قَالَ يَا آدَمُ أَنْبِئْهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ فَلَمَّا أَنْبَأَهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ ﴿۳۳﴾ وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿۳۴﴾
اوویل اللّه تعالٰی: ای آدم علیه السلام خبرورکړه دوی ته په نومونو (اوفائدو) ددی څیزونو، پس هرکله چه خبرئی ورکړو هغوی ته په نومونو (اوفائدو) دهفه څیز اوویل اللّه تعالٰی: آیا نه ووویلی ماتاسوته چه یقیناً ځه پوهیږم په پټو څیزونو دآسمانونو اودزمکی، اوځه پوهیږم په هغه څه چه تاسوښکاره کوئ اوپه هغه څه تاسوئی پټوئ ﴿۳۳﴾
اوکوم وخت چه اوویل مونږ: ای آدم علیه السلام اوسه ته او بی بی ستاپه جنت کښی اوخورئ دواړه ددی نه فری مانه هرځای چه خوښه شی ستاسو، اونزدی مه ورځئ دی ونی ته (قصداً) پس شئ به تاسو (که نزدی شوی په قصد) د گنهگارونه ﴿۳۴﴾
[۳۳] مقصد په دی انباء کښی دادی چه ملائکوته معلومه شی چه آدم علیه السلام سره علم ددغه څیزونو شته دی (أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ) په قصه کښی لوئ مقصد اثبات دعلم غیب اوعلم دهرڅیزدی داللّه تعالٰی دپاره -
[۳۴] دادوهمه قصه ده اودادقرآن کریم په اووه سورتونوکښی دجداجدا حکمتونودپاره ذکرده دلته کښی یومقصد پکښی څلورم انعام په انسانانو ذکرکوی چه اللّه تعالٰی په آدم علیه السلام انعام دسجود د ملائکه او دجنت داوسیدلو او ابتلاء شرعی او زمکی ته راکوزیدل دپاره ددی چه نظام تکوینی اوشرعی ورباندی مرتب شی اوتعلیم دتوبی ورکولو اوکړو دا انعامات دی په ټول اولاد د آدم علیه السلام باندی (اسْجُدُوا) مراد دسجدی نه سجده دتعظیم ده په سرخکته کولوسره په طریقه دسلام اواحترام سره داسی سر کوزول په طریقه دتعظیم مخلوق ته په دی آیت کښی منسوخ دی داابن کثیراو نورمفسرین لیکلی دی (وَاسْتَكْبَرَ) تکبردی ته وائی چه دحق دمنلونه په ضد سره انکارکوی اوحق والوته سپک گوری اواستکبار داچه تکبرکوی بغیرداستحقاق نه اوهرچه تکبردی نوکله په استحقاق سره وی لکه په صفت د اللّه تعالٰی کښی اوکله بغیردحق نه لکه په صفت دبندگانوکښی دلته د ابلیس استثناء منقطع ده ځکه چه هغه دجنس ملائکونه نه وؤ بلکه جنس دپیریانونه نه وؤ اودهغه امرپه سورة اعراف (۱۲) کښی ذکردی او دلته دابلیس څلورحالات ذکرشول سجده نه کول، انکارکول دفرضیت دسجدی نه، استکبارکول چه داعلت دی دپاره دانکار، دکافرانوسره شاملیدل (وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ) ددی دوه معانی دی اوله معنیٰ داچه وودکافرانونه په علم د اللّه تعالٰی کښی لیکن ملائکوسره اوسیدل دده کرامت نه وؤ بلکه استدراج وو- دوهمه معنیٰ دکافرانونه اورگرزیدلوتوبه ئی اونکړله -