عَمَّ ۱۵۰۶ اَلْمُطَفِّفِين
ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُو الْجَحِيمِ ﴿۱۶﴾ ثُمَّ يُقَالُ هَذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۱۷﴾ كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْأَبْرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ ﴿۱۸﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا عِلِّيُّونَ ﴿۱۹﴾ كِتَابٌ مَرْقُومٌ ﴿۲۰﴾ يَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ ﴿۲۱﴾ إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ﴿۲۲﴾ عَلَى الْأَرَائِكِ يَنْظُرُونَ ﴿۲۳﴾ تَعْرِفُ فِي وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِيمِ ﴿۲۴﴾ يُسْقَوْنَ مِنْ رَحِيقٍ مَخْتُومٍ ﴿۲۵﴾ خِتَامُهُ مِسْكٌ وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ ﴿۲۶﴾ وَمِزَاجُهُ مِنْ تَسْنِيمٍ ﴿۲۷﴾
بیا یقیناً دوی ضرور داخلیدونکی دی اور ته ﴿۱۶﴾
بیابه اوئیلی شی دا هغه څیزدی چه تاسو دهغی تکذیب کوؤ ﴿۱۷﴾
یقیناً داسی ده چه بیشکه عملنامه د نیکانو خامخا په علیین کښی ده ﴿۱۸﴾
او څه څیز پوهه درکړی ده تاته چه څه دی علیون ﴿۱۹﴾
دفتر دی لیکلی شوی ﴿۲۰﴾
حاضریږی هغی ته (اللّه تعالٰی ته) نزدی خلقحاضریږی هغی ته (اللّه تعالٰی ته) نزدی خلق - ﴿۲۱﴾
یقیناً نیکان خلق به خامخا په نعمتونو کښی وی ﴿۲۲﴾
په پالنگونو باندی وی گوری به ﴿۲۳﴾
پیژنی به ته په مخونو دهغوی کښی تازگی د نعمتونو ﴿۲۴﴾
څښکولی کیږی به دوی ته دشرابو خالصو مهروهلی شوؤ نه ﴿۲۵﴾
مهربه دهغی د مشک وی اوپه دی کښی دی پس مینه اوکړی مینه کوونکی ﴿۲۶﴾
او گډون دهغی به د تسنیم چینی نه وی ﴿۲۷﴾
[۱۷،۱۶] د حجاب نه علاوه دا نور عذاب دی یعنی اصحاب د حرمان او اصحاب نیران دواړه دی -
[۱۸] دابشارت دی په ذکرد احوالو د ابراروسره (عِلِّيِّينَ) د علو نه ماخوذ دی او داد خاص مقام نوم دی په اکثرروایاتو کښی راغلی دی چه په اووم آسمان کښی دی او دعرش د لاندی دی نوپه ډیره علو باندی مشتمل دی ددی وجی د جمع په صیغی سره دده نوم کیخودلی شو -
[۲۱،۲۰،۱۹] په دی کښی عظمت شان د علیین ذکرشوی دی -
[۲۳،۲۲] روستو د حال د کتاب الاعمال نه حال د اصحاب الکتاب ذکرکوی (يَنْظُرُونَ) مراد ددی نه نظر الی وجه اللّه دی یا عام مراد دی یعنی نعمتونه دجنت او حال ددشمنانو اوپه عام کښی هم نظر الی اللّه داخل دی -
[۲۴] یعنی نعمتونه د جنت به دومره زیات وی چه ورسره به هیڅ غم او فکرکول او مرض نه وی نو خوشحالی او تازگی به ددوی په مخونو ښکاری -
[۲۶،۲۵] (رَحِيقٍ) هغه شراب چه د خیری او دنشی او د گډون نه پاک وی (مَخْتُومٍ) مهر لگولو کښی اشاره ده چه ددوی نه مخکښی هیچ چا ورسره لاس نه دی لگولی او دارنگ مهر لگول په هغی باندی دپاره د اکرام دی - دا یو قسم دخمرو (شرابو) دی او بل قسم هغه دی چه په نهرونو کښی جاری وی (خِتَامُهُ مِسْكٌ) خِتَام په معنیٰ د آخردی یعنی د آخری گوټ سره به د مشکو خوشبوئی وی یا په معنیٰ د مهردی (الْمُتَنَافِسُونَ) یعنی د انسانانو په طبیعت کښی خو تنافس شته نو دا تنافس دی جنت طرف ته متوجه کړی او مراد دتنافس نه هغه اخلاص او ابتاع دسنت ده په تمام ژوند کښی چه په هغی سره د جنت نعمتونه حاصلیږی اوددی په شان سورة صافات (۶۱) کښی هم ذکر دی -
[۲۸،۲۷] (الْمُقَرَّبُونَ) یعنی مقربون بندگان به خالص د تسنیم نه اوبه څښکی او نورو ابرارو دپاره به دهغی نه گډون وی او دارنگ د ابرارو دپاره به د کافور گډون وی لکه په سورة دهر (۵) کښی تیرشوی دی او گډون د زنجبیل به وی لکه سورة دهر (۱۷) کښی -