وَمَا لِيَ ۱۱۱۶ الزمر

أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ ﴿۳﴾ لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ سُبْحَانَهُ هُوَ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۴﴾ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ ﴿۵﴾

خبرشئ خاص اللّه تعالٰی لره دین (بندگی) خالص دی اوهغه کسان چه نیولی دی سیواد اللّه تعالٰی نه مددگاران (وائي) بندگی نه کوؤ مونږ ددوی مگردی دپاره چه نزدی کړی مونږه اللّه تعالٰی ته په نزدی کولو سره یقیناً اللّه تعالٰی به فیصله اوکړی په مینځ ددوی کښی په هغه څیزکښی چه دوی په هغی کښی اختلاف کوی یقیناً اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی هغه چاته چه ډیردروغژن دی دير کفر کوؤنکی دی ﴿۳﴾
که غوختلی اللّه تعالٰی چه جوړ کړی ځان لره ولد خامخا غوره کړی به ئی وؤ دهغه چانه چه پیدا کوی هغه چه خوښ ئی شی پاک دی هغه دولد نه هغه اللّه تعالٰی دی یو زورآوردی ﴿۴﴾
پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه دحق دښکاره کولو دپاره رانغاړی شپه په ورځ باندی او رانغاړی ورځ په شپه کښی اوپه خدمت کښی ئی لگولی دی نمر اوسپوږمئ دا ټول چلیږی دپاره دنیټی مقرری خبرشئ خاص اللّه تعالٰی رورآور بخنه کوؤنکی دی ﴿۵﴾

[۳] هرکله چه د اخلاص د عبادت د اللّه تعالٰی نه ډیرخلق غافل وو په شرک اوپه ریا وغیره کښی مبتلا وو نو د هغوی تنبیه دپاره ئی په حرف د تنبیه سره اوفرمائیل (أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ) او دا علت د امرداخلاص فی العبادت دی الْخَالِصُ، هغه عبادت دی چه خالی وی د هرقسم شرک اوریاء او سمعة او د اجرت دنیویه وغیره نه اود مجاهد نه نقل دی چه دلته الدین شامل دی ټولو اوامرو او نواهیوته چه په ټولو کښی خلوص شرط دی دپاره دصحت اودقبولیت - اوبیا رد دی په مشرکین فی العبادت باندی چه څوک د اللّه تعالٰی نه سیوا د مخلوق عبادت کوی اوبهانه کوی چه دا زمونږ دپاره اللّه تعالٰی ته د نزدیکت وسیلی دی (مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ) دا لفظ شامل دی تمام ماسوی اللّه تعالٰی ته که ملائک وی یاانبیاء یا اولیاء اوهغه بتان چه ددی په شکلونو باندی جوړ کړی شوی وی اودارنگ دهغوی قبرونو ته هم شامل دی - دلته مراد د اولیاء‌ نه مبعودان دی (مَا نَعْبُدُهُمْ) دا جمله مستانفه ده جواب دسوال دی یعنی که دوی ته اوئیلی شی چه دغیراللّه عبادتونه ولی کوئ آیا دوی خدایان گنړئ نودوی جواب کوی چه خدایان ئی نه گنړو لیکن وسیلی ئی گرځوو اللّه تعالٰی ته نو ددوی درضا ساتلودپاره ددوی عبادت کوو -
[۴] دا هم زجر او رد دی په مشرکین فی العبادت باندی چه دوی عبادت دغیراللّه کوی نوبهانه کوی چه داد اللّه نازولی دی اللّه تعالٰی دوی خپل نائبان گرځولی دی اودوی ته ئی د الوهیت دکارونو اختیار ورکړی دی او دا معنیٰ د اتخاذالولد ده نوپه دی آیت کښی ددی عقیدی رد کوی او اوس هم داعقیده په ډیرو جاهلانو کښی موجود ده (لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ) یعنی که چیری اللّه تعالٰی ولد نیولی نو ستاسو خوښی ته به ئی نه سپارلو بلکه په خپله خوښه به ئی نیولی وؤ اوتاسو ته به ئی خبردرکړی وی لیکن اللّه تعالٰی په خپل کتاب کښی داخبر نه دی ورکړی چه فلانکی ولد د اللّه تعالٰی دی -
[۵] د توحید فی العبادت د اثبات دپاره دا ول دلیل عقلی دی او دا افاقی دلیل دی دلالت کوی چه اللّه تعالٰی خالق دی او رب او متصرف دی په اجزاؤ دزمانه کښی چه شپه او ورځ دی اوپه اسبابو دتغیردزمانه کښی چه نمراو سپومئ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>