سَيَقُولُ ۸۱ اَلٌبَقَرَة

لِلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ فَإِنْ فَاءُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۲۶﴾ وَإِنْ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَإِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۲۷﴾ وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَنْ يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِنْ كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۲۸﴾

دپاره دهغه کسانوچه په قسم سره جداکیږی دښځوخپلونه انتظار دڅلورمیاشتودی پس که واپس شو (دوی دقسم نه) پس یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۲۲۶﴾
اوکه دوی قصد اوکړودطلاق پس یقیناً اللّه تعالٰی آوریدونکی دی پوهه دی په هرڅه ﴿۲۲۷﴾
اوطلاقی کړی شوی ښځی انتظار به کوی په ځانونو خپلوسره دری حیضه، اوحلال نه دی دوی لره چه پټوی هغه شی چه پیداکړی دی اللّه تعالٰی په رحمونو ددوی کښی که چیری ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ اوخاوندان ددوی حقدار دی په واپسئ ددوی په دی (عدت) کښی که چیری دوی اراده لری دجوړخ اوددوی (ښځو) لره حقونه دی په شان هغی چه په دوی لازم دی په شرعی طریقه اودپاره نارینوپه زنانوباندی اوچته درجه ده - او اللّه تعالٰی زورآوردی حکمتونووالا دی ﴿۲۲۸﴾


[۲۲۶] په دی کښی لسم حکم دی یعنی جدائی دښځی په طریقه شرعی سره په کار ده اوله طریقه مسئله دایلاء ده په دی کښی رددی په طریقه دجاهلیت چه چاقسم اوکړوښځوته نوهغه‌ به ئی دهمیشه دپاره حرامه گنړله - ایلاء: دښځی نه دجدائی قسم کول که نیټه ئی مقرر کړی وی یومیاشت یازیات ترڅلورو میاشتو پوری یائی نیټه نه وی مقررکړی نوکه نیټه دڅلورو میاشتو کیخودلی وی اویانه لیکن دڅلورومیاشتوانتظار به وی (فَإِنْ فَاءُوا) که رجوع وکړی ښځی ته روستو دڅلورو میاشتونه یاطلاق ورکړی داپه نزد داکثرصحابه کرامو رضی اللّه عنهم یارجوع اوکړی په مدت دڅلورومیاشتو کښی دننه -
[۲۲۷] په دی کښی دی ایلاء‌ حکم دی که رجوع اوکړی په څلورومیاشتوکښی یاروستو (بناپه اختلاف) نوگناه نیشته - اوکه رجوع اونه کړی نویوطلاق واقع شو -
[۲۲۸] دی آیت کښی ذکر عدت دی دهغه ښځو چه حامله نه وی اوحیض والاوی اوحره (آزاده) وی اونزدیکت ورته شوی وی - نودداسی ښځی عدت دری حیضه دی (په یوقول سره) لهٰذا په دی یوجمله کښی دښځی او دخاونددحقونو‌ذکر دی اوپه دی کښی دنارینه اوچتوالی ذکر دی (قُرُوءٍ) جمع دقرء ده حیض اوطهردواړو ته ویلی شی (فِي أَرْحَامِهِنَّ) مراد ددی نه حمل دی یاحیض دی دابه نه پټوی ځکه چه په دی سره دعدت اقسام بدلیږی (أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ) احق تفضیل په معنیٰ د صرف حقیق (حق دار) دی یا احق ئی دارادو اصلاحاً‌ً دوجی نه ذکرکړی دی (وَلَهُنَّ مِثْلُ) په دی لږ عبارت کښی ډیرحقوق دښځی خاوند ته اشاره ده اومثل کښی مثلیت په لزوم او وجوب کښی مراد دی په تعداد کښی مراد نه دی (وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ) داصریح دی په فضیلت دنارینو چه هغه دداسی کارونودپاره صلاحیت لری چه زنانه دهغی صلاحیت نه لری -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>