الم ۳۳ اَلٌبَقَرَة

وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۸۰﴾ بَلَى مَنْ كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۸۱﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۸۲﴾

اودوی وائی: هیچری به اونه رسی مونږته اورمگریوڅوورځی شمارلی شوی (لږی) او وایه آیا آخیستی ده تاسو د اللّه تعالٰی سره وعده پس هیچری خلاف نه کوی اللّه تعالٰی دوعدی خپلی نه بلکه جوړوئ تاسو (ورتپئ) په اللّه تعالٰی باندی هغه خبری چه تاسوپه هغه علم نلرئ (په دلیل سره) ﴿۸۰﴾
داسی نه ده بلکه چاچه اوکړه بدی (شرک) اوراگیرکړی ده لره گناه دده (ترمرگه پوری) پس دغه کسان اوروالادی دوی په هغه کښی همیشه وی ﴿۸۱﴾
او هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی نیک (په طریقه د پیغمبرﷺ) دغه کسان جنت والادی دوی په به هغه کښی همیشه وی ﴿۸۲﴾

[۸۰] په دی آیت کښی پنخم خباثت ذکر دی داتحریف کوونکی ملایان ځان جنتیان گنړی - مطلب دادی چه دوی سره دشرک اوکفر اوتحریف کولو نه ځان ته کامل مؤمنان وائی اووائي که د نورو گناهونو دوجی نه که مونږیوڅوورځی اورته لاړشو لیکن جنت ته به ضرور داخلیږو - اودعویٰ غلطه ده ځکه چه بغیردتوحید نه جنت نشی داخلیدلی د (عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا) مطلب دادی چه آیا دوی توحید د اللّه تعالٰی قبول کړی دی؟ ځکه دعویٰ دجنت په توحید سره ده نوکه توحید وی نو اللّه تعالٰی دخپلی وعدی خلاف نه کوی - دوهمه توجیه داده چه اللّه تعالٰی ددوی سره وعده دجنت په وحی سره کوی وی نوهغه دی ثابته کړی (أَمْ تَقُولُونَ) ام په معنیٰ دبل سره یعنی په اللّه تعالٰی باندی دروغ جوړوی په دعویٰ دجنت سره -
[۸۱] په دی آیت کی تتمه ده اوتخویف اخروی دی یعنی دآخرت دعذاب نه ویره ده دپاره دنه منونکو (سَيِّئَةً) په قول دابن عباس رضی اللّه عنهما په معنی دشرک سره ده (وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ) خطیئة نه مراد عام گناهونه کبیره اوشرک کول دی او احاطی نه مراد توبه نه کول دی ترمرگه پوری -
[۸۲] دا آیت بشارت یعنی زیری دی دپاره دمنونکو - اوبنادی په ایمان شرعی او عمل صالح (عمل موافق دقرآن اوسنت سره) -