عَمَّ ۱۵۱۹ اَلْاَعْلٰٰی

وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَى ﴿۸﴾ فَذَكِّرْ إِنْ نَفَعَتِ الذِّكْرَى ﴿۹﴾ سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَى ﴿۱۰﴾ وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى ﴿۱۱﴾ الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرَى ﴿۱۲﴾ ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَى ﴿۱۳﴾ قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى ﴿۱۴﴾

او آسانوؤ تاته لار د آسانئ ﴿۸﴾
نوبیان کړه قرآن یقیناً‌ نفع ورکوی بیان کول ﴿۹﴾
خامخا نصیحت به قبول کړی هغه څوک چه ویره کوی ﴿۱۰﴾
اوپه ډډه به اوسیږی ددینه بدبخت ﴿۱۱﴾
هغه چه داخلیږی به اور لوی ته ﴿۱۲﴾
بیا نه مړ کیږی په هغی کښی او نه به ژوندی وی ﴿۱۳﴾
یقیناً‌ کامیاب دی هغه څوک چه ځان ئی پاک کړو ﴿۱۴﴾

[۸] دوهم بشارت دی، متفرع دی په سبح باندی (وَنُيَسِّرُكَ) تیسیر په معنیٰ د توفیق ورکولو او د اسبابو دخیر او ددعوت الی القرآن پیدا کولو دی (لِلْيُسْرَى) مراد ددی نه اعمال د خیردی چه د جنت دپاره ذریعه ده اوپه هغی کښی دعوت د توحید او دعوت الی القرآن داخل دی اشاره ده چه په محنت سره (چه په اخلاص سره وی) کار اسانیږی -
[۹] دا دوهمه دعویٰ دسورة ده په اوله دعویٰ باندی یعنی دعوت کول دقرآن په طریقه دتذکیر او تعلیم دقرآن کریم نا اهلو خلقو ته په کار نه دی یعنی هغه څوک چه ضد اوعناد کوی یاد دنیا د مقصد دپاره علم ددین ایزده کوی -
[۱۱،۱۰] روستو د تذکیر نه ذکر د دوؤ ډلو دی اوله ډله هغه ده چه هغوی ته ذکریٰ نفع ورکوی په دی قول کښی (سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَى) یعنی وعظ او ذکر قبلول موقوف دی په خشیت باندی خشیت د اللّه تعالٰی نه یا خشیت د ورځ دحساب نه - او دوهمه ډله هغه ده چه هغوی ته ذکریٰ نفع نه ورکوی هغه داده (وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى) اوپه دی کښی اشاره ده چه نفع نه ورکول دقران نقصان نه دی بلکه دهغی سبب تجنب (ډډه کول دقرآن نه) ددوی دی (الْأَشْقَى) کافر عنادی دی او شقی فاسق دی یادا اسم تفضیل په معنی د شقیّ سره دی -
[۱۳،۱۲] په دی کښی تخویف اخروی دی د دوهمی ډلی دپاره (الْكُبْرَى) په مقابل د صغریٰ کښی دی حسن بصری نه روایت دی چه صغریٰ اور ددنیا دی او کبریٰ اور دجهنم دی او فراء‌ وئیلی دی چه نار صغریٰ دپاره د مؤمنانو گنهگارانو دی چه دهغی نه به بیا را اوځی همیشه نه دی او کبریٰ دپاره دکافرانو دی چه همیشه دی په قرینه د الاشقیٰ سره (لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَى) یعنی مرگ خو بالکل نیشته په قرینه دسورة فاطر (۳۶) سره او سورة ابراهیم (۱۷) کښی هم دی او ژوند شته لیکن هغه ژوند څه نفع نشی ورکولی -
[۱۵،۱۴] دا بشارت دی اولی ډلی ته په فلاح سره په ذکرددری صفاتو سره (تَزَكَّى) تزکیه دعقیدی په توحید سره او په اجتناب سره دهرقسم شرک نه او تزکیه د اعمالو په اتباع د سنت سره او دریا او سمعت نه او تزکیه د بدن په اودس کولو سره او تزکیه د مال په ادا د زکوٰة او د صدقه فطر او صدقه نفلیه سره دا لفظ د ټولو معانیو ته شامل دی (وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ) یعنی ذکرپه ژبه سره د نوم د اللّه تعالٰی کوی په تسبیح او توحید سره دپاره د عمل کولو په سبّح باندی اوپه تکبیرسره په اول د مونځ شروع کولو کښی چه هغی ته تکبیر افتتاح وئیلی شی اوپه تکبیرات د عیدین سره په لار کښی او مصلیٰ کښی دا هم ټولو ته شامل دی (فَصَلَّى) صلوٰة په معنیٰ د مونځ دی اوپنځه مونځونه او صلوٰة عیدین او ټولو نوافل مونځونو ته عام دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>