قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۴۷ اَلْمُجَادَلَة
أَأَشْفَقْتُمْ أَنْ تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَاتٍ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا وَتَابَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۳﴾ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۴﴾ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۵﴾
آیا اویریدلئ تاسو چه اولیږئ مخکښی د جرگی ستاسونه خیراتونه نو کله چه اونه کړئ (دعجز دوجی نه) او آسانتیا راوستله اللّه تعالٰی په تاسو باندی نوپابندی د مونځ کوئ او ورکوئ زکوٰة او اطاعت کوئ د اللّه تعالٰی او درسول دهغه او اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونو باندی چه تاسو ئی کوئ ﴿۱۳﴾
آیا نه گوری هغه کسانو ته چه دوستانه کوی دداسی قوم سره چه غضب کړی دی اللّه تعالٰی په هغوی باندی نه دی هغوی ستاسونه او نه ددوی نه او قسمونه کوی په دروغوباندی او دوی پوهیږی ﴿۱۴﴾
تیار کړی دی اللّه تعالٰی دوی لره عذاب سخت یقیناً دوی ناکاره دی هغه عملونه چه دوی کوی ﴿۱۵﴾
[۱۳] (أَأَشْفَقْتُمْ) خطاب عام دی مؤمنانو او منافقانو ته - منافقان اوړیدل د صدقی ورکولو نه په سبب د بخل سره - او مؤمنان اویریدل د دوام ددی حکم نه یعنی دوی اوئیل که چیری دا حکم همیشه پاتی شی او مونږ فقراء یو هروخت دصدقی طاقت نه لرو نو د نبی ﷺ سره به د نجویٰ کولونه محرومه پاتی شو (فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا) منافقانو په دی باندی عمل اونه کړو دوجی د نفاق نه - لیکن مؤمنانو عمل اونه کړو ددی وجی نه چه فرصت دصدقی ورکولو ورته ملاؤ نه شو ځکه چه حکم کښی تبدیلی ډیر زر راغله (وَتَابَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ) دلته توبه په معنیٰ د تخفیف سره ده لکه سورة مزمل (۲۰) کښی هم توبه په معنیٰ د تخفیف ده ځکه دلته د گناه صدور نه دی ثابت شوی (فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ) یعنی که چیری په مستحباتو باندی عمل نشئ کولی نو پرواه نیشته خو فرائضو باندی همیشه عمل جاری ساتئ اوپه هغی کښی نسخ یا تخفیف نه راځی -
[۱۴] ددی آیت نه ترآخره پوری دوهم باب دی په دی کښی زجرونه دی مناقینو مفسدینوته او دهغوی پنځلس قبائح ذکرکوی او تخویف ورکوی په (۱۵) او (۱۷) کښی اوپه آخر کښی صفت د مؤمنانو دی په ذکر دبرائت د هغوی د محادینو مفسدینو اوبشارت دی مؤمنانو ته (وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ) په دعویٰ د ایمان او اسلام کښی اوشهادت درسالت ددی رسول کښی دروغژن وی او حال داچه قسمونه هم کوی په صیغه د مضارع کښی تجدد ته اشاره ده او لفظ دعلٰی کښی جرائت او زړه ورتیا ته اشاره ده یعنی مجتَرِئِینَ عَلَی الکَذِبِ (زړه ورتیا کوؤنکی دی په دروغو اوپه قسم کولو کښی) -
[۱۵] ددی آیت په اوله جمله کښی تخویف دی او دوهمه جمله کښی بل قباحت ددوی ذکرکوی چه هغه علت د عذاب دی -