الم ۸ اَلٌبَقَرَة
يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۹﴾ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ ﴿۱۰﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ﴿۱۱﴾ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۲﴾
دهوکه، کوی دوی د اللّه تعالٰی سره اودهغه کسانوسره چه ایمان ئی راوړی دی، او دهوکه نه کوی دوی په حقیقت کښی مگردخپلوځانونوسره او نه پوهیږی دوئ (په ټگی کولو دځان سره) ﴿۹﴾
(ځکه چه) په زړونو ددوی کښی مرض دی، پس زیات کړو اللّه تعالٰی ددوی مرض (په قرآن نازولوسره) اودپاره ددوی عذاب دردناک دی په سبب ددی چه دوی همیشه دروغ وائی ﴿۱۰﴾
اوکوم وخت چه ووئیلی شی دوی ته مه کوئ ورانی په دنیا کښی دوی وائی بیشکه خاص مونږ جوړخ (اصلاح) کوونکی یو ﴿۱۱﴾
خبرشئ یقیناً دوی خاص دوی ورانی کؤونکی دی اولیکن دوی نه پوهیږی په دغی ورانی کولو ﴿۱۲﴾
[۹] په دی کښی هم زجردی او د منافقانو دوه صفتونه دی، خداع کول او عدم شعور، هرکله چه یوکس ددین یو کار کوی اواراده لری چه په هغی سره ددُنیا فائدی حاصل کړی لکه ایمان یا عبادت وغیره ددنیا دعوض او اجرت او جاه دپاره، نوداخداع (ټگی) ده (اللَّهَ) اللّه تعالٰی سره مخادعه کول ددوی په زعم کښی مرادده یا مراد ترینه مخادعه کول درسول دهغه سره (وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ) یعنی وبال دخداع اودهغی ناکاره آثار به په دُنیا یا آخرت کښی خاص په دوی باندی را پریوځی -
[۱۰] په دی آیت کښی هم زجردی اودمنافقانودوه صفات دی اودوه سزاگان ذکرکوی یود دنیا دوهم دآخرت - (مَرَضٌ) مرض دزړه ددوی شک، نفاق، بزدلی او حسد د مؤمنانوسره، پره دو زنانو ته میلان کول، ددین کاردخپل غرض دپاره کول، په زړه کښی دکافرانوسره مینه کول داپه قرآن کریم کښی ځای په ځای ذکر شوی دی (فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا) دا خیری کول په طریقه د تعلیم سره دطرف د اللّه تعالٰی نه دی یاجمله خبریه ده یا څومره چه قرآن نازلیږی یا حق ښکاره کیږی یامؤمنان ترقی کوی نوپه هغی سره ددوی دغه مرضونه دنفاق هم ډیریږی اوهرکله چه سبب ددی نزول دقرآن دی ددی وجی نه ددی د زیادت سبب ئی هغه ذکر کړیدی په سورة مائده (۶۸،۶۴) اوتوبه (۱۲۵) کښی او سورة اسراء (۸۲) کښی - (يَكْذِبُونَ) او (كَانُوا) دلیل دی چه دروغ وئیل ددوی عادت دی - اودا اول سبب د عذاب دی نودلالت کوی چه دروغ وئیل غټ گناه دی او حدیث کښی دمنافق په نښوکښی یوه نښه داذکرده چه خبری کوی نودروغ وائی -
[۱۱] په دی آیت کښی هم زجردی اوددوی یو صفت قبیحه ذکرکوی چه هغه فساد ته اصلاح وئیل دی - فساد ددوی دادی شرک کول، خلق دقرآن نه منع کول، پره دی مال هلاکول، غلاکول، دیتیمانومال خوړل، سحرمنترکول، خلاف دتوحیداوسنت نه کول، دا ځای په ځای قرآن کریم کښی ذکر دی منافقینودغی کارونوته داصلاح او دنیکئ کارونه وئیل داصفت دهربدعتی او مشرک دی چه بدعت ته سنت وائی اوشرک ته توحید وائی -
[۱۲] په دی کښی هم زورنه ده او د منافقینو یو صفت قبیحه ذکرکوی چه فسادونه کول دی اوپه دی کښی ردکول دی په ډیرتاکید سره په دعویٰ داصلاح هغوی باندی (وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ) داعدم شعورددوی عذرنه دی بلکه دوی په قصد سره تحقیق د حق پریخودلی دی -