وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۸۹﴾ بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ أَنْ يَكْفُرُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَنْ يُنَزِّلَ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَى غَضَبٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۹۰﴾
اوهرکله چه راغی دوی ته کتاب (قرآن) دطرفه د اللّه تعالٰی نه رشتنی کوونکی دی دهغه کتابونوچه ددوی سره دی اوؤو دوی مخکښی ددی نه خبرئي ورکوو (دآخری نبی دراتللو) کافرانو (امیانو) ته پس هرکله چه راغی دوی ته هغه څه چه دوی پیژندلو نو انکارئی اوکړو دهغه نه پس لعنت د اللّه تعالٰی دی په داسی کافرانو باندی ﴿۸۹﴾
بد دی هغه شی چه خرڅ کړی دی دوی په هغی سره ځانونه خپل چه کفرکوی دوی په هغه کتاب چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی دوجی دضد نه په دی باندی چه نازلوی اللّه تعالٰی دفضل خپل نه په هغه چاچه غواړی د بندگانوخپلو نه پس اخته شو دوئ په غضب سره دپاسه بل غضب نه اوخاص کافرانو لره دی عذاب ذلیلؤونکی ﴿۹۰﴾
[۸۹] ددی آیت نه تر (۹۱) پوری پنځم خطاب دی په دی کښی دبنی اسرائیلو خباثت ذکر کوی چه دوی دآخری نبی نه سره دمعرفت دهغه نه په ضدسره انکاراوکړو بیا دوه آیتونوکښی تتمه ده د دواړه خطابونوپه زجرونوسره (فَلَمَّا جَاءَهُمْ) ددی جزا پټه ده یعنی دوی کفراوکړو (يَسْتَفْتِحُونَ) یوه معنیٰ هغه ده چه لاندی لیکلی شویده - بله معنیٰ داده چه تپوس به ئی کوؤ وخت په وخت د امیانو کافرانونه په باره ددی نبی کښی اوپه دی دواړه معانوسره فتح په معنیٰ دعلم سره ده - اوبله معنیٰ داده چه امداد ئی طلب کوو د اللّه تعالٰی نه په رالیږلو دآخری نبی سره او ابن کثیر دابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت نقل کړی دی اودامطلب نه دی چه په وسیله دحق نبی ﷺ به ئی سوال کوؤ دادتحقیق خلاف نه معنیٰ ده - نوددی نه دلیل نیول دپاره د وسیله باالذوات صحیح نه دی اول خوداعمل دیهودو دی دوهم دسدی په روایت کښی لفظ دحق راغلی دی اوسدی په روایت کښی ضعیف دی اوددی وجه نه دفقهی حنفی په کتاب الکراهیة کښی دامام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه نه روایت دی چه سوال کول په حق دانبیاؤ اونورمخلوق سره مکروهه دی اوتفسیر احسن الکلام کښی ددی اوږد تحقیق موجوددی -
[۹۰] دا تتمه ده دمخکښی دواړه خطابونو اوزورنه هغه چاته چه په ضد سره انکارکوی (اشْتَرَوْا بِهِ) ددی دوه توجیه دی یوداچه اشتروا په معنیٰ دخرڅولو (تباه کولو) دی دوهم داچه داپه معنیٰ د اخیستلو (بچ کولو) دی په خپل گمان کښی (بَغْيًا) په اصل لغت کښی فساد ته وئیلی شی یاطلب ته وئیلی شی اودلته په معنیٰ د حسد او بغض او طلب دبی مناسبه څیزته وئیلی شی اوداسی ددی سورة په (۲۱۳) او آلعمران (۱۶) اوشوریٰ (۱۴) کښی هم شته (مِنْ فَضْلِهِ) مراددی نه نبوت اووحی ده چه یهودو ویل (دوجی دحسدنه) چه وحی خود بنی اسرائیلو حق دی او محمد ﷺ خو عربی اسماعیلی دی یامراد دفضل نه عام دی علم او دینی مرتبه دیو انسان (فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَى غَضَبٍ) مراد ددی نه ډیراومکرر غضبونه دی یامراد ددی نه دوه غضبونه دی اول په سبب دکفراودوهم په سبب بغی او حسدکولو -
فائده: کله چه عذاب سره ذلت اواهانت څه صفت ذکر شی نوهغه کافرانوپوری خاص وی ځکه چه دعذاب جنهم مؤمنانو دادب اوپاکوالی دپاره دی دسپکوالی دپاره نه دی نودلته ئی عذاب مهین په کافرانوپوری خاص کړی دی -