عَمَّ ۱۴۹۴ عَبَسَ

كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَا أَمَرَهُ ﴿۲۳﴾ فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ إِلَى طَعَامِهِ ﴿۲۴﴾ أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاءَ صَبًّا ﴿۲۵﴾ ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا ﴿۲۶﴾ فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا ﴿۲۷﴾ وَعِنَبًا وَقَضْبًا ﴿۲۸﴾ وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا ﴿۲۹﴾ وَحَدَائِقَ غُلْبًا ﴿۳۰﴾ وَفَاكِهَةً وَأَبًّا ﴿۳۱﴾ مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ﴿۳۲﴾ فَإِذَا جَاءَتِ الصَّاخَّةُ ﴿۳۳﴾ يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ ﴿۳۴﴾

یقینی ده چه نه چه نه دی پوره کړی دهٔ حکم د اللّه تعالٰی لره ﴿۲۳﴾
نو اودی گوری انسان خوراک خپل ته ﴿۲۴﴾
چه یقیناً‌ راتوی کړلی مونږه اوبه په راتویولو سره ﴿۲۵﴾
بیا اوچوله مونږه ځمکه په چَولو سره ﴿۲۶﴾
نو زرغون کړی مونږ په هغی کښی دانی ﴿۲۷﴾
او انگور او ترکاری ﴿۲۸﴾
او خونه او کجوری ﴿۲۹﴾
او باغونه گور (گنړ) ﴿۳۰﴾
او میوی او گیاه ﴿۳۱﴾
دپاره دفائدی ستاسو او دپاره د څاروؤ ستاسو ﴿۳۲﴾
نو کله چه راشی غوږونه کنړوؤنکی ﴿۳۳﴾
په هغه ورځ به تختی هرسړی د ورور خپل نه ﴿۳۴﴾

[۲۳] دا زجردی (مَا أَمَرَهُ) مراد ددی نه توحید او ایمان تفصیلی دی چه په قرآن کښی ذکردی او نور احکام الٰهیه چه په کتاب اوسنت کښی ذکردی -
[۲۴] ددی آیت نه دلیل افاقی ذکرکوی روستو ددلیل انفسی نه چه مشتمل دی په لس انعاماتو باندی اوپه دی کښی ربوبیت د اللّه تعالٰی ثابتوی چه اللّه تعالٰی د انسانانو د پالنی اصل ماده (چه خوراک دی) او دهغی اسباب پیدا کړی اوپه دی کښی دهغه سره هیڅ څوک شریک نیشته دی - دا رنگ په دی کښی اثبات د بعث بعدالموت دی چه څه رنگ اللّه تعالٰی دځمکی نه دا مختلف څیزونه را ویستلی دی نو دارنگ هغه قادر دی چه ددی ځمکی نه دوباره انسان لره پيدا کړی -
[۲۶،۲۵] (صَبَبْنَا) ددی نه ډیر باران مراد دی چه په هغی سره بوټی پيدا کیږی (ثُمَّ شَقَقْنَا) یعنی کلکه ځمکه په یو کمزوری تیغ سره اوشلوی او هغه تیغ ترینه را اوباسی -
[۳۱،۳۰،۲۹،۲۸،۲۷] (أَبًّا) هغه بوټی چه د میوؤ نه علاوه دی د ځمکی نه راخیژی لکه گیاه د څاروو وغیره او مفسرینو دلته دوه روایات نقل کړی دی اول روایت دادی چه ابوبکررضی اللّه عنه ددی په تفسیر کښی توقف کړی وؤ او دوهم داچه عمررضی اللّه عنه دی ته تکلف وئیلی وؤ لیکن دسند په لحاظ سره اول روایت منقطع دی او دوهم روایت صحیح متصل دی لیکن مقصد په دواړو کښی (واللّه اعلم) رد دی په هغه چاباندی چه د الفاظو په تحقیق کښی وخت صرف کوی او مقصد دقرآن کریم باندی فکرنه کوی -
[۳۲] روستو د ذکر داموردنیویه نه ذکرکوی حال دقیامت دپاره ددی چه امور دنیا د آخرت په تیارئ‌ کښی صرف کړی شی (الصَّاخَّةُ) مرا ددی نه دوهمه شپیلئ وهل دی چه دهغی آواز غوږونه کنړوی اوپه زور سره آوریدلی کیږی -
[۳۷،۳۶،۳۵،۳۴،۳۳] دا تختیدل ددی وجی نه کوی چه په دنیا کښی ئی حقونه ضائع کړی وؤ نو چه دهغی مطالبه رانه اونه کړی او وجه د ترتیب هم داده چه زیات حقوق د ورور خوړلی کیدی شی بیا دمور ځکه چه هغه کمزوری ده بیا دپلار چه دهغه حقونه ډیر دی اوپه حال د بوډاوالی کښی هغه ډیر ضائع کړی شی، بیا دښځی چه دمینی دوجی نه خو حقونه ادا کوی خو دهغی د کمزوروالی د وجی نه یا دبلی ښځی د وجی نه حقونه ئی برباد کړی وی اوبیا دځامنو حقونه ئی برباد کړی وی هغوی ته ئی دینی تربیت نه دی ورکړی (شَأْنٌ يُغْنِيهِ) حدیث د ابن عباس رضی اللّه عنهما کښی مرفوعاً وارد دی چه انسانان به ورځ دقیامت کښی را جمع کړی شی بغیر دپیزار او بغیردجامونه او ناسنته به وی نو بی بی د رسول اللّٰه ﷺ تپوس اوکړو چه یا رسول اللّٰه آیا د یوبل عورت ته به نه گوری نوهغوی اوفرمائیل چه هغه حالت ډیر مشغولوؤنکی دی او دا آیت ئی اولوستلو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>