وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۳۵﴾ فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ ﴿۳۶﴾ فَتَلَقَّى آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۳۷﴾
اوویل مونږای آدم علیه السلام اوسه ته او بی بی ستا په جنت کښی اوخورئ دواړه فری مانه هرځای چه خوښه شی ستاسو، اونزدی مه ورځئ دی ونی ته (قصداً) پس شئ به تاسو (که نزدی شوئ په قصد) د گنهگارونه ﴿۳۵﴾
پس اوخویه ول دا دواړه شیطان دهغه ونی په وجه، پس اوویستل ئی دواړه دهغه ځای نه چه دوی ؤو په هغه کښی اوویل مونږ: کوزشئ بعضی ستاسو به دبعضو دپاره دشمنان وی اوستاسو دپاره په زمکه کښی ځای داوسیدلو دی اونفع ده تریووخت پوری ﴿۳۶﴾
پس زده کړی آدم علیه السلام درب خپل نه یوڅوکلمی پس رحم ئی را اگرځوو په هغه باندی یقیناً خاص اللّه تعالٰی ډیرتوبه قبلوونکی مهربان دی ﴿۳۷﴾
[۳۵] په گناه کښی قصد کول شرط دی او آدم علیه السلام کارپه هیره باندی کړی وؤ لکه سورة طٰهٰ (۱۱۵) کښی دی نوهغه گنهگار نه دی اوداهل سنت اوالجماعت عقیده داده چه پیغمبران علیهم السلام دوړو اولویو گناهونونه پاک دی دنبوت نه وړاندی اووروستو په نزد د اکثر اهل علمو په دی آیت کښی انعامات خاصه ذکردی جنت کښی اوسول اوفراخه خوراک ورکول اوابتلاء په شجره سره (وَزَوْجُكَ) ویلی شوی دی چه جنت د داخلولونه وړاندی دآدم علیه السلام د گسی پختئ نه اللّه تعالٰی حواء علیهاالسلام پیداکړه اوورسره ئی جنت ته داخله کړله جنت نه مراد هغه دارالثواب دی چه اللّه تعالٰی د مؤمنانو لپاره خائ دثواب گرځولی دی داغوره قول دی (رَغَدًا) په دی کښی وسعت دخوراک ته اشاره ده، (وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ) منع دنزدیکت نه دپاره د تاکید ده لکه په لاتقربواالزناء کښی او ددی اونی تعین په قرآن او حدیث صحیح مرفوع کښی نشته ددی وجی نه ددی په باره کښی یقینی فیصله نشی کیدلی اودانهی دتحریم دپاره ده یادتنزیه (خلاف اولیٰ ) دپاره ده (فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ) په لغت کښی ظلم نقصان ته ویلی شی اوکله کله زیاتی ته هم ویلی شی اوپه عرف یوڅیزبی ځایه استعالولو ته ظلم ویلی شی شریعت کښی ددی اطلاق په اجتهادی خطائی اوخلاف اولیٰ اوگناه صغیره او گناه کبیره اوکفراوشرک باندی کیږی - دلته معنی داده چه په قصد سره دی اونی ته مه نزدی کیږئ اوکه په قصد سره نزدی شوئ نوگنهگاربه شئ لیکن دی خوپه هیره یاپه اجتهادی خطائی هغه خوړلی ده -
[۳۶] په دی آیت کښی راکوځیدلو تکوینی غایه ئي بیان شویده چه هغه دکورنئ دشمنی او دځمکی فائدی ترفنا کیدلو پوری دی (فَأَزَلَّهُمَا) زلت خوئیدلو ته وائی اوخویدل بی اختیاره وی په هغی کښی گناه نه وی (الشَّيْطَانُ) شیطان ته نسبت د هغی وسوسی دوجی نه دی چه په سورة اعراف (۲۰) کښی ذکرده - (مِمَّا كَانَا فِيهِ) مراد ددی نعمتونه اولذتونه دجنت دی (اهْبِطُوا) داخطاب آدم او حوا علیهما السلام ته دی اولادئی تابع دی -
[۳۷] هغه کلمات سورة اعراف (۲۳) کښی ذکردی - اوڅوک چه وائی چه آدم علیه السلام په وسیله دآخری نبی یاد پنجتن دعا کړی وه نوهغه حدیث موضوعی دی - ذهبی دمستدرک په تعلیق ص:۶۱۵،ج:۱ اوابن کثیر په البدایه ص:۷۵، ج:۱ کښی وئیلی دی چه داضعیف دی -