئی وی مونږ لره عجیبه ده یقیناً نشی بچ کیدی کافران ﴿۸۲﴾
[۸۰] دا وعظ دی دغه جاهلانوته د دنیا د ذلت، په مقابله دآخرت کښی (الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ) معلومه شوه چه عالمان د اللّه تعالٰی په نیز هغه کسان دی چه مالونه اوجاه ددنیا باندی هیڅ اعتبار نه کوی - (وَيْلَكُمْ) ئی دلته دپاره دتعجب او زورنی ذکرکړی دی اوپه دی لفظ راوړلو کښی اشاره ده چه په روستو مضمون باندی یقین اونه کړی نوهلاک به شی (ثَوَابُ اللَّهِ) مراد ددی نه نعمتونه دآخرت او د دنیا دی چه په برکت دایمان اوعمل صالح سره حاصلیږی (وَلَا يُلَقَّاهَا) ها ضمیردغه نصیحت او خصلت ته راجع دی کوم چه دتیری شوی جملی نه معلوم شو یعنی زهد په دنیا کښی اورغبت په آخرت کښی -
[۸۱] تیرشوی بغاوت او تکبرښکاره کول سبب شو دعذاب دده - دی متکبرځان اوچت گنړلو نو اللّه تعالٰی ورله په ځمکه کښی ښکته والی ورکړو حدیث صحیح کښی راغلی دی چه هغه انسان چه په ځمکه کښی ئی لوئی کوله (اوخپله جامه د گیټو نه کوزه کړی وه) نوپه ځمکه کښی به خخ کړی شی اوترقیامته پوری به په کښی ښکته ورځی (وَبِدَارِهِ) کور نه مراد ټولی خزانی دهغه دی (فَمَا كَانَ لَهُ مِنْ فِئَةٍ) فِئَةٍ: هغه جماعت او ډلی ته وئیلی شی چه انسان ورته ځی راځی دحاجتونو او ضرورتونو دپاره یعنی قارون چه اللّه تعالٰی سره څوک شریکان گنړل یاخپل نوکران فوجیان نوهغه هیڅ څوک ئی په کار نه شول (وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِينَ) یعنی خپل طاقت او زورئی دومره نه وؤ چه بدله ئی اخستلی وی اودا په مقابله دزینت دده کښی او ددی قول کښی چه عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي -
فائده: په دی واقعه کښی تنبیه ده قریشو ته او آل رسول ته چه دوی اگرچه دپیغمبرقوم دی او خپلوان دی لیکن درسول ددین نه بغاوت کوی نو دقارون (چه قریب وؤ د موسیٰ علیه السلام کښی) په شان به هلاک شی - اولیاء بزرگان چه دی مدد گاران گنړی هغوی دوی سره مدد نشی کولی -
[۸۲] دا هم خوش قسمتی ده چه دیو بدکارسړی دحال نه څوک عبرت واخلی او د اللّه تعالٰی احسان اومنی چه ددغه بدحال نه ئی مونږ بچ ساتلی یو (وَيْكَأَنَّ اللَّهَ) یعنی دوی پوهه شول چه د رزق فراخی او تنگسیا د اللّه تعالٰی په مشیت او په اراده سره ده دا سبب دکرامت نه دی - (وَی) لفظ دتعجب دی او ک په معنیٰ دلام دی یعنی تعجب کوؤم ددی وجی نه او دابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه وَيْكَأَنَّ په معنیٰ د (اَلَمْ تَرَ) دی (مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا) مَنَّ نه مراد توفیق د ایمان او اتباع د موسیٰ علیه السلام ده لکه چه سورة حجرات (۵۸) کښی دی (وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ) دا قول ددغه کسانو دی یا قول د اللّه تعالٰی دی -