الم ۱۰ اَلٌبَقَرَة
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لَا يُبْصِرُونَ ﴿۱۷﴾ صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿۱۸﴾
حال ددوی په شان د حال دهغه چادی چه بل کړی دی اور، پس هرکله چه رنړاکړی اورهغه څه چه چاپیره ددهٔ دی، یوسی اللّه تعالٰی رنړا ددوی، اوپریږدی دوی لره په ډیرو تیرو کښی چه دوی هیڅ نه وینی - ﴿۱۷﴾
(دوی) کانړه دی چانړه گان (گونکان) دی ړانده دی پس دوی نه راگرځی (دگمراهی نه حق ته) - ﴿۱۸﴾
[۱۷] دامثال دمنافقانو یا دکافرانودی چه دقرآن نه خلق منع کوی اوپخپله هم قرآن نه آوری تفصل ئی دادی چه منافق رنړا دایمان په آمناً سره حاصله کړیده لکه یوسړی چه اور بل کړی وی، منافق په ایمان ددُنیا فائدی حاصلی کړی دی، په غنیمت کښی حصه په زکوة کښی حصه لکه څنگه چه اوروالاته چاپیره رنړا حاصله شوی ده، د منافق په امتحان اومصیبت په کښی کفرښکاره شو کله چه مړشی نو دایمان رنړا ختمه شوه لکه په اوروالاباندی سیلئ راشی اورنړائی مړه شی اوپه تیروکښی پاتی شی - یادامثال دښکاره کافردپاره هم کیدی شی، تفصیل ئی دادی چه رسول اللّه ﷺ په مکه مکرمه کښی دتوحید اودقرآن رنړا اولگوله چاپیره لری لری خلقو فائده واخستله اوایمان ئی راوړو اودمکی کافرانو قرآن نه آوریدلو اونورخلق ئی تری منع کول، بیا پیغمبر ﷺ هجرت اوکړو اومکی والا په تیروکښی پاتی شول دشرک اوکفراورسم ورواج وغیره تیری، دارنگ دقرآن بیان کوؤنکی دی چه کله دیوځای خلق دهغی نه فائده وانخلی نو اللّه تعالٰی هغه قرآن والا بل ځای ته اولیږی او دغه خلق په تیروکښی پاتی شی (اسْتَوْقَدَ نَارًا) په روستنئ توجیه سره اشاره ده چه نبی ﷺ درنړا بلولو لپاره ډیرکوشش کړی دی اونارئی ذکرکړو چه دهغی دپاره خشاک پکاردی نودارنگ صحابه اونوردقرآن شاگردان تیارشول - (بِنُورِهِمْ ) نارهم ئی نه دی وئیلی ځکه چه توحیداوقرآن اورسالت درسول نوردی د نبی ﷺ په هجرت سره داټول مدینی ته لاړل - دارنگ نار(اور) کښی رنړا او سوزول دوه صفتونه دی نورنړا لاړله او سوزول پاتی شویدی -
[۱۸] دابیان دحال دمشبه دی یعنی دا کافران او منافقان چه عنادیان دی دعلم حواس ئی ختم شویدی مطلب دادی چه دتیرونه دوتلو لپاره ددوی سره هیڅ سبب پاتی نه دی غوږونه او سترگی او ژبه ئی دحق دپاره نه چلیږی ( لَا يَرْجِعُونَ) دگمراهئ نه هدایت ته واپس نشی راتللی -