سَيَقُولُ ۸۲ اَلٌبَقَرَة

الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَأْخُذُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلَّا أَنْ يَخَافَا أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۲۹﴾ فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِنْ بَعْدُ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يَتَرَاجَعَا إِنْ ظَنَّا أَنْ يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۲۳۰﴾

طلاق (رجعی) دوه کرته دی پس حصارول دی په ښه طریقه یاپریخودل دی په ښایسته طریقه اوحلال نه دی تاسولره چه واخلئ تاسو دهغی نه چه ورکړی دی تاسو دوی ته څه شی مگرهغه وخت چه ویریږی دادواړه چه پوره نه کړی پولی د اللّه تعالٰی پس که ویریدئ تاسو چه پوره به نه کړی دوی پولی د اللّه تعالٰی پس نیشته گناه په دی دواړو په هغه مال کښی چه بدله ورکوی (ښخه) داپولی داللّه تعالٰی دی پس مه تیریږی ددی نه ، اوهغه څوک چه ورتیرشی دپولی د اللّه تعالٰی نه پس دغه کسان دوی ظالمان دی ﴿۲۲۹﴾
پس که طلاق ئی ورکړو (دریم طلاق) پس نه ده حلاله داښځه ده لره روستو (ددریم طلاق نه) ترهغی پوری چه نکاح اوکړی دبل خاوند سره ، پس که طلاق ئی ورکړو ، پس نیشته گناه په دی دواړو چه واپس شی یوبل ته (په نکاح کولو) سره که چیری خیال ساتی دادواړه چه اوبه ساتی پولی د اللّه تعالٰی - اوداپولی د اللّه تعالٰی دی بیانوی دا دپاره هغه قوم چه پوهیږی ﴿۲۳۰﴾

[۲۲۹] جاهلیت کښی دطلاق شمار نه وؤ نوقرآن په هغی رداوکړو اودی آیت کښی ذکر دخلع دی چه زنانه خاوند ته مهرواپس ورکړی اوهغه ئی پریږدی (مَرَّتَانِ) دوه په یوبل پسی دی اشاره ده چه احسن طریقه داده چه په یوطهرکښی طلاق ورکړی بیا ورپسی په بل طهر کښی دوهم طلاق ورکړی - (فَإِمْسَاكٌ) مراد ددی نه رجوع کول دی په حال دعدت کښی (أَوْ تَسْرِيحٌ) مراد ددی نه رجوع نه کول دی یادریم طلاق ورکول دی په بل طهرکښی (وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَأْخُذُوا) دارد دی په طریقه دجاهلیت باندی دارنگ په سورة نساء (۲۰) کښی دی (مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا) عامو مفسرینوددی نه مهرمراد کړی دی او ابن عربی ددی نه ټول هغه څیزونه مراد کړی دی چه ماسیوادمهرنه خاوند ښځی ته ورکړی وی (فَإِنْ خِفْتُمْ) ددی نه مخکی حکم دصلح کولو دی په سوره نساء (۳۵) کښی نوپه خفتم کی خطاب صلح کؤونکو ته دی (فِيمَا افْتَدَتْ) مراد په دی سره هغه مهردی چه ښځه ئی په رضاسره خاوندته واپس ورکوی په بدله دخلع کولو (تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ) په دی کښی اشاره ده دطلاق ذکرکړی شوی طریقو ته چه دریم طلاق به جدا وی دری په یوځای نه وی اوپه طهر کښی به وی -
[۲۳۰] په دی آیت کښی دریم طلاق ذکر دی په دلیل دفاسره دهغی نه روستو ښځه دمخکښی خاوند دپاره بغیردتحلیل نه نه حلالیږی اوحیله کول ناجائز دی په حدیث کښی په محلل اومحال له باندی لعنت وئیل شوی دی اوپه حدیث دابن عباس رضی اللّه عنهماچه مسلم نقل کړی دی اوپه حدیث درکانه چه مسنداحمد روایت کړی دی په هغی کښی سنت د نبی ﷺ اوابوبکررضی اللّه عنه اودعمررضی اللّه عنه ددوه کالو سنت دادی چه دری طلاق په یوځای ورکړی شی نویوطلاق رجعی به واقع کیږی (حَتَّى تَنْكِحَ) مراد ددی نه جماع کول دی اودارنگ په صحیح حدیث سره جماع ددوهم خاوند شرط کړی شوی ده (إِنْ ظَنَّا أَنْ يُقِيمَا) ظن گمان ئی په دی وجه سره وئیلی چه دراتلونکی وخت علم یقینی انسان ته نشی کیدی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>