عَمَّ ۱۵۳۸ اَلضُحٰی
وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى ﴿۵﴾ أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى ﴿۶﴾ وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى ﴿۷﴾ وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى ﴿۸﴾ فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ ﴿۹﴾ وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ ﴿۱۰﴾ وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ ﴿۱۱﴾
او خامخا زرده چه دربه کړی تاته رب ستا نو خوشحاله به شی ﴿۵﴾
آیا ته نه ئی موندلی یتیم نوځائی ئی درکړو ﴿۶﴾
او اومندلی ئی ته ناخبره نوپوهه ئی کړی ﴿۷﴾
او اومندلی ئی ته محتاج نو بی پرواه ئی کړی ﴿۸﴾
نو هر چه یتیم دی نو قهر (غصه) ورته مه کوه ﴿۹﴾
او هرچه سوال کوؤنکی دی نو رټنه ورته مه کوه ﴿۱۰﴾
او هرچه نعمت دی د رب ستا نو ښکاره کوه ئی ﴿۱۱﴾
[۵] دا دریم جواب قسم او تسلی ده (يُعْطِيكَ رَبُّكَ) مراد ترینه اعطاء د نعمتونو ده په آخرت کښی چه په هغی کښی مقام شفاعت هم داخل دی چه دهغی په سبب به ټول امتیان (اجابت والا) جنت ته داخل شی نو نبی ﷺ به پوره رضا شی یا مراد ددی نه اعطاء د نعمتونو ده په دنیا کښی فتح، نصر، دډیرو خلقو په اسلام کښی داخلیدل او وعدی د خزانو د کسریٰ او قیصر او غلبه ددین اسلام په ټولو دینونو باندی -
[۶] په دی کښی نعمتونه په نبی باندی قبل النبوة ذکرکوی د تاکید د تسلی دپاره یعنی اللّه تعالٰی په تاباندی قبل د نبوت نه داسی نعمتونه کړی دی چه د نبوت دپاره ئی تیارکړی ئی نو دا دلیل دی چه تا هسی نه پریږدی اونه درسره دشمنی کوی (يَتِيمًا) یتیم هغه څوک دی چه پلار ئی وفات وی اوبالغ نه وی او د رسول ﷺ پلار دهغه د پیدائش نه وړاندی وفات شوی وؤ په اکثرو روایاتو سره اوبعضو وئیلی دی چه دهغه د ولادت نه روستو وفات شوی وؤ (فَآوَى) اول تربیت ئی نیکه (عبدالمطلب) اوکړو بیا پوره تربیت او حفاظت ئی تره ابوطالب اوکړو اگرچه ایمان ئی ورباندی راونړو بیا د حفاظت دپاره صحابه کرام پیدا شول اوبیا مدینی والا (اوس او خزرج) پیدا شول داټول په فَاٰوٰی کښی داخل دی -
[۷] دا بل نعمت دی (ضَالًّا) ضال ناخبره د تفصیلاتو د ایمان او شرائعو نه لکه په سورة شوریٰ (۵۲) کښی -
فائده: مفسر خازن وئیلی دی حاصل ئی دادی چه هغه قول د بعضی خلقو ته التفات نشی کیدی چه د ضال معنیٰ داده چه گمراه وو دخپل قوم په دین باندی ځکه چه ځمونږ نبی ﷺ او ټول انبیاء علیهم السلام پیدا شوی دی او لوی شوی دی په توحید اوپه ایمان باندی مخکښی دنبوت نه او معصوم دی مخکښی د نبوت نه او دجهل نه په صفاتو د اللّه تعالٰی باندی او د توحید باندی -
[۸] دا دریم نعمت دی (عَائِلًا) ډیر عیال والا دی او مراد ترینه محتاج دی او احتیاج حقیقی او معنوی دواړو ته شامل دی یعنی فقیر او بی ماله نو مستغنی ئی کړی په سبب د نکاح د خدیجه رضی اللّه عنها سره او بیا روستو دنبوت نه په غنیمتونو سره او معنوی احتیاج دادی چه محتاج وی علم ته او دلیلونو ته نو مستغنی ئی کړی په سبب د وحی سره او دارنگ استغناء د زړه (قناعت اوصبر) ئی درکړه -
فائده: دا دری منازل د نبوت د نبی ﷺ نه وړاندی ددی دپاره ورکړل شول چه د نبوت ذمه وارئ ادا کولو ته تیارشی او دا دری د هرداعی حق دپاره په کار دی یوځای د تربیت دوهم علم د وحی دریم استغناء د نفس -
[۹] دا اوله تفریع ده په اول احسان باندی - اودا خلاف دی د حال د جاهلیت نه چه هغوی به په یتیمانو ظلم کوؤ او د هغوی حقونه ئی ضائع کول -
[۱۰] دا تفریع ده په دوهم احسان باندی - اوسائل عام دی که سوال ددنیا کوی اوکه ددین کول او خازن وئیلی دی چه طالب د علم په کښی داخل دی -
[۱۱] دا تفریع ده په دریم احسان باندی یعنی ته ئی مستغنی کړی او مستغنی له په کاردی چه د نعمت پوره شکر ادا کړی (بِنِعْمَةِ رَبِّكَ) نعمت عام دی دنیوی وی اوکه دینی وی وحی او قرآن او علم ددین په کښی داخل دی (فَحَدِّثْ) تحدیث د نعمت د هغی شکر ادا کول او د منعم ثناء کول دی -
فائده: دا دری اخلاق هر داعی الی الحق دپاره ضروری دی دپاره د کامیابئ ددعوت کولو -