الم ۲۰ اَلٌبَقَرَة

وَآمِنُوا بِمَا أَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ ﴿۴۱﴾ وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۴۲﴾ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ ﴿۴۳﴾

اوایمان راوړئی په هغه کتاب چه نازل کړیدی ما ریشتنی کوونکی دی دهغه کتابونو چه تاسره دی، اومه کیږئ اول انکار کوونکی ددینه، اومه اخلئ‌ په آیاتونوزما قیمت لږ، اوخاص زمانه پس اوویریږئی (په ځان بچ کولو سره دحرامونه) ﴿۴۱﴾
اومه گډوډ کوئ حق (په خلقوباندی) په سبب د باطل سره او (مه) پټوی حق لره او (حال دا) چه تاسو پوهیږئ ﴿۴۲﴾
اوپابندی کوئ دمانځه اوورکوئ زکوٰة اورکوع کوئ سره درکوع کوونکو نه ﴿۴۳﴾

[۴۱] په دی آیت کښی دوه آوامردی او دوه منهیات ذکر دی اول امر (آمِنُوا بِمَا أَنْزَلْتُ) دعوت دی ایمان ته په قرآن او سنت باندی (وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ) دامنع ده دمنافی دایمان نه چه کفردی اول ئی ورته ځکه اوویل چه دوی (کتابیان) کفراوکړی نوورپسی ددوی تابعداران هم کفرکوی نودوی به اول شی یا کفر په معنیٰ د پټولو سره دی - د عمررضی اللّه عنه نه روایت دی چه بنی اسرائیل تیرشوی دی اودا آیاتونه تاسوآورئ یعنی په دی کښی دی امت ته هم خطاب دی (وَلَا تَشْتَرُو) دادوهم منافی دایمان نه منع کول دی (بِآيَاتِي) مراد ددی نه احکام د اللّه تعالٰی دی یامراد ددی تفسیر (بدلول) کفرکول، پټول، تحریف کول، عمل پریخودل دآیاتونو دی مراد دادی چه په آیاتونو دتوحید باندی یارسالت باندی یاپه نورو احکاموباندی ایمان او عمل ددی وجی نه پریږدی چه ده ته ددنیا مال یا جاه اومرتبه ملاویږی - دارنگ ددی مراد دادی چه په بدل دتلاوت دآیاتونوکښی مالی عوض اخلی یاخوراک څښکاک کوی هغه تلاوت چه مقصد پکښی ثواب وی نوپه دی سره دآخرت بدله بربادیږی اوهرچه دم کول او تعلیم دی نوپه احادیثو صحیحو سره په هغی باندی اجرت اخستل جائزدی (ثَمَنًا قَلِيلًا) دلږقیمت نه مراد ټوله دُنیا ده ځکه چه دنیا و مافیها ددین اوآخرت په مقابله کښی هیڅ نه دی - داسی په سوره نساء (۷۷) اوسورة توبه (۳۸) کښی دی (وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ) دلته ئی منهیات ذکر کړل نودهغی سره ذکرتقویٰ مناسب دی -
[۴۲] په دی آیت کښی دوه مناهی ذکر کوی په مخکښی آیت کښی هغه منهیات وو چه سبب دی دگمراهئ په خپله دلته هغه ذکرکوی چه نوخلق گمراه کوی - مگرعلم والاگمراه کوی په تلبیس سره اوخالص او خالص امیان گمراه کوی په کتمان سره (بِالْبَاطِلِ) یعنی غیرحق الفاظ د حق سره یوځای کوی لکه شیعگانو په ډیروآیاتونوکښی دخان نه الفاظ کیخودلی دی یا بالباطل نه غلط تاویلونه او اچول دشبهاتو دی په حق باندی لکه چه ډیرجامد مقلدینو دصحیح احادیثو تاویلات بعیده کړی دی اومعتزله جهمیه اوبعضی ماتریدیه اشاعره دصفاتود آیاتونو تاویلات کوی (وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ) دالفظ دډیری زورنی دپاره د ی چه سرهٔ دعلم نه حق پټه وی یاپه دی سره احتراز کوی دهغه مجتهد امام چه بعضی مسئله کښی په هغه باندی حق پټ پاتی شویوی نوداکتمان حق دی خو بغیر علم نه نوگناه نه دی -
[۴۳] دا امور مقومّه (کلکوونکی) او مکمله دایمان دی دلیل دی چه داعملونه په ددین د بنی اسرائیلوکښی هم فرض وؤ (مَعَ الرَّاكِعِينَ) کښی مراد داچه جماعت دصحابوسره ملگری شئ په تابعداری کولو اومحبت کولو سره اوذکردرکوع مراد ترینه ټول مونځ دی - اوتخصیص درکوع ئی په دی وجی سره کړی دی چه بنی اسرائیلو په دی کښی سستی کوله اودائی برباده کړی وه -