وَإِذْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۵۳﴾ وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَى بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ عِنْدَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۵۴﴾ وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ ﴿۵۵﴾ ثُمَّ بَعَثْنَاكُمْ مِنْ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۵۶﴾
اوکوم وخت ورکړو مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب (تورات) اوجدائي کوونکی (دحق اودباطل) دپاره ددی چه لار اومومئ ﴿۵۳﴾
اوکوم وخت چه اوویل موسیٰ علیه السلام خپل قوم ته، ای قومه زما یقیناً تاسو ظلم کړی دی په ځانونو خپلو په سبب دنیولو ستاسو سخی لره (په خدائی سره) پس توبه اوکړی پیدا کوونکی خپل ته، پس اووژنئ، ځانونه خپل، دا (توبه کول) غوره ده تاسولره په نزد دپيداکوونکی ستاسو، پس توبه ئی قبوله کړه ستاسو، یقیناً خاص اللّه تعالٰی ډیرتوبه قبلوونکی او رحم کوونکی دی ﴿۵۴﴾
اوکوم وخت چه اوویل تاسو ای موسیٰ علیه السلام هیچری مونږایمان نه لرو په تاباندی ترهغی پوری چه اووینو مونږ اللّه تعالٰی ښکاره پس اونیوو تاسولره تندر اوتاسوورله کتل ﴿۵۵﴾
بیاژوندی کړئ مونږتاسو روستو دمرگ ستاسونه دپاره ددی چه احسان اومنئ (داللّه تعالٰی) ﴿۵۶﴾
[۵۳] داڅلورم انعام دی کتاب ورکول دپاره دهدایت اوددی دپاره چه پوره توحید باندی کلک شی - (الْفُرْقَانَ) دادریم صفت دتورات دی یا معجزی د موسیٰ علیه السلام یا صحیفی دهغه چه په دی ټولوسره فرق دحق او باطل راځی -
[۵۴] داپنځم انعام دی مطلب دادی چه په توبه کښی قتل دمجرمانو شرط کړی وو لیکن بیائی په هغی کښی تخفیف اوکړو - یعنی بعضی ئی قتل کړل یائی ټول معاف کړل (بَارِئِ) هغه ذات چه پیدا کوونکی دی په جداجدا شکلونو اوصورتونوسره (أَنْفُسَكُمْ) یعنی خپل ځانونه قتل ته اوسپارئ یامراد دادی چه اوژنئ هم جنس خپل چاچه جرم کړی دی په عبادت د سخی سره (فَاقْتُلُوا) داتفسیر دتوبی دی یعنی د هغوی توبه ئی قتل مقرر کړو یا توبه په زړه او په ژبه سره وه اوقتل دهغی عقوبت او مکمِل دتوبی دی لکه زمونږ امت کښی د توبی سره رجم دزناکارو اودتوبی سره قصاص اخستل دی (فَتَابَ عَلَيْكُمْ) دلته مراد تخفیف راوستل دی په سزا دقتل کښی اوپه دی معنیٰ په سورة توبه (۱۱۷) کښی شته اوکوم روایاتوکښی راځی چه اویازره کسان قتل کړی شوی وو داد یهودو مبالغی دی دخپل کثرت او برکت دښکاره کولو دپاره -
[۵۶،۵۵] داشپږم انعام دی چه دمرگ (دعقوبت نه) روستو بیائی ژوندی کړئ اودامعجزه د موسیٰ علیه السلام ده - په اول آیت کښی تمهید دی په ذکردعذاب اوپه سبب عذاب سره اوددوی تفصیلی واقعه په سورة اعراف (۱۵۵) کښی ده (لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ) ایمان لغوی مراد دی تصدیق کول یعنی موسیٰ علیه السلام ته ئی ویل چه ستاپه صرف غیبی خبرو زمونږ باور نشته (حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً) دا سوال ددوی په طریقه دبی ادبئ اوډیری بی باکئ سره وؤ (الصَّاعِقَةُ) سخته چغه یاتندر سره مړه شول (مَوْتِكُمْ) ددی نه مراد د هغوی مرگ دی څوک ددی تاویل کوی په بی هوشئ سره نوهغوی دمعجزاتو نه منکردی داسی واقعات په دی سورة کښی پنځه دی (۲۶۰،۲۵۹،۲۴۳،۷۲) -