عَمَّ ۱۴۹۸ اَلتَّکْوِیْر
وَإِذَا الْجَنَّةُ أُزْلِفَتْ ﴿۱۳﴾ عَلِمَتْ نَفْسٌ مَا أَحْضَرَتْ ﴿۱۴﴾ فَلَا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ ﴿۱۵﴾ الْجَوَارِ الْكُنَّسِ ﴿۱۶﴾ وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ ﴿۱۷﴾
اوهرکله چه جنت را نزدی کړی شی ﴿۱۳﴾
پوهه به شی هرنفس په هغه عمل باندی چه ده حاضر کړی وی ﴿۱۴﴾
نوداسی نه ده قسم کوؤم په ستورو پټیدونکو باندی ﴿۱۵﴾
چه روان دی ښکاره کیږی دشپی ﴿۱۶﴾
او قسم دی په شپه باندی کله چه شا کړی ﴿۱۷﴾
[۱۳] دا شپږم حال دی نو ټول دولس حالات پوره شول (أُزْلِفَتْ) رانزدی به کړی شی متقیانو ته لکه په سورة ق (۳۱) کښی ذکردی یعنی مؤمنان به هم جنت طرف ته روان وی لکه سورة زمر (۷۳) کښی او جنت به هم ورته رانزدی شی -
[۱۴] دا جواب دی د (إِذَا الشَّمْسُ) نه د دولس حالاتو او (أَحْضَرَتْ) احضار نه مراد کول د عمل دی په دنیا کښی نو نسبت حقیقتاً دی یامراد ددی نه د اعمالو حاضریدل دی په عملنامو او په حساب کښی نو نسبت ئی انسان ته مجازی دی -
[۱۶،۱۵] دا قسم دی په صدق درسول اوقرآن باندی په احوالو دستورو سره چه حال د راختلو اود گرځیدلواودغروب دهغی دی - غوره داده چه مراد ددی نه ټول ستوری دی اودا دری واړه حالتونه دټولو ستورو دی ځکه دا وئیل چه اووه ستوری گرځی اونورپه ځای ولاړ دی ددی دپاره هیڅ صحیح دلیل نشته دی -
[۱۸،۱۷] دا هم قسمونه دی مناسب دی د مخکښی سره ځکه چه شپه وخت د ښکاره کیدلو د ستورو دی او ورځ وخت دپټیدلو دهغی دی (إِذَا تَنَفَّسَ) تنفس په اصل کښی داسی ساه اخستلو وئیلی شی چه په هغی سره طبیعت سپک شی او خوشحاله شی گویا شپه په مثال د غم او حزن ده اوصبا کیدل خو دخوشحالئ ساه اخستل دی اومراد دادی چه صبا ښکاره شی او اوږد شی نو ورځ شی -