الم ۲۳ اَلٌبَقَرَة

وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنْجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ ﴿۵۰﴾ وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَى أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ ﴿۵۱﴾ ثُمَّ عَفَوْنَا عَنْكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۵۲﴾

اوکوم وخت چه اوچؤومونږ ستاسودبچ کولو دپاره دریاب پس بچ کړئ مونږتاسو او غرق کړل مونږفرعونیان اوتاسو هغوئ ته کتل ﴿۵۰﴾
اوکوم وخت چه وعده اوکړه مونږ د موسیٰ علیه السلام سره دڅلویښت شپو بیا اونیوو تاسو سخی (په خدائی سره) روستو دتللو د موسیٰ علیه السلام نه اوتاسو ظلم کوونکی وئی (په شرک سره) ﴿۵۱﴾
بیا معافی اوکړه مونږتاسوته روستو ددینه (په وجه دتوبه کولو) دپاره ددی چه تاسو شکراوکړئ ﴿۵۲﴾

[۵۰] (آلَ فِرْعَوْنَ) کښی فرعون هم داخل دی ځکه لفظ آل کښی مضاف الیه په حکم د مضاف کښی داخل وی اودقرآن کریم تصریحات دی چه فرعون غرق شوی دی لکه په سورة اسراء (۱۰۳) اوسوره ‌‌ذاریات (۴۰) اوسوره نازعات (۲۵) کښی اوپه دی آیت کښی دوهم انعام ذکر دی نجات دغرق نه - اونجات دفرعونیانونه په دمه دمه وؤ نوهلته نجینا، ذکر کړو اودغرق نه نجات په یوځل سره وؤ نودلته ئی انجینا، ذکر کړو - او دریاب نوم بحیرة قلزم دی چه هغی ته بحراحمر هم ویلی شی -
[۵۱] ددی واقعی تفصیل په سوره اعراف کښی راځی اودا تمهید دی ددریم نعمت دپاره - (وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ) دلته ظلم په معنیٰ شرک دی په یهودیانو کښی عقیده دحلول وه ددی وجی نه ئی د سخی عبادت کوؤ اوداعادات دوی دمصریانونه ایزده کړی وؤ -
[۵۲] دادریم انعام دی معاف کول د شرک په سبب دتوبی سره - اودتوبی الفاظ په سورة اعراف (۱۴۹) او روستو آیت کښی (فَتَابَ عَلَيْكُمْ) راځی (لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) دشرک دعذاب نه بچ کیدل نعمت دی ددی وجی نه دلته ئی شکرذکرکړو - اوشکرپه لغت کښی اثرښکاره کیدل اوپه شریعت کښی د اللّه تعالٰی د نعمتونو اظهار په ژبه په طریقه دثناکولو اوپه اندامونوپه طریقه دعباداتو اوپه زړه کښی په طریقه داعتقاد د تعظیم ده هغه -