وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۵۷﴾ وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هَذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا حِطَّةٌ نَغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۸﴾ فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنْزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۵۹﴾
اوسوری کړی مونږ ستاسودپاسه وریځی، اوراولیږل مونږپه تاسو باندی ترنجبین او مړزان - (اوویل مونږ) خورئ دپاک (مزیدار) دهغی نه چه مونږدرکړی دی تاسوته، اوظلم نه وؤ کړی دوی په مونږباندی، اولیکن دوی په خپلوځانونوباندی ظلم کؤو ﴿۵۷﴾
اوکوم وخت چه اُویل مونږورننوځی دی ښارته پس خورئی، ددی نه چیرته چه غواړی فریمانه اوورننوځی دروازی ته سجده کوونکی، اووائی کلمه د حطة (اوبخی مونږ) اوبه بخوتاسوته گناهونه ستاسو اوضرورزیات به کړو مونږثواب دخایسته عمل کوونکو ﴿۵۸﴾
پس بدل کړه هغه چاچه ظلم ئی کړی ؤو وینا (واخسته) سیوا دهغی نه چه ویلی شوی وه دوی ته پس راولیږلومونږپه هغه کسانو چه ظلم کړی ؤو سخت عذاب (مقررشوی) دآسمان دطرف نه په دی وجه چه نافرمانی ئی کوله ﴿۵۹﴾
[۵۷] داووم انعام دی دادبنی اسرائیلو دهجرت فائدی دی (الْغَمَامَ) نرئ وریځ ته وویلی شی چه لمر پټ کړی لیکن تیاره اوگرمی نه پیداکوی (أَنْزَلْنَا) ددی نه مراد په غیبی طریقی سره پیداکول دی - د (كُلُوا) نه مراد دادی چه خیانت پکښی مه کوئ اوناشکری مه کوئ لیکن چه دوی دا کارونه اوکړل اوذخیره ئی کوله نوهغه راتلل لږشول نوهغی ته ئی ظلم وویل - (طَيِّبَاتِ) هغه څیزونه چه حلال وی اوپاک و ی اومزه ورکوی اوپه بدن کښی عذائیت پیداکوی -
[۵۸] په دی آیت کښی تمهید د اول عذاب دی اوداواقعه د یوشع علیه السلام په وخت کښی وه د موسیٰ علیه السلام په وخت کښی دوی دهغه ملک سره دجهادکولونه انکار کړی وؤ نوڅلویښت کاله په میدان تیه کښی قید پاتی شول او موسیٰ او هارون علیهما السلام په هغه زمانه کښی وفات شول نودیوشع علیه السلام په وخت کښی دوی جهاد اوکړواوهغه ملک ئی فتح کړو نوهغه وخت هغوی تاداحکمونه اوشول چه په دی آیت ذکردی دوه انعامات دوه عبادات دوه فائدی (سُجَّدًا) مراد ترینه په تواضع سره سر خکته کول دی یامراد دادی چه دداخلیدلوونه روستو سجده دشکراوکړئ، لیکن اوله معنیٰ په صحیح حدیث سره معلومیږی (وَقُولُوا حِطَّةٌ) خاص ددی لفظ په ویلوسره دوی مامور وؤ او ددی معنیٰ په عبرانئ او عربئ ژبوکښی دگناهونو بخشش دی (وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ) یعنی څوک چه گنهگار دی نوهغه ته په دی عباداتوسره گناه معاف شی اودچاچه گناه نه وی نوهغه زیات اجربه ملاؤشی -
[۵۹] داذکرداول عذاب دی په سبب دبدلولو دشرعی وینا - مطلب دادی چه د (حِطَّةٌ) په ځای حَبَّةٌ ئي ویل یا حِنطَةٌ اودسجدی په ځای باندی په خړپوڅو تلل ئی کول داسی امام بخاری په کتاب التفسیر کښی حدیث راوړی دی اودابدلول سبب دعذاب دی اودا دلیل دی په دی خبره باندی چه شرعی الفاظ اوشرعی طریقی بدلول لوی گناه دی او بدلوؤنکی ظالم اوفاسق دی اوسبب د لوی عذاب دی - اوداکاربدعتیان دعقیدی اوداعمالوکوی چه دین ئی بدل کړی دی اوداسزاخودقول دبدلولو ده اوچه عمل بدل کړی (چه دهغی ذکرئي دلته پریخودلی دی) نوهغه ددی نه زیات جرم دی -