وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا نُؤْمِنُ بِمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَاءَهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَهُمْ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنْبِيَاءَ اللَّهِ مِنْ قَبْلُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۹۱﴾ وَلَقَدْ جَاءَكُمْ مُوسَى بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ ﴿۹۲﴾ وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۹۳﴾
اوکوم وخت چه اوویلی شی دوی ته ایمان راوړی په هغه کتاب چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی وائی دوی ایمان راوړومونږ په هغه کتاب نازل کړی شوی دی په مونږ باندی اوکفرکوی دوی په هغه چه سیوا دده نه دی اوحال دادی چه هغه حق دی رشتنی کوونکی دی دهغه کتابونو چه ددوی سره دی، اووایه پس ولی وژل تاسو پیغمبران د اللّه تعالٰی ددینه وړاندی که ئی تاسومومنان ﴿۹۱﴾
اوپه تحقیق سره راوړی ؤو تاسوته موسیٰ علیه السلام ښکاره دلیلونه اواحکام بیا اونیولو تاسو سخی په خدائی سره پس دهغه نه اوتاسو ظلم کؤو (په شرک کولوسره) ﴿۹۲﴾
اوکووخت چه مونږواخیستو پوخ لوظ ستاسونه او اوچت کړومونږ ستاسو دپاسه طور (غر) اُویل مونږ، اونیسئ هغه کتاب چه درکړی مونږتاسوته په کوشش سره او واورئ په قبلولو سره اُویل دوی واوریدو مونږ اونه منومونږ، اوږد شوی دی په زړونوددوی کښی محبت دسخی په سبب دکفر ددوی، اُوایه بد دی هغه څه چه حکم کوی تاسوته په هغی سره ایمان ستاسو که تاسو مؤمنان ئی ﴿۹۳﴾
[۹۱] داهم زورنه ده هغه چاته چه په کتابونود اللّه تعالٰی کی فرق کوی په ایمان راوړلوکښی اوپه دی کښی طریقه د مناظری ده چه دوی دعویٰ اوکړه دایمان راوړلو په خپل کتاب باندی نوپه دوی باندی ئی دوه حجتونه قائم کړل اول (يَكْفُرُونَ بِمَا وَرَاءَهُ) او دوهم حجت (فَلِمَ تَقْتُلُونَ) آه (وَهُوَ الْحَقُّ) په دی کښی الزام دحجت دی په دوی باندی یعنی که تورات دحقانیت دوجی نه منئ نوقرآن هم اومنئ (فَلِمَ تَقْتُلُونَ) یعنی ایمان راوړل په تورات باندی منافی دی دقتل دانبیاؤ نه اود دواړه په منځ کښی تناقص دی نوچه یو نقیض وی (قتل دانبیاؤ) نوبل نقیض نشی کیدی (یعنی ایمان په تورات باندی) -
[۹۲] ددی آیت نه تر (۹۶) پوری شپږم خطاب دی په دی کښی ذکر دی ددوه غټو خباثتونو ، اول زورنه ده په شرک باندی بیا زورنه ده په انکار دکتاب اللّه باندی اوبیا اعلان مباهله دی (بِالْبَيِّنَاتِ) مراد هغه نهه معجزی دی چه په سورة اعراف کښی ذکر دی اودارنگ په دی سورة کښی مخکی اته انعامات هم په دی کښی داخل دی (ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ) مخکی په (۵۱) کښی په طور دانعام سره ذکر وؤ به سبب دعفو سره او دلته په طور دخباثت دهغوئ سره ذکر دی -
[۹۳]
په دی ذکر دبل خباثت ددوی دی اعراض د کتاب اللّه نه په سبب د محبت شرکی سره - (سَمِعْنَا) ئی اوئیل په وخت د اوچت والی دغرکښی او (عَصَيْنَا) ئی روستو اوئیل یائی اول په ژبه اوئیل او دوهم ئی په زړه کښی اوئیل یا اول ئی قبول کړو اوبیائی څه وخت روستو په عمل سره عصیان اوکړو -
فائده: کفر په آیاتونو دتوحید باندی سبب دهغی محبت دسخی ووچه هغه شرک دی اومحبت دسخی سبب دی دبی لوظئ اودا اعراض وو دکتاب اللّه نه (أُشْرِبُوا) اشراب په اوبو سره ښه مړول چه اثرداوبو هراندام ته اورسیږی نوپه دی کښی ډيره مبالغه ده دمحبت دسخی سره ددوی په زړونوکښی (قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ) داهم رد دی په دعویٰ دایمان ددوی په تورات باندی یعنی دعبادت دسخی اوایمان په منځ کښی خو منافات دی نومعلومه شوه چه دعویٰ دایمان ئی دروغ ده -