وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ كُلُوا وَاشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۶۰﴾ وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نَصْبِرَ عَلَى طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ مِنْ بَقْلِهَا وَقِثَّائِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَى بِالَّذِي هُوَ خَيْرٌ اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُمْ مَا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ ﴿۶۱﴾
اوکوم وخت چه اوبه اوغوښتلی موسیٰ علیه السلام دپاره دقوم خپل، پس اوویل مونږاووهه همساخپلی سره دغه گټه - پس روانی شوی ددی گټی نه دولس چینی په تحقیق سره پیژندلو هری ډلی گودرخپل (اوویل مونږ) خورئ او څکئ درزق داللّه تعالٰی نه اومه گرځئ په ځمکه (دنیا) کښی فسادکؤونکی ﴿۶۰﴾
اوکوم وخت چه اوویل تاسو ای موسیٰ علیه السلام هیچ چیری صبرنه کؤو مونږپه یوقسم خوراک باندی، پس دعا اوغواړه دپاره زمونږ درب خپل نه چه رااوباسی دپاره زمونږ دهغی نه چه ټوکوی ئی ځمکه دسبزئ دهغی نه اوتری (بادرنگ) دهغی اواوږه (یاغنم) دهغی اومسور (دال) دهغی اوپیازدهغی، اوویل موسیٰ علیه السلام آیاغواړئ هغه شی چه لاندی دی په بدل دهغی څه چه ډیرښه دی کوزشئ یو ښارته، پس یقیناً ستاسو دپاره هغه څه دی چه غواړئ ئي تاسو اوواچولی شوپه دوی باندی ذلت (په ظاهر) اوخواری (دزړه) اواخته شول دوئ په غضب د اللّه تعالٰی سره، داپه سبب ددی چه دوی وو چه کفرئی کولو په آیاتونود اللّه تعالٰی اووژل ئی پیغمبران بغیر د جرم شرعی نه - داپه دی سبب چه دوی نافرمانی کوله اودحد شرعی نه ئی زیاتی کوو ﴿۶۱﴾
[۶۰] دا اتم انعام دی، دولس قبیلی د بنی اسرائيلو وی نودهری قبیلی دپاره جداجدا گودر وو اوهریوخپل خپل گودرپیژندلو دپاره ددی چه دبل سره جنگ پیدانشی (مُفْسِدِينَ) یعنی ناشکری ددی نعمت مه کوئ -
[۶۱] داذکرددوهم عذاب دی په سبب دبدلولود نعمتونوسره او موسیٰ علیه السلام مشوره ئی هم اونه منله اوپه حرص دخوراک سره ئی د اللّه تعالٰی تعالی نعمت بدل کړو ددی اوله سزا ذلت یعنی په زمیندارئ کښی اخته شول کومه زمینداری چه مسلمانان لره ددین دکارنه مشغول کړی - په دی آیت کښی اشاره ده چه ښارهغی ته وائی چه په هغی کښی دانسان دمعاش ټول اسباب موجود وی - ذِلَّتْ دادی چه په ظاهرکښی سپک والی ښکاره کوی - سپکی جامی اغوندی، سوال کوی مثلاً (الْمَسْكَنَةُ) دادی چه خوی ئی خواروی اوپه زړه کښی مخلوق ته محتاج وی - یهودیان اگرچه مالداروی لیکن داصفات پکښی شته (بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ) مرادترینه اثاردنعمت دی چه ترقی ئی په تنزل بدله شوه اوزړونوکی ئی ددین حق نه نفرت پیداشو - اود لوی عذاب په آخرت کښی مستحق شول (يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ) آیاتونو باندی دکفر ډیری طریقی وی تورات کښی دتوحید او آخری نبی په باره کښی آیاتونه تحریف کول، اوحق پټول اودقرآن به انکار کول اوانجیل نه انکارکول (عَصَوْا) داگناه دفسق ته اشاره ده (وَكَانُوا يَعْتَدُونَ) داگناه دبدعت ته اشاره ده چه هغه په دین کښی دځان نه زیاتی کول دی - او دغی آیت کښی اشاره ده چه وړوکی گناه دلوی گناه لپاره سبب جوړیږی چه توبه ترینه اونه باسی (ذَلِكَ بِمَا عَصَوْاوَ) ذالک اشاره ده کفر اوقتل دانبیاؤته چه دهغی سبب عصیان اواعتداء وه اودا آیت اودارنگ په دی سورة (۸۷) او آلعمران (۱۱۲،۱۸۲،۱۸۱،۲۱) اونساء (۱۵۵) اومائده (۷۰) ښکاره دلیل دی چه یهودیانو انبیاء علیهم السلام قتل کړی وؤ او داسی ډیراحادیث هم په دی باندی دلیل دی اودانکار کوؤنکوسره هیڅ دلیل نشته ماسیوا ددی نه یهود به خوشحاله شی -