عَمَّ ۱۵۴۱ اَلتِّیْن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ ﴿۱﴾ وَطُورِ سِينِينَ ﴿۲﴾ وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ ﴿۳﴾ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿۴﴾ ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ﴿۵﴾

قسم دی په اینځر اوپه خونه باندی ﴿۱﴾
او په طور تک شین (یا رنړاوالا) باندی ﴿۲﴾
او (قسم دی) په دی ښار امن والا باندی ﴿۳﴾
یقیناً‌ پيدا کړی دی مونږ انسان په ډیره ښائسته اندازه کښی (چه فطرت دتوحید دی) ﴿۴﴾
بیا ورگرځولی دی مونږه دی کوز د کوزو نه ﴿۵﴾

سورة التین
او بل نوم ئی والتین دی -

ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی تیزی ورکول وؤ په دعوت باندی نوپه دی سورة کښی مقصد د دعوت ذکرکوی چه هغه توحید دی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی شان د نبی ﷺ ذکروؤ اوپه دی سورة کښی شان د عامو انسانانو ذکردی -
دعویٰ د سورة: اثبات دتوحید دی چه په دی باندی انسان فطرةً پیدا شوی دی په (۸،۴) کښی او اثبات دورځ د جزا تفریعاً ذکرکوی په (۷) کښی - او یو اسم د اللّه تعالٰی او دوه صفات فعلیه په کښی ذکر دی -
خلاصه د سورة داده : چه اول ئی څلور شواهد ذکرکړی دی بیا دعویٰ دسورة ده تر (۴) پوری بیا تقسیم د انسان دوه قسمونو ته یولره تخویف په (۵) کښی اوبل لره بشارت دی په (۶) کښی اوبیا اثبات د قیامت په طور د تفریع سره په ماقبل باندی په (۷) کښی بیا تصریح ده په دعویٰ د توحید باندی په (۸) کښی -

تفسیر

[۱] (وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ) دا دوه قسمونه په طریقه د شهادت دی -
[۲] دا دریم قسم دی (طُورِ) هر هغه غرته وئیلی شی چه شین وی، او نوم دی د هغه غر چه د موسیٰ علیه السلام مهبط د وحی وؤ او (سِينِينَ) هم هغه غرته وئیلی شی چه په هغی کښی میوه داری اونی وی یا سینین نوم د هغه مکان دی چه په هغی کښی طور (غر) موجود دی - دلته هم مراد هغه غردی چه موسیٰ علیه السلام ته په هغی کښی وحی شروع شوی وه او میقاتونه ئی دهغی په خوا کښی کیدل ځکه چه هغه غر دډیری منافعو نه ډک دی یا موسیٰ علیه السلام مراد دی په طریقه د ذکر دمکان او مراد ترینه مکین -
[۳] دا څلورم قسم دی او مراد ددی نه مکه مکرمه ده چه په هغی کښی ابراهیم علیه السلام کعبه جوړه کړله او دعاء ئی غوختلی ده د هغی د امن دپاره اوپه هغه ښارکښی خاتم النبین ﷺ ته وحی شروع شوی ده نو دلته مراد نفس ښار د مکی مکرمی دی یا ابراهیم علیه السلام یا محمد ﷺ مراد دی په طریقه د ذکرد مکان او مراد ترینه مکین -
[۴] دا جواب قسم دی (الْإِنْسَانَ) ددی نه مراد هرانسان دی (فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ) تقویم په معنیٰ دقوام سره دی جوړخ مراد دی او جوړخ ظاهری دبدن او جوړخ باطنی روحانی دواړه احسن دی جوړخ باطنی دادی چه هر انسان په فطرة د توحید پیدا کړی شوی دی لکه په سورة روم (۳۰) کښی ذکر دی او حدیث صحیح کښی وارد دی چه كُلّ موْلودٍ يُولدُ على الفِطرَة - (یعنی هربچی پیدا کیدلی شی په توحید باندی) او جوړخ بدنی دادی چه سیدها قدوالا لاس اوخپی ئی جدا جدا دی - په لاسونو باندی خوراک کوی ښائسته صورت ئی دی -
فائده: مناسبت په مینځ د قسمونو او جواب قسم کښی دادی په اعتبار د اول توجیه سره (چه تین زیتون طور او مکه مراد شی) چه په دغه څیزونو کښی څه رنگ بی شماری فائدی اللّه تعالٰی پیدا کړی دی او د اللّه تعالٰی دقدرت نمونی دی لیکن روستو خلق دوه قسمه دی څوک ددی نه فائدی اخلی او د اللّه تعالٰی دقدرت نمونی ئی گنړی اوڅوک ئی ضائع او عبث گنړی نودارنگ اللّه تعالٰی انسان لره د توحید په عقیده کښی پيدا کړی دی لکن څوک په دی توحید باندی باقی پاتی شی او څوک ترینه واوړی یهودیت، نصرانیت، مجوسیت وغیره ته او دارنگ دا انسان د اللّه تعالٰی د قدرتونو دپاره یو عظیمه نمونه ده لکه حکماؤ وئیلی دی چه انسان عالم صغیردی - اوپه اعتبار ددوهمی توجیه سره (چه ددی نه پنځه انبیاء مراد شی) یعنی نوح علیه السلام عیسیٰ علیه السلام موسیٰ علیه السلام ابراهیم علیه السلام او محمد ﷺ چه دتوحید د مسئلی دپاره ئی په دغه مکاناتو کښی څومره تکالیف تیرکړی دی اود توحید دعوت ئی کړی دی، دا شهادت دی په دی باندی چه انسان په اصل کښی په توحید باندی پیدا دی لیکن د نورو عوارضو د وجی نه بعضی انسانان توحید پریږدی -
[۵] هرکله چه د الْإِنْسَانَ نه مراد ټول (جنس) انسانان وؤ نو اوس په هغوی کښی تقسیم کوی یوقسم هغه دی چه هغوی توحید پریخودلو اوپه کفر او شرک کښی اخته شول (دین فطری ئی بدل کړو) نوپه دی آیت کښی هغوی لره تخویف دی (أَسْفَلَ سَافِلِينَ) په دی کښی د مفسرینو دوه قولونه دی اول داچه مراد ددی نه ارزل عمردی چه روستو دعلم او عقل نه بیا واپس جاهل او ناپوهه شی - دوهم قول دادی چه مراد ددی نه اور دجهنم دی اودا قول غوره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>