وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ ﴿۸۳﴾ وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ ﴿۸۴﴾ ثُمَّ أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۸۵﴾
اوکوم وخت چه واخیستو مونږ پوخ لوظ دبنی اسرائیلونه چه بندگئ به نه کوئ مگر دیو اللّه تعالٰی او (کوئ) مورپلار سره ښیگڼه اود خپلوانوسره او یتیمانوسره اومسکینانوسره اووائی خلقوته ښه خبری اوپابندي کوئ د مانځه اووروکوئ زکوٰة بیا مخ واړووتاسو مگر لږکسان ستاسونه اوتاسو همیشه مخ گرځوونکی ئی ﴿۸۳﴾
اوکوم وخت چه واخیستو مونږپوخ لوظ ستاسونه چه نه به تویه وئی وینی دیوبل (په ناحقه) اونه به اوباسئ یوبل لره د کورونو خپلو نه، بیا اقرار اوکړو تاسو اوتاسو پوهیږئ ﴿۸۴﴾
بیا تاسوای دغه خلقو وژنئ یوبل لره او اوباسئ تاسو یوه ډله ستاسو دکورونو دهغوی نه مددکوئ تاسودیوبل دهغوئ په مقابله کښی په گناه اوپه ظلم سره اوکه دوی راشی تاسوته قیدیان نوجرمانه ورکوئ تاسو دهغوئ (خلاصول دپاره) اوشان دادی حرام دی په تاسو باندی ویستل دهغوئ آیا پس تاسو ایمان راوړئ په بعضی حصه دکتاب باندی اوکفرکوئ په بعضی حصه دکتاب، پس نیشته بدله دهغه چاچه کوی داکارستاسونه مگرشرمیدل دی په ژوند دنیوی کښی اوپه ورځ دقیامت به اوگرځولی شی ډیر سخت عذاب ته اونه دی اللّه تعالٰی بی خبره دهغه عملونو چه تاسوئی کوئ ﴿۸۵﴾
[۸۳] دغی آیت نه تر (۸۶) پوری دریم خطاب دی په دی کښی دبنی اسرائیلو بل قسم خباثات ذکر دی یعنی دڅلورو اوامرو خلاف کول اودڅلورو نواهیو ارتکاب کول اوآخر کی تتمه په تخویف اخروی سره ده (لَا تَعْبُدُونَ) دابیان دمیثاق دی اونفی په معنیٰ دنهی سره ده (وَبِالْوَالِدَيْنِ) اول حق داللّه تعالٰی دی اودوم حق دبندگانو دی اوپه بندگانوکښی اول حق دموراوپلار دی (تَوَلَّيْتُمْ) مخ اوړل په ترک دعمل سره دی (وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ) یعنی عادت ستاسو اعراض کول دی (إِحْسَانًا) مراد دادی چه حق خبره ورته کوی اونرمی خبری دورسره کوی اومال دپری ضرورت کښی خرچ کوی (حُسْنًا) هغه خبری مراد دی چه په شرع کښی ښایسته وی یعنی حقه خبره وی - اودی آیت کښی یو منهی عنه (شرک فی العبادت) ذکر دی اوڅلورمامورات ذکر دی
[۸۴] دابل میثاق دی په باره دترک دمظالمو د بندگانوکښی اوپه هغی کښی دوه منهی عنه ذکر شوی دی ـ یو سفک دماء (ناحق قتلونه کول) دوهم ویستل دکورونونه په ظلم سره (تَشْهَدُونَ) شهادت په معنیٰ دعلم سره دی -
[۸۵] په دی آیت کښی ددغه میثاق مخکنی نقض (ماتول) ذکرکوی په دری طریقو سره - قتلونه کول، دکورونونه ویستل اودیوبل سره په گناه اوظلم کښی امداد کول (وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ) مطلب دادی چه دکتابیانونه بنو قریظه داوس ملگرتیا کوله او بنونظیر د خزرج سره ملگرتیا کوله اوجنگونه ئی کول اوپه جنگ به ئی مقابله کښی خپل کتابیان وژل اود کورونونه ئی شړل اولکه به چه دمخالفی ډلی څوک کتابی په قید کښی راغی نودوی به دهغه دخلاصول دپاره چنده اوکړله اودهغی به ئی خپلودوستانوته فدیه ورکړه خپل کتابی به ئی دهغوی نه خلاص کړو - که عوامومشرکانوبه ورته اوئیل چه داخوستاسو دشمنان دی نوولی په فدیه سره دوی خلاصوئ؟ نودوی وئیل داپه تورات کښی حکم دی - نوبیا به ورته اوئيلی شو چه وژل شړل او ناروا کښی امداد ولی کوئ؟ نوهغوی وئیل چه داډله بازئ دوجی نه کوؤ - نوبعضی حکم ئی منلو اوبعضی به ئی نه منلو او (تَظَاهَرُونَ) نه څلورم منهی عنه ته اشاره ده - اوددی نه نهی کول هم په میثاق کښی داخل دی (وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ) چه اخراج معمولی دی اوداحرام دی نوقتل کول خواوچت حرام دی دلته ئی به ادنیٰ څیز ذکرکولو اکتفاء اوکړله - یادا اخراج دقتل نه سخت دی په قتل سره خوانسان ختم شی لیکن په اخراج سره ترمرگه پوری ذلیل اوشرمنده وی دهغی تخصیص ئی اوکړو (خِزْيٌ) ذلت شرمندگئ ته ویلی شی په دی کښی جزیه اخیستل اودوطن شړل هم داخل دی -