قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۹۴ اَلتَّحْرِیْم

إِنْ تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ ﴿۴﴾ عَسَى رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا ﴿۵﴾

که چیری توبه اوباسئ اللّه تعالٰی ته نویقیناً جوړدی ستاسو زړونه (دپاره دتوبی) اوکه چیری تاسوډلی جوړوئ په مخالفت دهغه کښی نویقیناً اللّه تعالٰی مولا دهغه دی او جبرئیل علیه السلام اونیکان مؤمنان اونورټول ملائک روستو ددی نه دهغه ‌ډله کوؤنکی دی ﴿۴﴾
امید دی چه رب د نبی ﷺ که چیری (دانبی) طلاق ورکړی دی بیبیانو ته نو بدله کښی به ورکړی نوری بیبیانی چه غوره به وی ستاسو نه مسلمانانی ښکاره ایمان لرونکی په زړونو تابعداری کوؤنکی د حکم توبی کوؤنکی بندگی کوؤنکی (په توحیدسره) روژی نیوؤنکی کونډی او جینکئ ﴿۵﴾

[۴] په دی ایت کښی ترغیب دی توبه کولو ته (فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا) صغت د صوغ نه دی مائل کیدلو اوجوړیدلو ته وئیلی کیږی که په ښه طریقه سره وی یابدی طریقی سره وی او زیغ همیشه استعمالیږی په بده طریقه کښی نومراد دادی چه ستاسو زړونه توبی ته مائل دی او دتوبی دپاره جوړ شوی دی (قُلُوبُكُمَا) قانون دعربیت دادی چه تثنیه بلی تثنیی ته مضاف کولو کښی ثقل گنړی نوداول آیت تثنیه نه جمع جوړه کړی نودا افصح کلام دی او افراد هم جائز دی سرهٔ دفصاحت نه او تثنیه راوړل صرف جوازلری - او خطاب په ضمیر د کما کښی عائشه او حفصه رضی اللّه عنهما ته دی لکه چه حدیث د ابن عباس رضی اللّه عنهما امام بخاری نقل کړی دی (وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ) تظاهر دیوبل ملا ټینگول او مدد کول دی (وَجِبْرِيلُ) غوره داده چه دا مبتداء ده اومابعد په دی باندی عطف دی او ظهیر ئی خبردی اوهغه جنس په معنیٰ دجمع سره دی او مفرد ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه ددوی په مینځ کښی پوره اتحاد او اتفاق دی گویا که یودی (وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ) صالح اسم جنس دی ټول مؤمنان سابقین او روستنی ټول په کښی داخل دی چه هغوی اکرام د رسول اللّٰه ﷺ کوی اوپه هغه باندی درود وائي او دهغه دسنت تابعداری کوی -
[۵] په دی کښی تنبیه او تحذیر دی بیبیانو د نبی ﷺ ته په تطلیق او تبدیل سره کله چه دوی توبه اونه کړی او تظاهرکوی - لیکن دوی توبه کړی ده او تظاهرئی پریخودلو نو نبی ﷺ دوی لره طلاق نه دی ورکړی او روایت د طلاق د حفصه رضی اللّه عنها ثابت نه دی (عَسَى رَبُّهُ) عسٰی دطرف د اللّه تعالٰی نه دوجوب دپاره وی لیکن په هغه وخت چه څه تعلیق نه وی اودلته ئی خو په شرط پوری معلق کړی دی شرط دادی چه (إِنْ طَلَّقَكُنَّ) لیکن نبی ﷺ طلاق نه دی ورکړی (أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا) په زنانه باندی تطلیق لوی مصیبت وی او روستو دطلاق نه بله ښځه په نکاح کول خوډیرزیات مصیبت او غم وی ددی وجی دا دواړه کارونه (تطلیق اوابدال) يی ذکرکړل (خَيْرًا مِنْكُنَّ) (سوال) دا دلالت کوی چه د نبی ﷺ د ازواجونه نوری زنانه غوره شته؟ جواب: دا دلالت نیشته ځکه چه ابدال دغوره ښځی په طریقه د فرض (تقدیر) سره دی نه په طریقه د وقوع سره یعنی که بالفرض ازواج د نبی ﷺ تظاهرکوی او عصیان کوی نوضرورراتلونکی صفتونو والا زنانه به ددوی نه غوره وی لیکن توبی ئی اوویستلی او تظاهرد نبی ﷺ ئی پریخودلو او راتلونکی صفتونه په کښی ټول موجود وؤ نو معلومه شوه چه دهغوی نه نوری زنانه غوره نیشته - اوبل دلیل دادی چه که د ازواج مطهرات د نبی ﷺ نه نوری زنانه غوره وی نوبیا لازمیږی چه اللّه تعالٰی نبی خپل لره ترمرگه پوری د ناقصو (چه غوره نه وی) زنانو سره اوساتلو او اولٰی او اعلٰی صفت نه ئی محروم کړو او دا خوباطله خبره ده نو یقیناً‌ معلومه شوه چه ازواج د نبی ﷺ دټولو زنانونه نه غوره دی (مُسْلِمَاتٍ) شپږصفتونه د کمال دعبدیت دی په انسان کښی که نارینه وی اوکه زنانه وی - مُسْلِمَاتٍ، اسلام چه دایمان نه وړاندی ذکرشی په دی کښی اخلاص دپوره انقیاد سره مراد وی او اخلاص دتصدیق دپاره شرط دی ددی وجی نه وصف د اسلام ئی په ایمان باندی مقدم ذکرکړو (سَائِحَاتٍ) سیاحت په اصل کښی گرځیدل په ځمکه کښی دی او مفسرینو ددی دری معانی ذکرکړی دی روژی نیوؤنکی، هجرت کوؤنکی گرځیدونکی دطاعت دپاره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>