سَيَقُولُ ۸۳ اَلٌبَقَرَة
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لِتَعْتَدُوا وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ وَلَا تَتَّخِذُوا آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُمْ بِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۳۱﴾ وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَنْ يَنْكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُمْ بِالْمَعْرُوفِ ذَلِكَ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكُمْ أَزْكَى لَكُمْ وَأَطْهَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۲۳۲﴾ وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدْتُمْ أَنْ تَسْتَرْضِعُوا أَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُمْ مَا آتَيْتُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۳۳﴾
اوکله چه طلاق ورکړئ تاسو ښځوته پس نزدی شی هغوی نیټی خپلی ته پس حصارئ کړی هغوی په ښه طریقه (رجوع کول) یاپریږدئ هغوی په ښه طریقی سره ، اومه حصاروئ دوی دپاره دضرر چه دحد نه تیریږئ اوچاچه داکاراوکړو پس یقیناً ظلم ئی اوکړو په ځان خپل ، اومه گرځوئ آیاتونه د اللّه تعالٰی ټوقی ، اویاد کړئ احسان د اللّه تعالٰی په تاسوباندی اوهغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی په تاسوباندی د کتاب (قرآن) او سنت نه ، وعظ درکوی په هغی سره او اؤویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوپوهه شئ چه یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅه باندی پوهه دی ﴿۲۳۱﴾
اوکله چه طلاق ورکړئ تاسوښځوته پس ختم کړی هغوی عدت خپل پس مه منع کوئ دوی لره چه نکاح اوکړی دخاوندانوخپلوسره کله چه رضا شی دوی په مینځ خپل کښی په جائزطریقه (نکاح کول) داحکم وعظ درکیدی شی په دی سره هغه چاته چه وی ستاسونه ایمان لری په اللّه تعالٰی او په ورځ روستنئ دا حکم بچ کؤونکی دی تاسولره دبدنامئ نه اوپاکؤونکی دی (دبدکارئ نه) او اللّه تعالٰی پوهیږی اوتاسو نه پوهیږئ ﴿۲۳۲﴾
اومیاندی دی پئ ورکوی بچوخپلوته دوه کاله پوره هغه چالره چه غواړی چه پوره کړی پئ ورکول اوپه پلار دبچی باندی خوراک ددوی اوجامه ددوی ده په ښه طریقه (دعرف موافق) کړاؤنشی ورکیدی هیچاته مگربرابردوس دهغه، ضرردی نشی ورکیدلی مورته په وجه دبچی دهغی اونه پلارته په وجه دبچی دهغه اوپه وارث دپلار باندی (چه دغه بچی دی) په شان دغه خرچه ده پس که اوغواړی دوئ دتی نه پریکول په رضا ددی دواړو اوپه مشوره ددوئ پس هیڅ گناه نیشته (په موده نه پوره کولوکښی) اوکه تاسو غواړئ چه دائی اونیسئ دپاره دبچو خپلو پس نیشته هیڅ گناه په تاسوباندی کله چه پوره ورکوئ هغه چه مقرر کړی وی تاسو په ښه طریقی سره او اویریږئ د اللّه تعالٰی نه اوپوهه شئ یقیناً اللّه تعالٰی ستاسوعملونه وینی ﴿۲۳۳﴾
[۲۳۱] په دی آیت کښی رد دی په طریقه دجاهلیت چه هغوی به هرطلاق پسی رجوع کوله اومقصد درجوع دهغوی ښځی له ضرر ورکول وو لکه چه دطلاق تعداد هم ددوئ په نزد باندی نه وؤ (آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا) په آیاتونوپوری ټوقی کول دادی چه په هغی باندی عمل نه کوی اودائی سپک والی دی (فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ) بَلَغَ دلته په معنیٰ دنزدی کیدلو دی (أَجَلَهُنَّ) مراددی نه عدت مقرره دی (نِعْمَتَ اللَّهِ) مراد ددی نه احکام دنکاح او طلاق تفصیلی دی -
[۲۳۲] دا یؤلسم حکم دی دطلاق نه روسته نکاح کول اودارد دی په طریقه دجاهلیت چه چه به یوښځی له طلاق ورکړو اوبیابه ددی ښځی سره مخکنی خاوند نکاح کوؤ نودوی به داشرم گنړو - دوهم رسم داوؤ چه داښځه به ئی بل چاسره نکاح کولوته هم به پریخودله اوشرم به ئی گنړو (فَبَلَغْنَ) دلته بلوغ په معنیٰ حقیقی سره دی (أَزْوَاجَهُنَّ) په اوله توجیه سره مراد ددی نه مخکنی خاوند دی اوپه دوهمه توجیه مراد بل خاوند دی چه هغه سره به اوس نکاح کوی (ذَلِكَ يُوعَظُ) هرکله چه رواج ختم کول مشکل وی ددی وجی نه دری تاکیدات ئی ذکرکړی دی (أَزْكَى لَكُمْ وَأَطْهَرُ) دواړو فرق دادی چه اول په معنیٰ دبدنامئ (دباطل تعلق) نه بچ ساتل دی اواطهر دبدکارئ اوفحش کارئ نه پاک ساتل -
[۲۳۳] دادولسم حکم دی مسئله درضا اودتربیت دبچو - رددی په جاهلیت باندی چه کله ښځه به طلاقه شوه نوبیائی خاوند سره داسی دشمنی وه چه دهغه بچوته به ئی پئ نه ورکول - اوکه هغی به پئ ورکول نوده به ورلره هیڅ خرچ نه ورکوؤ نودهغی دپاره ئی قانون مقرر کړو (مَوْلُودٌ لَهُ) پلارته وائی اوپه دی کښی اشاره ده چه نسبت دبچی پلارپسی ځی نه په مورپسی سیوا دآل نبی ﷺ ځکه ال فاطمه رضی اللّه عنها نسب د نبی ﷺ دی (وَالْوَالِدَاتُ) دلته مراد هغی میندی دی چه طلاق ورکړی شی اوعدت ئی هم تیرشی لیکن وړوکی بچی ورسره وی نوپه دی باندی پئ ورکول دبچی لازم دی اوپه پلار دبچی باندی دهغی اجرت ورکول لازم دی (حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ) داصاف دلیل دی چه مدت درضاعت صرف دوه کلونه دی (لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ) اشاره ده چه اتمام ددوو کالو هم څه واجب کارنه دی (بِوَلَدِهَا) اضافت دولد مورته دپاره دشفقت کولو دهغی دی (وَعَلَى الْوَارِثِ) که پلار ژوندی نه وی اوبچی مال والا وی نودبچی په مال کښی دمورخرچه لازم ده اوکه دبچی مال نه وی نوبیا نزدی رشته دار چه دهغه محرم اووارث وی په هغه باندی لازم دی (وَإِنْ أَرَدْتُمْ أَنْ تَسْتَرْضِعُوا) یعنی که موردبچی معذوره وی یاډیره تنخواه غواړی نوپلار له جائزدی چه بله زنانه درضاع دبچی لپاره اونیسی اوپه څه طریقه اجرت ورکوی دپاره ددی چه دبچی ښه تربیت اوکړی شی -