عَمَّ ۱۴۸۷ اَلنَّازِعَات

فَأَخَذَهُ اللَّهُ نَكَالَ الْآخِرَةِ وَالْأُولَى ﴿۲۵﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِمَنْ يَخْشَى ﴿۲۶﴾ أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ بَنَاهَا ﴿۲۷﴾ رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا ﴿۲۸﴾ وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا ﴿۲۹﴾

نو اونیوؤ ده لره اللّه تعالٰی په سزا د اخرت او د دنیا سره ﴿۲۵﴾
یقیناً‌ په دی کښی عبرت دی هغه چالره چه ویریږی ﴿۲۶﴾
آیا تاسو ډیر کلک پيدائش والا ئی یا اسمان چه جوړ کړی دی اللّه تعالٰی ﴿۲۷﴾
پورته ئی جوړ کړی دی چت دهغه نو برابر کړی دی ﴿۲۸﴾
او تیاره کړی ده شپه دهغه او ښکاره کړی دی د ساخت وخت ﴿۲۹﴾

[۲۵] (الْآخِرَةِ وَالْأُولَى) روستنئ کلمی نه مراد انا ربکم الاعلٰی دی او مخکنی کلمه ماعلمت لکم من اِلٰه غیری ده - یا مراد د آخرت نه قیامت دی او الاولٰی نه مراد دنیا ده او ابن کثیر صرف دا معنیٰ صحیح گرځولی ده په دلیل دسورة هود (۹۹) او سورة قصص (۴۱) سره لیکن لفظ‌ دنکال دلالت کوی چه اوله معنیٰ غوره ده او دا رنگ عبرت (چه راتلونکی وی) دلالت په اول معنیٰ باندی کوی -
[۲۶] په دی کښی فائده ددی واقعی د روستو خلقو دپاره ذکرکوی نو عبرت دی منکرینو لره په عذاب دفرعون سره او عبرت دی نبی ﷺ او مؤمنانولره په امداد د اللّه تعالٰی سره اوپه صبرکولو سره -
[۲۹،۲۸،۲۷] په دی آیاتونو کښی لس دلیلونه د بعث بعدالموت ذکرکوی یعنی واقعه دفرعون دلیل وؤ د قدرت د اللّه تعالٰی نو دا عالم بره خکته هم دلیل دی په قدرت د اللّه تعالٰی باندی نو بعث بعد الموت هم کولی شی (ضُحَاهَا) مراد ددی نه ورځ ده لیکن په وخت د ضحیٰ کښی رنړا ډیره وی ددی وجی نه دا تعبیرئی اوکړو - او دشپی لویه فائده تیاره ده نو غطش ئی ذکرکړو او د ورځی لویه فائده رنړا ده او بهر وتل او ښکاره کیدل دی او ضُحیٰ او اخرجَ ئی ذکرکړو

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>