الم ۱۱ اَلٌبَقَرَة

أَوْ كَصَيِّبٍ مِنَ السَّمَاءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ مِنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ وَاللَّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿۱۹﴾ يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ كُلَّمَا أَضَاءَ لَهُمْ مَشَوْا فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۰﴾ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۲۱﴾

یاحال ددوی په شان د ډیرباران دی دآسمان دطرف نه چه په هغی کښی ډیری تیری وی اوگړگوړوی اوبریښنا وی - ږدی دوی گوتی خپلی په غوږونوخپلوکښی - دسختوآوازونو (دگړزهاړ) نه دوجی دویری دمرگ نه، او اللّه تعالٰی راگیروونکی دی (په علم اوقدرت کښی) کافرانولره ﴿۱۹﴾
نزدی ده بریښنا چه اوتختوی نظرونه ددوی ، هروخت چه رنړا کړی دوی ته (یولار) روان شی دوی په هغی کښی، اوکوم وخت چه تیاره کړی په دوی باندی نوحصارشی، اوکه غوختلی اللّه تعالٰی نوبوتلی به ئی وی غوږونه ددوی اوسترگی ددوی، یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی ﴿۲۰﴾
ای خلقو بندگی خاص کړی درب ستاسو ، هغه ذات چه پیدائي کړئ تاسو او هغه کسان چه وړاندی ستاسو نه ؤو دپاره ددی چه بچ شئ (دشرک او کفرنه) ﴿۲۱﴾

[۱۹] دادوهم مثال دی دپاره داعتقادی منافقانو لکه چه څنگه باران وی دبری نه اوپه هغی کښی تیاره او رعد اوبریښناوی، اوباران دلاندی څه خلق راگیرشوی وی اوهغوی گوتی غوږونوکښی دوجی د گړزارنه ورکوی دارنگ قرآن پاک د آسمان نه نازل شوی دی په هغی کښی دشرک اوکفراقسام اوپه شرک اوکفراو نفاق باندی رد دی او توحید او ایمان رنړا په کښی ذکرده منافقان خلق چه په قرآن کښی دنفاق اوشرک رد آوری نوغوږونه بندوی هسی نه چه توحید ته مائل شی (أَوْ كَصَيِّبٍ) او دپاره دتنویع دی یعنی دبل قسم خلقو مثال ذکر کیږی - صیّب ډیرباران ته وئیلی شی چه په هغی کښی دا وروستو دری صفتونه دی اودادپسرلی باران وی - (وَاللَّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ) احاطه دعلم اوقدرت اودعذاب ورکولو ده یعنی دغه باران والا چه غوږو بندلوسره دتندرراتللونه نشی بچ کیدی داسی دامنافقان په اعراض دقرآن د عذاب د اللّه تعالٰی نه نشی بچ کیدلی -
[۲۰] دا دریم مثال دعمل دمنافق دی لکه څنگه چه دبرښنا په رنړاکی روان شی اوپه تیاره کښی اودریږی دارنگ دتوحید د دلیلونو رنړا خلق حیرانوی ادباطل پرستودلیلونه دهغی په ړواندی بی کاره شی دادبرق مثال دی نودی منافق ته چه کله فائده ملاویږی ددنیا نو اسلام منی اوکله چه ددنیا مفاد ورله نه ملاویږی نوداسلام نه روستو شی - ددی ذکرپه سورة حج (۱۱) اوسورة نور (۴۹) اوسورة نساء (۷۳) کښی دی (وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَذَهَبَ) یعنی داخلق چه دغوږونونه او سترگو نه کارنه آخلی نو اللّه تعالٰی دوی له ویره ورکوی اوددی په شان په سوره یٰس (۶۷،۶۶) کښی دی (إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) دڅیزونو نه مراد هرممکن څیزدی دهغی په ایجاد (پیداکولو) او ورستو دپیدایش نه اللّه تعالٰی په هغی باندی قدرت لری -
[۲۱] دوهم باب تر (۳۹) پوری دی خلاصه ئی داده اول دعویٰ د توحید فی العبادة اوپه هغی باندی پنځه دلیلونه عقلیه، یوانفسی، اوڅلورآفاقی بره خکته او دمنیځ دڅیزونو بیا صدق درسول اودقرآن، بیاتخویف اُخروی اوبشارت، بیاجواب دسوال په باره دمثالون دقرآن کښی اوداعتراض کؤنکو ناکاره صفات بیا څلورانعامات عامه دی - په دی (۲۱) کښی دعویٰ ده په ردشرک په عبادت کښی - او دلیل عقلی دنفوسو دی (اعْبُدُوا رَبَّكُمُ) دادعوت دقرآن دی دارنگ دعوت دټولو انبیاء علیهم السلام دی - عبادت طاعت دی سرهٔ د سره دانتهائی عاجزئ نه په عقیده دالوهیت دمعبود سره (چه کارساز اوغیب دان ئي گڼی) په دی کښی عبادات قلبیه او بدنیه او مالیه اواطاعت داحکامو ټول داخل دی (وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ) یعنی ستاسو مشران اوستاسو معبودان هم اللّه تعالٰی ته په پیدایش کښی محتاج دی (لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) لعلّ په کتاب د اللّه تعالٰی کښی په معنی د کی (دپاره) دی اوتقویٰ مراد لغوی معنیٰ دعذاب نه بچ کیدل یاشرعی معنیٰ دتقویٰ ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>