سَيَقُولُ ۸۰ اَلٌبَقَرَة

نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۲۳﴾ وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۲۴﴾ لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۲۲۵﴾

زنانه ستاسو پټی دکروندی دی تاسرلره پس راځئ خپل پټی ته په هغه طریقه چه ستاسوخوښه وی او مخکښی (صحیح نیت اوکړئ) دپاره دفائدی خپلی اوویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوپوهه شئ‌ یقیناً تاسو مخامخ کیدونکی ئی دهغه سره، اوزیری ورکړه ایمان والو لره ﴿۲۲۳﴾
اومه گرځوئ نوم داللّه تعالٰی منع کؤونکی دوجی دقسمونوستاسونه دنیکی کولونه ادتقویٰ کولونه اوداصلاح کولونه په مینځ دخلقو کښی او اللّه تعالٰی هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی ﴿۲۲۴﴾
نه نیسی تاسو اللّه تعالٰی په بی ارادی قسمونو ستاسوکښی، اولیکن نیسی تاسوپه هغه قسمونو چه قصد کړی وی زړونوستاسو او اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی صبرناک دی ﴿۲۲۵﴾

[۲۲۳] دا اتم حکم دی متعلق دزنانو سره یعنی هغه تعلق ساتل په کاردی چه دهغی نه دنسل پیدائش کیږی ځکه دنکاح مقصد اولاد زیاتول دی - دارد دی په هغه جاهلانو چه دزنانونه ناجائزه فائده اخلی نکاح صرف دشهوت دپاره گنړی اواولاد دپاره منصوبه بندی کوی (فَأْتُوا حَرْثَكُمْ) راتلل (جماع کول) خاص دی په فرج پوری چه هغی ته ئی حرث وئیلی اروستوعورت ته فرث وئیلی شی (أَنَّى شِئْتُمْ) داپه معنیٰ د کیف او متیٰ سره دی یعنی عموم دکیفیاتو او اوقاتو ته اشاره ده اومکان به یووی (وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ) نیت دپیدایش داولاد ضروری دی -
[۲۲۴] دانهم حکم ددی مطلب دادی چه دنیکئ‌ اود اصلاح دکارونونه ځان مه بندوئ اگرچه قسم هم کړی وی - هغه قسم به ماتول واجب وی اورد دی په جهل دخلقو باندی چه بی ځآیه قسمونه کوی اوځان دنیک کارونونه بندوی په قسم کولوسره (عُرْضَةً) دوه معانی دی اوله معنیٰ په معنیٰ دمانع دی یعنی منع کؤونکی دنیکئ نه - دوهمه معنیٰ په معنیٰ دنشانه ویشتلودی یعنی نښه دډیروقسمونوخوړلو (أَنْ تَبَرُّوا) کښی دبندگانو حقوقو اداکولوته اشاره ده (وَتَتَّقُوا) کښی د اللّه تعالٰی حقوقوته اشاره ده - (وَتُصْلِحُوا) دخلقو نه شردفع کول دی اودادین خلاصه ده -
[۲۲۵] داآیت دمخکښی آیت سره تعلق لری په دی کښی دقسم اقساموته اشاره ده (۱) لغوقسم: چه بی ارادی عادتاً یاپه هیره قسم اوکړی (۲) منعقده: چه دراتلونکی زمانه په باره کښی قسم اوکړی دکارکولو یا نه کولو (۳) غموس: قصداً په دروغه قسم کول - اول قسم کښی هیڅ نیشته نه گناه اونه کفاره دوهم قسم کښی په وخت دقسم ماتولو کښی کفاره ده - دریم قسم کښی لوی گناه دی اوعذاب دی اوکفاره کښی اختلاف داهل علم دی (بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ) کسب په معنیٰ د نیت اوارادی کولو دی نوهغه قسم منعقده اوغموس دواړو ته شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>