أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۴۴﴾ وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ ﴿۴۵﴾ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿۴۶﴾
آیا حکم کوئی تاسو خلقوته په نیکئ سره او هیروئ تاسو ځانونه خپل (اوحال دا) چه لولی تاسو کتاب آیا پس عقل نلرئ ﴿۴۴﴾
اومددحاصل کړئ په صبرکولو او مونځ کولو سره، اویقیناً داکارخامخا گران دی مگرپه عاجزی کوونکو باندی ﴿۴۵﴾
هغه کسان دی چه یقین کوی چه بی شکه دوی به مخامخ کیږی درب خپل سره او یقیناً دوی خاص هغه ته ورگرځیدوونکی دی ﴿۴۶﴾
[۴۴] په دی آیت کښی زورنه ده په عمل نه کولوسره دعلم نه (بِالْبِرِّ) هره نیکئ ته شامل دی اوتفسیرئی په دی سورة (۱۸۹،۱۷۷) او سورة آلعمران (۹۲) کښی ذکر دی (وَتَنْسَوْنَ) مراد ددی په قصد سره پریخودل دی ددی آیت نه معلومه شوه چه کوم عالم په خپل علم باندی عمل نه کوی نوهغه بی عقله وی -
[۴۵] په دی آیت کښی یوامرذکردی اوامرددی چه په تیرشوی اوامرواونواهیوباندی عمل کول سخت دی لیکن په هغی باندی دعمل کولودپاره په صبراوصلوٰة سره ځان پخول پکاردی نوداستعانت په صبراوصلوٰة نه مراد دادی چه عمل دصبراومونځ کوئ په دی سره به په ایمان اودهغی په اعمالوباندی مضبوطوالی حاصل شی - دعا په وصیله دصبراوصلوٰة دلته مراد نه ده اگرچه جائزده - صبر خپل نفس پخول دی په مصیبتونو تکوینی اوتشریعی باندی اونفس منع کول دی دخواهشاتونه نودصبردری قسمونه دی صبرپه مصیبتونو- صبرپه طاعاتو اوصبر دحرامونه (وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ) هاضمیرراجع دی استعانت دصبراوصلوٰة ته یاصرف صلوٰة ته (الْخَاشِعِينَ) خشوع عاجزی او ویره دزړه ده چه دهغی آثار په اندامونوباندی ښکاره شی اوداپه مونځ کښی فرض ده اگرچه یوساعت وی -
[۴۶] دا آیت دلیل دی په دی باندی چه آخرت باندی یقین کول سبب دخشوع دی او خشوع داسی صفت دی چه په هغی سره ټول عبادتونه اسانیږی (يَظُنُّونَ) دلته ظن په معنیٰ دیقین دی او (مُلَاقُو رَبِّهِمْ) نه مراد اللّه تعالٰی ته پیش کیدل دی دپاره حساب اوجزا یاظن نه مراد امید دی او ملاقواللّه نه مراد دیدن د اللّه تعالٰی دی په جنت کښی -