سَيَقُولُ ۷۹ اَلٌبَقَرَة

وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُوا وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۲۲۱﴾ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ ﴿۲۲۲﴾

اومکوئ نکاح دمشرکوزنانوسره ترهغی پوری چه ایمان راوړی ، اوخامخا وینځه ایمان داره (مؤحده) غوره ده دمشرکی (آزادی نه) اگرکه خوشحالوی تاسولره (ښایست اومال دهغی) اوپه نکاح سره مه ورکوئ (خپلی لونړه خویندی) مشرکانو سړوته ترهغی پوری چه دوی ایمان راوړی - اوخامخا مرئي‌ مؤحد غوره دی دمشرک (آزاد نه) اگرکه خوشحالوی تاسو (ښایست او مال دهغه) دغه کسان بلنه کوی اورته ، او اللّه تعالٰی بلنه کوی جنت ته اوبخنی ته په حکم خپل سره اوبیانوی احکام خپل خلقوته دپاره ددی چه دوی نصیحت قبول کړی ﴿۲۲۱﴾
اوتپوس کوئ دوی ستانه په باره دحیض کښی اوایه دا گندگی ده پس ډډه اوکړئ دښځونه په ځای دحیض کښی اومه نیزدی کیږئ دوی ته ترهغی پورچه پاکی شی پس کله چه دوئ ښه پاکی شی (په غسل کولو) پس راځئ دوی ته دهغه ځای نه چه حکم درکړی دی اللّه تعالٰی ، یقیناً اللّه تعالٰی مینه کوی دتوبه کؤونکو سره او مینه کوی دځان پاک ساتونکو سره ﴿۲۲۲﴾

[۲۲۱] داشپږم حکم دی منع دنکاح داهل شرک نه ځکه چه دموحد او مشرک په مینځ کښی اتفاق نشی راتلی اوداردی په جاهلانوچه هغوی په نکاح کښی دمال اود ښایست اود نسب لحاظ کوی - نو اللّه تعالٰی اوفرمائیل چه دعقیدی اودتوحید لحاظ کوئ -
فائده ۱: شرک دادی چه د اللّه تعالٰی نه سیوابل څوک اختیارمند اوواکدار دنفع اوضرر گنړی یاغیب دان گنړی یاپه اللّه تعالٰی پوری خاص بندگی لکه سجده نذر وغیره د اللّه تعالٰی نه سیوابل چا دپاره کوی - فائده ۲: دمشرکاتونه کتابیات مستثنیٰ دی په دلیل دسوره مائده (۵) سره اگرچه لفظ دمشرکات هغوی ته شامل دی (أُولَئِكَ يَدْعُونَ) داعلت د حرمت د نکاح داهل شرک دی (النَّارِ) نه مراد هغه عملونه دی چه اورته رسول کوی او (الْجَنَّةِ) نه مراد هغه عملونه دی چه جنت ته رسول کوی -
[۲۲۲] دااووم حکم دی ځان ساتل داذی نه په دی کښی رددی په جاهلانو دیهودوباندی چه هغوی دحیض په حالت کښی دښخی نه بالکل نفرت کوو ، اوپه نصاراؤ باندی چه دهغوی په داسی حالت کښی نزدیکت جائزگنړی - نوداسلام حکم کښی افراط او تفریط نشته (الْمَحِيضِ) ځای دحیض چه عورت خاصه دی هغه محل داذی دی (لَا تَقْرَبُوهُنَّ) مراد ددی نه جماع کول دی (يَطْهُرْنَ) مراددی نه غسل کول دی (أَمَرَكُمُ اللَّهُ) چه اجازت ورکړی دی دهغی نزدیکت (التَّوَّابِينَ) هغه څوک چه په حال دحیض کښی نزدیکت کوی او توبه په اخلاص سره کوی - (الْمُتَطَهِّرِينَ) هغه دی چه بالکل په حال دحیض کښی نزدیکت نه کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>