الم ۳۵ اَلٌبَقَرَة

أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۸۶﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِنْ بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ ﴿۸۷﴾ وَقَالُوا قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَلْ لَعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًا مَا يُؤْمِنُونَ ﴿۸۸﴾

دا هغه کسان دی چه اخیستی دی ژوند دنیوی په بدل دآخرت کښی پس سپک به نه شی ددوی نه عذاب مقرر اونه به ددوی مدد کیدی شی ﴿۸۶﴾
اوپه تحقیق ورکړی وو مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب اوپرله پس اولیږل مونږ پس دهغه نه رسولان اوورکړی وو مونږ عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم ته ښکاره دلیلونه (معجزات) اوکلک کړی وومونږده لره په روح پاک آیا پس هرکله چه راوړه به تاسوته رسول هغه حکم چه به نه خوخولو نفسونوستاسو لوئ اوکړه تاسو پس یوه ډله دروغژنه کړه تاسو، اویوه ډله وژله تاسو ﴿۸۷﴾
اودوی ویل: زړونه زمونږدعلم نه ډک دی، بلکه لعنت کړی دی په دوی باندی اللّه تعالٰی په سبب دکفرددوی پس لږکسان ایمان راوړی دی ﴿۸۸﴾

[۸۶] دا آیت تتمه ده دمخکښی خطاب په زجراوتخویف اخروی سره اوپه دی سبب ذکردی دتیرشوی خباثاتو چه هغه دنیا غوره کول دی په آخرت باندی (الْعَذَابُ) هغه عذاب چه مقدروی دچادپاره نوهغه دخپل حالت نه نه سپکیږی اگرچه دبعضی کافرانو عذاب به دنورو سپک وی لکه عذاب دابوطالب چه دهغه کیړئ داور نه دی چه په هغی سره به دهغه دماغ خوټکیږی -
[۸۷] ددی آیت نه په دوه آیاتونو کښی څلورم خطاب دی په دی کښی دمخکی نه په ترقئ سره ددوی خباثتونه ذکرکوی چه هغه دانبیاء علیهم السلام تکذیب کول دی اودهغوی قتل کول دی (قَفَّيْنَا مِنْ بَعْدِهِ) بعده دلالت کوی په روستوالی دزمانی باندی اوقفینا دلالت کوی په تابعدارئ دروستو انبیاؤ په موسیٰ علیه السلام پسی چه ټولوتورات ته اوشریعت د موسیٰ علیه السلام ته دعوت ورکوؤ اوپه دوئ کښی اخری رسول عیسیٰ علیه السلام وؤ (الْبَيِّنَاتِ) ښکاره حکمونه دتورات اومعجزات مراد دی (بِرُوحِ الْقُدُسِ) مراد ددی نه جبرئیل علیه السلام دی چه دعیسیٰ علیه السلام دولادت په وخت کښی اوپه وړوکوالی کښی او په وخت درسالت ادا کولوکښی اوپه وخت دآسمان خیژولو کښی جبرئیل علیه السلام ورسره وؤ - ده ته روح ویلی شی ځکه چه وحی راوړی اووحی ددین دپاره پشان دروح ده دبدن دپاره (بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُكُمُ) اشاره ده چه دین داللّه تعالٰی اودرسولانو دهغه دخلقو دخواهشاتو همیشه خلاف وی (فَفَرِيقًا) داتفصیل داستکباردی په دوه طریقوسره (تَقْتُلُونَ) داپه معنیٰ دماضی دی لیکن هرکله چه اوس هم اراده لری دقتل دآخری نبی ددی وجی نه فعل مستقبل ئی ذکر کړو -
[۸۸] په دی آیت کښی طریقه او سبب دتکذیب ددوی ذکر دی (غُلْفٌ) ددی یومراد دادی چه دوی وئیل چه زمونږزړونه دعلم لوخی دی دعلم نه ډک دی ستاسو علم ته څه حاجت نشته لکه سورة حٓم مؤمن (۸۳) کښی دی -غُلْف، په پیښ دلام سره جمع د غلاف ده لوخی ته وئیل شی بیاپیښ نه سکون جوړشو - اوبل مطلب دادی چه دوی وئیل زمونږ زړونه په پردو کښی دی ستاسوپه خبرو نه پوهیږو سورة حم سجده (۵) کښی او غُلْفٌ، په سکون دلام سره جمع د اغلف ده هغه څیزچه په پرده کښی وی (فَقَلِيلًا مَا يُؤْمِنُونَ) یومراد دادی چه لږایمان راوړی یعنی بعضی څیزونه منی اوبعضی نه منی اودا ایمان منظور نه دی اوبل دا مراد دی چه لږکسانو ددوی نه ایمان رواړی اواکثربی ایمانه دی - لعنت، په اصل کښی لری والی ته ویلی شی اوپه قرآن کښی د اللّه تعالٰی دطرف نه دخاص رحمتونونه محروم کیدل اودطرف دمخلوق نه بددعا کول دی -