الم ۱۹ اَلٌبَقَرَة

قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۳۸﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۳۹﴾ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ ﴿۴۰﴾

اوویل مونږ: چه کوزشئ‌ ددی نه ټول، پس که راشئ‌ تاسوته ځمادطرف نه لار خودونکی (کتاب اورسول) پس چاچه تابعداری اوکړه دهدایت زما پس نه وی هیڅ ویره په هغوی باندی اونه به دوی غمژن کیږی ﴿۳۸﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی (په زړه) اودروغژن کوی (په ژبه) ایاتونه ځمونږ داسی کسان دوزخ والا دی، دوی په هغه کښی همیشه وی ﴿۳۹﴾
ای اولاد دیعقوب علیه السلام (بنده د اللّه تعالٰی) یادکړئ (په شکرکولوسره) نعمت زما هغه انعام کړی دی په تاسوباندی، اوپوره کوئ لوظ زما (ستاسوسره) ځه به پوره کړم لوظ ستاسو، اوخاص زمانه ویره اوکړئ (په احکامومنلوسره) ﴿۴۰﴾

[۳۸] (اهْبِطُوا) دااهباط او مخکنی یوڅیزدی صرف ددوهمی فائدی ذکرکولو دپاره ئی دوباره راوړی دی - نه به وی هیڅ ویره په دوی باندی دفوت کیدلو دنعمتونو اونه به دوی غم کوی په دُنیا پسی اوداحالت صرف په جنت کښی دی - دوباره هبوط ئی ذکرکړو دپاره غایه دتشریعی چه هغه کتابونه اورسولان رالیږل دی (مِنِّي هُدًى) اشاره ده هدایت هغه دی چه وحی سره ثابت وی دانه ده چه په خپل عقل سره جوړکړی دی -
[۳۹] داویره اخروی ده نه منونکوته (كَفَرُوا) کفرانکارکول دی په زړه کښی اوتکذیب کول دی په ژبی سره (أَصْحَابُ النَّارِ) اصحاب جمع د صاحب ده چه همیشه ملگری اولازم وی نوچه په طریقه د څوکیداری کولو دی لکه ملائک په جهنم باندی مقرردی سورة مدثر (۳۱) او انسانان او پیریان چه همیشه په جهنم کښی دی هغه کافران مشرکان دی -
[۴۰] باب دریم ددی ځای نه تر (۴۸) پوری دی په دی باب کښی خاص خطاب دی ورستو دعام خطاب نه په دی کښی نهه اوامر او پنځه نواهی دی - دری ناکاره صفات دی چه دهغی نه منع کوی ځکه چه په هغی سره دین بربادیږی (۱) اشتراء په آیاتونو مه کوئ (۲) تلبیس او کتمان مه کوئ (۳) اوعمل مه پریږدئ - اودری ښایسته صفات دی چه په هغی ددین پوخ والی راځی - (۱) استعانت په صبر (۲) مونځ کول (۳) ایمان په آخرت - اوبیا ترغیب او تخویف اُخروی ذکر دی (يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ) دالقب دی د یعقوب علیه السلام او معنیٰ ئی عبداللّه ده نومقصد داچه ای اولاد دهغه چاچه د اللّه تعالٰی دپاره ئی عبادت خاص کوؤ (په اعبدوا) باندی عمل کوؤ اوپه دی سره ئی اولاد ته وصیت کړی وو (اذْكُرُوا) مرادذکرنه په زړه کښی یاداشت دی یعنی غفلت نه کول او شکرکول دی (نِعْمَتِيَ) دامفرد په معنیٰ د جنس دی هغه خاص نعمتونه چه وروستوئی ذکرکړی دی هغه ددوی په مشرانو باندی وؤ اونعمتونه په مشرانوباندی دادهغوی په کشرانوباندی هم وی (وَأَوْفُوا بِعَهْدِي) مراد ترینه هغه عهود دی چه په تورات کښی ذکر وؤ اوپه دی سورة کښی دهغی ذکر دی په (۸۴،۸۳،۶۳) کښی (أُوفِ بِعَهْدِكُمْ) ددی دواړن عهدونو ذکر په مائده (۱۲) کښی دی (فَارْهَبُونِ) رهبت ویره کول دی سره دځان بچ کولونه اوپه اصطلاح دبنی اسرائیلو کښی تقویٰ ته رهبت ویلی کیدلو -