الم ۹ اَلٌبَقَرَة

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۳﴾ وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۴﴾ اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۵﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَتْ تِجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴿۱۶﴾

اوکوم وخت چه ووئیلی شی دوی ته ایمان راوړئی په شان دهغی چه ایمان راوړی دی (کاملو) خلقو نودوی وائی ایا ایمان راوړو مونږپه شان دهغه چه ایمان راوړی دی بی وقوفو خلقو خبرشئ بیشکه دوی خاص دوی بی وقوفان دی اولیکن دوی نه پوهیږی (په بی وقوفئ خپله) ﴿۱۳﴾
اوکوم وخت چه دوی مخامخ شی دهغی کسانوسره چه ایمان ئی راوړی دی وائی دوی چه ایمان راوړی دی مونږ - اوکوم وخت چه دوی لاړشی شیطانانو خپلوته وائی یقیناً مونږ ستاسو ملگری یو (په دین کښی) یقیناً مونږ ټوقی کوؤ مؤمنانوپوری ﴿۱۴﴾
اللّه تعالٰی بدله دټوقوورکوی دویته اوزیاتوی دوی په سرکشئ ددوی کښی په داسی حال چه دوی به حیران وی ﴿۱۵﴾
دغه صفتونووالا داسی خلق دی چه اغستلی ده گمراهی په بدله دهدایت کښی پس گټه اونکړله سوداگرئ ددوی، اونه دی دوی لارموندونکی ﴿۱۶﴾

[۱۳] په دی آیت کښی زورنه دی او دمنافقانو دری خصلتونه ذکرکوی - صحابو ته سفهاء وئیل - په خپله صحافت کوی اوجاهل مرکب دی (وَإِذَا قِيلَ) دادعوت د معروف دی روستو د نهی عن المنکر نه (النَّاسُ) کامل خلق چه هغه صحابه کرام دی په دغی آیت کریمه کښی ایمان دصحابه کرامو معیاردپاره دایمان دخلقوگرځولی شوی دی اواشاره چه قول او عمل دصحابو حجت دی په شریعت کښی په خپلو شرطونوسره - دارنگ په دی آیت سره اشاره ده چه څوک دصحابه کرامو تنقیص کوی اوهغوی پسی بد وائی نوهغه منافق دی (السُّفَهَاءُ) څوک چه دنفع او نقصان په ځائی ښه نه پوهیږی هغه ته سفیه وائی - قرآن کښی سفیه جهل اود دین دتوحید نه مخ گرځوونکی او پیغمبر او صحابو باندی اعتراض کوونکی، او شرک کوؤنکو ته ئی وئیلی دی (وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ) مراد ددی نه جهل مرکب دی ځکه چه بی علمئ باندی نه پوهیږی نوجاهل مرکب دی هرکله چه سفاهت معنوی وصف دی ددی پیژندلوته شعوروئیلی شی نو مخکی آیت کښی لایشعرون وئیلی وؤ -
[۱۴] اوکوم وخت چه دوی مخامخ شی دهغی کسانوسره چه ایمان ئی راوړی دی وائی دوی چه ایمان راوړی دی مونږ - اوکوم وخت چه دوی لاړشی شیطانانو خپلوته وائی یقیناً مونږ ستاسو ملگری یو (په دین کښی) یقیناً مونږ ټوقی کوؤ مؤمنانوپوری -
[۱۵] په دی آیت کښی ددوی یو صفت (طغیان) ذکرکوی اوسزا دُنیوی اواخروی ذکر کوی - (طُغْيَان) په هرکار او وینا کښی دشریعت دحدودونه وتلوته طغیان وائی (يَعْمَهُونَ) دزړه ړوندوالی او پریشان تیا او حیران تیاته عَمه ویلی کیږی (اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ) دا نسبت اللّه تعالٰی ته حقیقتاً دی بغیردتشبیه او تاویل نه اومراد دادی چه اللّه تعالٰی په دوی پوری استهزاء کوی په عذابونوورکولوسره، سره ددعویٰ دایمان ددوی نه (وَيَمُدُّهُمْ) داهم ددوی سزاده چه سره دسرکشئ نه اللّه تعالٰی دوی له اسباب دسرکشئ ‌ډیروی نوسرکشی زیاتیږی اودازیاتوالی سبب دسکون نه دی بلکه سبب دعمه ده -
[۱۶] په دی کښی نتیجه دمخکی صفاتوذکرکوی سرهٔ دزجرنه اودهغوی دوه صفات قبیحه نورذکرکوی یواشتراء دضلالت دوهم عدم اعتداء (اشْتَرَوُا) دی آیت کښی په معنی بدلولو اوپه معنی دغوره کولو ده اودادلیل دی چه منافقان ضالون (گمراهان) دی (الضَّلَالَةَ) مراددی نه هغه ناکاره صفات اواعمال دی چه مخکښی ذکرشول (بِالْهُدَى) مراددی نه صفات دی د ایمان والو (وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ) په دی کښی عدم اهتدا ددین حق یا روکیدل درأس المال مراد دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>