عَمَّ ۱۵۱۳ اَلْبُرُوْج

الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۹﴾ إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ ﴿۱۰﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِيرُ ﴿۱۱﴾ إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ ﴿۱۲﴾ إِنَّهُ هُوَ يُبْدِئُ وَيُعِيدُ ﴿۱۳﴾

داسی ذات دی چه هغه لره بادشاهی ده د آسمانونو او دځمکی ده او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی حاضراوناظر دی ﴿۹﴾
یقیناً هغه کسان چه تکلیفونه ئی ورکړی دی مؤمنانو سړو او مؤمنانو زنانوته بیائی نه ده ویستلی توبه نودوی لره عذاب د جهنم دی او دوی لره عذاب دی د اور سوځوؤنکی ﴿۱۰﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او عملونه ئی کړی دی نیک دوی لره جنتونه دی بهیږی به لاندی دهغی نه نهرونه (ولی) دا کامیابی لویه ده ﴿۱۱﴾
یقیناً نیول درب ستا خامخا ډیر سخت دی ﴿۱۲﴾
یقیناً هغه اول پیدائش کوی او دوباره هم ﴿۱۳﴾

[۱۰] داهم تاکید د دعوی دسورة دی اوتخویف دی هغه چالره چه داصحاب اخدود په شان د مؤحدینو سره معامله کوی اوآیت عام دی (ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا) اشاره ده چه په توبی دکافرسره ټول گناهونه بلکه حقوق د بندگانو هم معاف کیږی اولفظ د ثُمَّ کښی اشاره ده چه توبه روستو په تاخیرسره اوکړی په دی شرط چه د غرغری نه وړاندی وی نو هغه توبه قبلیږی (فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ) د کفر دوجی (وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ) دمؤمنانو دسوځولو دوجی نه ځکه چه جزاء د جنس د عمل نه وی - او دوهمه جمله تفسیر داولی دی یعنی عذاب د جهنم به په حریق سره وی یا اول عذاب په نورو قسمونو سره دی اودوهم عذاب په اورسره دی -
[۱۱] دا بشارت دی مؤمنانوته هغه چه په تیرشوی آیت کښی دهغوی مفتونینت (مظلومیت) ذکرکړی شو -
[۱۲] دا تاکید د دعوی د سورة دی یعنی اللّه تعالٰی به دوی لره سخت عذاب ورکوی ځکه چه د هغه نیول سخت دی -
[۱۶،۱۵.۱۴،۱۳] په دی آیاتونو کښی ذکرد صفاتو د اللّه تعالٰی دی دپاره تاکید د دعوی د سورة او دلیل دی دپاره د مخکښی آیت چه بطش د رب ډیرسخت دی ځکه چه موصوف دی په داسی صفتونو سره - (الْوَدُودُ) په معنیٰ د فاعل دی یعنی محبت کوؤنکی دی د دوستانو خپلوسره یعنی بخنه هم کوی او محبت هم کوی - دا رنگ په معنیٰ درحم کوؤنکی هم راځی اوپه معنیٰ دمفعول هم کیدی شی یعنی محبوب د مؤمنانو ته (الْمَجِيدُ) په پیښ سره دی او صفت د اللّه تعالٰی دی اوپه بل قراءت کښی دی په زیرسره دی نوصفت دعرش دی او معنیٰ د مجد په کرم او فضل کولو کښی انتهاء کول دی (فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ) صیغه دمبالغی دوجی د کثرت د کارونو ده یا مبالغه اشاره ده چه اللّه تعالٰی دپاره هیڅ څوک مانع نیشته او دا دلیل دی چه اللّه تعالٰی باندی هیڅ څیز واجب نه دی او ټول افعال د بندگانو مخلوق د اللّه تعالٰی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>