نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِيظٍ ﴿۲۴﴾ وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۵﴾ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۲۶﴾ وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِنْ بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۷﴾
مزی ورکوو مونږ دوی ته لږه موده بیا به مجبوراً اولیگو دوی لره عذاب سخت ته ﴿۲۴﴾
اوکه چیری ته تپوس اوکړی ته ددوی نه چه چا پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه ضرور دوی وائی چه اللّه تعالٰی ته اوایه ستائینه دخدائی توب د اللّه تعالٰی ده بلکه اکثر ددوی نه، نه پوهیږی ﴿۲۵﴾
خاص د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی هغه څه چه په آسمانونو کښی او خمکه کښی دی یقیناً اللّه تعالٰی خاص هغه بی حاجته ستائیلی شوی دی ﴿۲۶﴾
اوکه چیری شی هغه څه چه په ځمکه کښی دی اونی قلمونه اودا سمندر زیات کړی ده لره روستو دختم کیدلو نه اووه سمندری نو خلاصی به نه شی کلمی د اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی زورآورحکمت والادی ﴿۲۷﴾
[۲۵] دا بل دلیل عقلی اعترافی دی اوسبب دعذاب غلیظ دی چه سره داقرار نه په خالقیت د اللّه تعالٰی سره بیاهم دوی شرک کوی (أَكْثَرُهُمْ) ددی نه هغه خلق مراد دی چه سره ددی اقرار نه شرک اوکفرکوی اوهغه خلق ډیردی -
[۲۶] دا بل دلیل عقلی دی - مخکښی آیت ذکر دخالقیت د اللّه تعالٰی دی نوپه دی آیت کښی ذکرد تصرف او تدبیر دهغه دی -
[۲۷] دا بل دلیل عقلی دی - هرکله چه مخکښی اوفرمائیل چه مافی السمٰوٰ ت والارض د اللّه تعالٰی دی نو وهم پیدا شو چه دا خومحدود څیزونه دی نوآیا د اللّه تعالٰی کلمات به هم محدود وی نوپه دی آیت کښی ددی وهم جواب کوی حاصل داچه کلمات د اللّه تعالٰی بی انتها دی سورة کهف (۱۰۹) کښی تیرشوی دی لیکن په دی آیت کښی ډیرتاکید دی وجه داده چه دلته د لقمان حکمت ذکرشو نواشاره شوه چه حکمتونه دحکیمانو د اللّه تعالٰی دکلماتو احاطه نشی کولی (سَبْعَةُ) ددی نه مراد ډیروالی دی او مراد دکلماتو نه عام دی وحی د اللّه تعالٰی ملائکوته اوانبیاؤ ته او علمونه دهغه او صفتونه دهغه (ځکه چه نبی ﷺ فرمائیلی دی لا اُحصی ثناء علیک انت کما اثنیت علی نفسک) او عجائبات او حکمتونه دهغه، دټولو ته شامل دی -