يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۴۷﴾ وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۴۸﴾ وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ ﴿۴۹﴾
ای اولاد د یعقوب علیه السلام یاد کړئ (په شکرسره) نعمت زما هغه چه ماانعام کړی دی په تاسو باندی اویقیناً غوره والی درکړی دی ماتاسوته په ټول عالم باندی ﴿۴۷﴾
او اوریریږئ د عذاب دهغه ورځی نه چه بدله نشی ورکولی هیڅ نفس (بی جرمه) دبل نفس مجرم نه دڅه شی اونه قبلیږی دهغه نفس (اول نه) سفارش کول اونه به اخیستی کیږی دهغه نه بدله (مالی) اونه به دوی سره امداد کیدی شی ﴿۴۸﴾
اوکوم وخت چه بچ کړی مونږ تاسودفرعونیانونه دررسوَلْ ئي تاسوته بدعذابونه حلالول ئی زامن (پیداکیدونکی) ستاسو او ژوندی ئی پریخودلی (دبی حیاکولودپاره) زنانه ستاسواوپه دی (نجات درکولو کښی) انعام وؤ ستاسو دطرف نه لوئ ﴿۴۹﴾
[۴۷] دفضیلت وجه داده چه اللّه تعالٰی دوی ته توحید اوایمان ورکړی وؤ (اعبدواربکم) مسئله ئی منله اوپه دوی کښی ئی رسولان رالیږل هغه وخت په بل قوم کښی دا دواړه صفتونه نوؤ - نودوی په ټول عالم غوره وؤ داصفتونه په دی امت کی هم شته دی نو بنی اسرائیل په دوی باندی غوره نه دی په دی آیت کښی ترغیب دی چه اوس هم اعْبُدُوا رَبَّكُمُ، مسئله اومنئ نواللّه تعالٰی به نعمتونه درکړی اوغوره والی به درکړی -
[۴۸] په دی آیت کښی دآخرت دعذاب نه ویره ورکول دی چه په دنیا کی مجرم کس په یو ددی څلورو طریقو سره خلاصی مومی لیکن په قیامت کښی په دی څلورو طریقو سره خلاصی نه ملاویږی ترڅوپوری چه توحید ئی نه وی منلی (لَا تَجْزِي) کافی کیدل دبل چاپه ځای یادفع کول دعذاب یا فائده ورکول مراد دی دااوله طریقه ده (شَفَاعَةٌ) دپاره دمؤمنانو په اذن د اللّه تعالٰی سره حق دی لیکن دلته بحث دکافرانودی دا دوهمه طریقه ده (وَلَا يُؤْخَذُ) جرم اداکول دریمه طریقه ده (وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ) په زور سره خلاصول څلورمه طریقه ده -
[۴۹] باب څلورم ددی ځای نه تر (۹۶) پوری دی په دی کښی شپږ قسمه دخطاباتودبنی اسرائیلونه دی چه په هغی کښی په دوی باندی دانعاماتو ذکر دی دپاره ددی چه اولاددهغوی مسئله دتوحید اومنی اوذکرد خباثاتود هغوی دی ددی لپاره چه عام عرب او امتیان دهغوی دتابعدارئ نه ځان بچ کړی اودا خباثت سبب دانتقال دخلافت اونبوت دی ددوی نه بنی اسماعیلوته - بیادغی آیت نه تر (۶۲) پوری اول خطاب دی چه په هغی کښی اته انعامات اودوه عذابونه ذکرشوی دی اوآخری آیت تتمه ده په ترغیب سره - اول انعام نجات دفرعونیانونه - فرعون خوب اولیدو چه په بنی اسرائیلوکښی یوهلک پیداشوی دی اوزما حکومت ئی بربادکړی دی - یاداچه دبنی اسرائیلونه ئی اوریدل چه اللّه تعالٰی به بنی اسرائیلوکښی یونبی پیداکوی چه هغه به سبب دزوال دحکومت دفرعون وی او بنی اسرائیلو داخبره د خپلومشرانونه نقل کوله لکه چه حدیث الفتون ابن کثیر په تفسیردسوره طٰهٰ کښی ذکرکړی دی - بعضی تفسیرونو کښی خبردکاهنانوذکر دی لیکن دهغی تصدیق نه دی جائز (آلِ فِرْعَوْنَ) قوم او تابعداران دفرعون مراد دی هغوی ته قبط ویلی کیدل (يُذَبِّحُونَ) دا دلته تفسیردی دسوءَ العذاب (وَيَسْتَحْيُونَ) یومعنیٰ داده چه ژوندی به ئي پریخودلی دهغوی زنانه دبی حیائی دپاره - دومه معنیٰ داچه بی حیا کولی ئی دهغوی زنانه، دریمه داچه دهغوی دعورتونوتفتیش به ئی کوؤ چه آیا ولد ئی پیدا شوی دی اوکه نه (ذَلِكُمْ بَلَاءٌ) که ذالکم اشاره شی عذابونه دفرعونیانو ته نوبلاء په معنیٰ دامتحان دی اوکه ذالکم اشاره وی نجات ورکولوته نو بلاء په معنیٰ دانعام سره دی -