قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۸۹ اَلطَّلَاق
ذَلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنْزَلَهُ إِلَيْكُمْ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا ﴿۵﴾ أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنْتُمْ مِنْ وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِنْ كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنْفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُمْ بِمَعْرُوفٍ وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى ﴿۶﴾
دا حکم د اللّه تعالٰی دی نازل کړی دی تاسوته اوچاچه ویره اوکړه د اللّه تعالٰی نه لری کوی به ددهٔ نه بدئ دده او لویه وی به دوی لره ثواب ﴿۵﴾
اوسوئ دوی لره په هغه ځای کښی چه تاسو په کښی اوسیږئ دطاقت ستاسونه او مه ضرر ورکوئ دوی ته دپاره ددی چه تنگسیا راولی په دوی باندی اوکه چیری وی دا زنانه حمل والا نوخرچ کوئ په دوی باندی تردی پوری چه اوزیگوی حمل خپل نه که چیری پئ ورکوی دوی ستاسو (بچو) لره نو ورکوئ دوی ته مزدوری ددوی اوجرگه کوئ په مینځ خپل (په باره دبچی کښی) کښی په ښه طریقی سره اوکه چیری تاسو سختی کوئ دیوبل سره (په مزدوری دپئ ورکولوکښی) نوپئ به ورکړی ده ته بله زنانه ﴿۶﴾
[۵] دا تاکید دی دپاره د امتثال د تیرشوی احکامو او دتقویٰ دوه فائدی نوری ذکرکوی -
فائده: هرکله چه د تقویٰ دری درجی دی لکه چه په سورة مائده (۹۳) تیری شوی دی ددی وجی نه په دی سورت کښی هم دری کرته تقویٰ ذکرشوه - اوله درجه کښی پوره عقیده د توحید ساتل اود هرقسم شرک نه ځان بچ کول - دوهمه درجه تقویٰ د احکامو د اللّه تعالٰی پوره پاندی کول دی په امتثال د اوامروسره او اجتناب د نواهی سره نوورسره ئی یسرذکرکړو چه په دی سره مشکلات اسانیږی - دریمه درجه استقامت او دشبهاتو نه ځان ساتل دی نو دهغی دوه فائدی ذکرکړی دسیئاتو معافی او داجرثواب ډیروالی (واللّه اعلم) -
[۶] په دی آیت کښی شپږی جملی او شپږاحکام ذکرکړی دی اول حکم (أَسْكِنُوهُنَّ) وجوب د سکنیٰ د مطلّقی که په طلاق رجعی سره وی اوکه بائن سره وی په (۱) کښی سکنیٰ د مطلقی رجعی دپاره خاص وؤ او دلته عام دی (وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ) دا هم خطاب دی موراوپلار دبچی ته چه داجرت درضاعت په باره کښی اختلاف راشی اویوبل سره تنگسیا کوی یعنی مسامحه او اتفاق نه کوی نوپلار دبچی لره لازم دی چه بله مرضعه په اجرت سره اونیسی -